
ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوو !
تاسو ته معلومه ده که نه چه د ګل په نامه يوه ځانګړی ډوله سندره د چين د شمال ختيځ د هوی قوم په سيمه کی مروجه ده چه غږ يی جګ ، شعر يی ساده او څرګند ملی او ځايی ځانګړيتوب لری . په دې وروستيو کلونو کی د هوی قوم سندرغاړی ښاغلی سوړدونګ د ګل په نامه دوديزې سندرې او د موسيقی اوسنی شکلونه ګډ کړی دی او سندرې يی د خلکو ډيرې خوښې دی . او س د هوی قوم د زياتو وګړو د واده په مراسمو کی د سوړدونګ سندرې ويل او اوريدل کيږی . د پروګرام په دغه کړۍ کی به تاسو ته د دغه سندرغاړی په اړه څه معلومات وړاندی کړو !
( اواز )
ښاغلی سوړدونګ د چين د شمال لوېديځ د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې يو ښوونکی دی اود تفريحی په وخت کی هغه سندرې ليکی او وايی . په دې وروستيو لسو کلونو کی هغه ( ( د هوی قوم وګړي )) (( تر سرې چادری لاندی خور )) (( د انار ګلان )) په شمول پنځه کسټونه خپاره کړي چه پکی څه دپاسه ١٢٠ سندرې شاملې دی .
سوړدونګ د سندرو له ويلو سره ډيره مينه لری او له پوهنتون څخه تر فارغيدو وروسته هغه کله نا کله د قزاق او ويغور سندرې ليکی . خو له دوستانو سره له يوې غونډې وروسته هغه د هوی قوم د سندرو په ليکلو پيل وکړ . هغه وويل :
( اواز )
په هغه غونډه کی ې زما يو دوست په تکر سره وويل چه تاسی د قزاق او ويغور
سندرې
ډيرې ښه ويلی شی خود خپل قوم سندرې ويلی شی که نه ؟ بل دوست می ورپسی وايی د هوی قوم خپلې ملی سندرې نه لری . زه وايم د ګل په نامه سندرې زمونږ ملی سندرې دي . خو هغوی وايی دغه سندرې ډير پخوانی دي او عام خلک نه پرې پوهيږي .
ښاغلی سوړدونګ د دغو خبرو له اوريدلو وروسته فکر کاوه او پريکړه يی وکړه چه بايد د هوی قوم دوديزې سندرې په اوسنی سبک بدلې کړي .
برسيره پردی سوړدونګ غواړی چه د خپلو سندرو له لارې نورو هېوادوالو ته د هوی قوم وروپيږني ..
دغه راز ښاغلی سوړدونګ په هر ځای کې خپلې سندرې وايی د ښوونځيو په ميدانونو ، د ښار په ډګرونو او داسی نورو ځايونو کې . په دې اړه د سوړدونګ ښه دوست ښاغلی باو يو چنګ زمونږ خبريال ته وويل :
( اواز )
زه له هغه سره يوځای کليواليو سيمو ته ځم . کله چه هغه سندرې وايی ډير زيات خلک راغونډيږی چه پر ما يې ډيره اغېزه کړې ده . حتی ځينی وطنوال ژاړی . نه يوازی د هوی قوم وګړی بلکه ويغوريان او قزاقيان د ده له سندرو سره ډيره مينه لری .
د موسيقی د ځينو کارپوهانو په نظر د سوړدونګ په سندرو کی د هوی قوم ددوديزو سندرو سبک ، د نورو قومونو د سندرو ښه والی او اصيلتوب او اوسنۍ موسيقی ګډ شوي دي . نو مونږ به سره يو ځای د ښاغلی سوړدونګ له سندروڅخه يو مشهوره سندره واورو چه د هوی قوم وګړی نوميږی .
( موسيقی )
ګرانو اوريدونکو ! تاسو همداوس د هوی قوم د مشهور سندرغاړی ښاغلی سوړدونګ يوه په زړه پوری سندره واوريدله . ستاسی له غوږ نيولو څخه مننه کوو!