د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخې : په افغانستان کې امريکايی پوځ د جون په دوه ويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل : څلور تنه امريکايی سرتيری د جون په يوويشتمه نېټه د افغانستان په شمال ختيځه برخه کې د نظامی عملياتو په ترڅ کې ووژل شول او يو تن بل يی ټپی دی.
دغې اعلاميې څرګنده کړه چې په هغه وخت کې په افغانستان کې ګډو ځواکونو د افغانستان د نورستان په ولايت کې د طالبانو له وسله والو قواوو سره جګړه وکړه . ګډو ځواکونو د هوا او ځمکې له لاری د وسله والو قواوو پر اډو باندی بريد وکړ .
په روان کال کې ، د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د زورزياتيو کړو وړو زور اخيستی چې تر اوسه پوری په افغانستان کې يو څلويښت تنه بهرني سر تيری په بېلا بېلو بريدونو کې وژل شوی چې په دې جمله کې زياتره کسان امريکايی سرتيری دی .