<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-23 16:45:22    
د کليوالو کارګرانو د ماشومانو ښوونې او روزنې ته پام

cri

د جيانګ سو ولايت د سياسی مشورتی کنفرانس د کمېټې دايمی غړی او د نان جينګ د ښوونکو د روزنې پوهنتون د ادبياتو پوهنځی مشر ځو شيو جين د جون په څلورمه نېټه سهار د دغه ښار د شيون وو سيمې د ليانګ جون په نامه د کليوالو کارګرانو د ماشومانو هغه ښوونځی ته ولاړ چې د کليوالو کارګرانو له خوا د پيسو په راغونډولو سره جوړ شوی.او په دغه ورځ د نان جينګ د ښوونکو د روزنې پوهنتون داوطلبانو د ښاغلی ځو شيو جين په مشرتابه د دغه ښوونځی له ماشومانو سره د مرستې فعاليت تر سره کړ.

اوس په نان جينګ کې د کليوالو کارګرانو شمېر يو مليون او څلور سوو زرو تنو ته رسېږي او له دې امله تقريبأ دوه سوه زره ماشومان په کليو کې پاتی دی چې د اوسېدونکو په نامه يوه خاصه ډله رامنځ ته شوه.

کله چې هغه د ښوونځی دروازې ته ننوت ،ډېر ماشومان په خوشحالۍ سره د ده چاپېره وو.ښاغلی ځو او داوطلبانو کتابونه او د زده کړې مواد ماشومانو ته ورکړل او له دوی سره يې خبرې وکړې.ښاغلی ځوڅه کله د نوموړو ماشومانو د زده کړې او ژوند په اړه له ښوونکو څخه پوښتنې وکړې. د ښو ځوابونو په اورېدلو سره او د داسو ماشومانو د سپيڅلی خندا له امله ښاغلی ځو ډېر خوشحال دی.

په وروستيو ورځو کې ښاغلی ځو د مدير په خونه کې د دغه ښوونځی د روزنې ، ښوونکو او د زده کوونکو د جلبولو د حالاتو په اړه له مدير فونګ

څخه پوښتنې وکړې. ده ښاغلی فونګ ته وويل که څه هم اوس د جينګ سو ولايت په ډيرو لږو پيسو سره په ښوونځی کې د کليوالو کارګرانو ماشومانو د زده کولو لپاره هڅه کوی،ځکه د زياتره کسانو لپاره دا امکانات هم نه شته چې په لنډه موده کې په دغو ښوونځيو کې چې د حکومت له خوا جوړ شوی، زده کړه وکړي.ځکه د دغو ښوونځيو حالات د دوی له ژوند سره برابر نه دی. نو د اوسېدونکو ماشومانو د مسئلې د حل و فصل لپاره په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو د ماشومانو د ښوونځيو جوړول يوه ګټوره لاره ده. ځو شيو جين وويل د دغو ښوونځيو پر ادارې او پرمختګ بايد په له پسی او جدې توګه وشي.ښاغلی ځو يوه کتابچه مدير فونګ ته ورکړه چې پکې د اوسيدونکو ماشومانو د مسئلې د څارنې او حل و فصل په اړه راپورنه ليکل شوی دی.ده وويل هيله ده چې دغه کتابچه د داسې ماشومانو د ودې او د ښوونځی د پرمختګ لپاره ګټوره وي.

د غرمې په وخت کې ځو شيو جين د ښوونځی له خوا برابره شوې ډوډی ونه خوړله. له خپله ځانه يې اوبه او وچه ډوډۍ واخيسته او د نان جينګ د سياسی مشورتی کنفرانس کمېټې ته راستون شو.

له غرمې وروسته ښاغلی ځو د پوهنې له دوو تنو پوهاندانو سره د اوسيدونکوماشومانو د مسئلې په اړه بحث وکړ.

په پنځه بجې ښاغلی ځو شيو جين د سياسی مشورتی کنفرانس د کمېټې له دروازې څخه ووت او له يوی بوخت ورځې وروسته لږ ستړی وو، خو په خندا سره يې وويل د نن په شان د رخصتي ورځ د ده لپاره ستره شتمني ده.