د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين دولتی کميشنری چن جه لی د جون په ٢١ نيټه په بيجينګ کی وويل ، چين د بيلا بيلو هيوادونو د عالمانو او پوهانو هرکلی کوی چی له چينی عالمانو او پوهانو سره همکاری او په ګډه څيړنه وکړي او په ګډه د بشريت د مدنيتونو او پرمختګ لپاره لا ستر خدمتونه وکړي .
ميرمن چن جه لی دغه خبره د ٢٠٠٦ کال په يوه نړيواله تيوريکی غونډه کی له برخه والو چينی او بهرنيو عالمانو سره د کتنی په وخت کی وکړه .