<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-22 16:39:23    
د پينګ ياو لرغونی ولسوالی

cri

چين ته د سفر پروګرام ته مو هرکلی کوم . د پينګ ياو لرغوني ولسوالی چه د چين د شمال د شان شی ولايت په منځني برخه کې پرته ده ، د هيواد له نورو ولسواليو په پرتله په خپله اصلی بڼه ښه ساتل شوی او د نړۍ د ميراثونو په ليست کې شامله شوې ده . اوس دغه ولسوالی نه يوازی د چين د ټلويزيونی ډرامو د انځورونې ښه ځای دی ، بلکی په شخصي موټرونو کې د زيات شمير سيلانيانو د سفر هدف هم دی . چين ته د سفر په دې کړی کې به تاسو ته د دغې لرغونی ولسوالی او په کې د ډول ډول ولسي هوټلونو په هکله څه معلومات درکړو !___موسيقې____

د پينګ ياو ولسوالی د شان شی ولايت د مرکز د تای يوان ښار له جنوب څخه نوی کيلومتره واټن لری . د دغې ولسوالی جوړونه دوه زره او اوه سوه کاله مخکې پيل شوې او د مينګ او چينګ په امپراطوری سلسلو کې خپل ډير أباد او سمسور پړاو ته رسيدلې . په دغه ولسوالی کې زيات شمير ودانۍ په همدغو دوو سلسلو کې جوړې شوی دي . که تاسی د پينګ ياو د لرغونی ولسوالی په هکله هراړخيز معلومات لاس ته راوړۍ ، ښه به دا وي چه د دغې ولسوالی ديوال ته و خيژۍ ځکه د ټولې ولسوالۍ منظرې تر سترګو کيږي .

دغه ولسوالۍ چه په ديوالونو را بنده شوی ، څلور لوي واټونه ، اته کوچني واټونه او دوه اويا کوڅې په کې د شطر نج د تختې په شکل په منظم ډول پرتې دي او خلک يي له خښتو څخه په هغو جوړو شويو ودانيو کې اوسيږي چه ساختماني شکل يي

مستطيل ډوله دی او په منځ کې يو انګړ لری او شاوخوا کوټې يي د اوسيدو لپاره

دي .

د دغه ډول لرغونو ودانيو شمېر په ټوله ولسوالۍ کي څلور زرو ته رسيدلی چې څلور سوه يي تر اوسه ډيرې ښې ساتل شوې او زياتره يي په هوټلونو بدلې شوې دي .

د پينګ ياو په ولسوالی کې د دغو ځانګړيو هوټلونو د يادونې لپاره به لومړی تاسو ته د تيان يوان کوی هوټل په اړه معلومات درکړو ، ويل کيږي چې دغه هوټل له نورو څخه ځانګړتيا لری . دغه هوټل پخوا د يوه شتمن سوداګر کور و او دوه سوه کاله مخکې جوړ شوی دی .

د دغه هوټل په انګړ کې ځمکه په خښتو فرش ده او په کوټو کې داسی لوی او ارت ميزونه او څوکۍ ايښودل شوې چې د لرغونی زمانی نښې دي . د کوټو په وړاندی سره څراغونه ځوړند دي او د کړکيو پر ښيښو او دروازو باندی د کاغذي بيا تی اثارسريښ دي چې د شان شی وګړو د ژوند له دوددستور څخه ډک دی . يو سيلانی چه وانګ دا نوميږي او په دغه هوټل کې يي څو ورځی تيرې کړی ، خبريال ته وويل

___اواز___

د تيان يوان کوی په هوټل کې فرش توکي لرغوني ځانګړتيا لری او ميزونه او څوکۍ يي له کلکو لرګيو جوړې شوي دی ، پر ديوالونو باندی د چين د خطاطۍ اثار او چينی انځورونه ځوړند دي . په کوټو کې د معاصر ژوند لپاره رنګه ټلويزيون او ايرکانديشن نصب شوی او تشناب يي هم ډير پاک دی . په کوټو کې يو ځانګړی اوږد کټ د زياتې پاملرني وړ دی چې دغه کټ له خاورو او خښتو څخه جوړ شوی او پنځه شپږ تنه ورباندي خوب کولی شي .

د تيان يوان کوي هوټل ته نژدی د يی ده په نامه يو بل هوټل هم ډيرې ځانګړتياوې

لری . دغه دوه هوټلونه په يوه زمانه کې جوړ شوي او د وخت د مشهور بانکوال هو وانګ بين کور و . دغه هوټل له شپږو انګړونو جوړ شوی او د هر انګړ په شاوخواکې کوټې دي چې ښه فرش په کې ليدل کيږي . د بيجينګ پوهنتون يو استاذ شو لين جی څو څو ځله د پينګ ياو ولسوالی ته تللی ، د دغه هوټل له کلتوري ځانګړتياوو سره علاقه لری . هغه وويل ___اواز____

وګورئ چې د يی ده په هوټل کې هر شی ښه ساتل شوی دی . هره ورځ چه له بهر څخه بيرته هوټل راځئ ، نو په انګړ کې د چکر وهلو په مهال احساس کوي لکه د ولسي دوددستور له موزيم څخه چې ليدنه کوي . محترمو اوريدونکو ، په پينګ ياو کې داسي ځانګړي هوټلونه ډير دي او هره ورځ د زيات شمير سيلانيانو هر کلی کوي .