<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-23 18:36:39    
په چين كې د اوسيدونكو يو شمير لويديځوالو ژوند:

cri

ګرانو اوريدونكو نيكې هيلې او سلامونه نن بيا هم بهرنيان په چين كې د برخې د خپريدو وار رارسېدلى نن بيا هم د خپرونې خبريال خوشحال تايب ددغې برخې لپاره يو څه معلومات را ټول كړي چې اوريدو ته يې بلنه دركوم:

درنو اوريدونکو سلامونه،هيله ده چې له بشپړې روغتيا څخه برخمن وۍ، په نني پروګرام كې به ، د چيني ژوند له ځانګړتياو سره د يو شمير لويديځوالو څرګندونو ته غوږ شوچې له څه مودې راهيسې په چين کې ژوند کوي،له دې ډلې څخه يو تن چې له ډېرې مودې راهيسې په چين کې ژوند کوي اوس پدې بريالی شوی چې په روانه چيني ژبه خبرې وکړي، يو تن بريتانوی يعنې پاول کيندل دی،نوموړى په خندا سره وايي لمړنۍ چيني کلمه يې چې زده کړه هغه (ايه) وه،نو ته ډېره ښه وبرېښېده،ځکه دده په وينا دغه کلمه زياتره په منفي حالاتو کې استعماليږي،چې دې ته ډېره نږدې ورته کلمه په انګليسي ژبه کې هم شته چې وايي (اې يو)چې دا هم د چيني کلمې په شان زياتره په منفي حالاتو کې استعماليږي،ده وويل کله کله ځينې انګريزي کلمې باالکل ورڅخه هيرې شي،او کله خو د ځينو انګليسي کلمو د پيدا کولو لپاره له چيني ګرامر څخه ګټه اخلي،په ځانګړې توګه کله چې د ځينو شيانو مصدر جمع کوي،

پاول کيندل په چين کې د لويديځوالو د ځانګړتياوو په هکله وايي د ښځينه وو چلند پدې برخه کې بريالی ګڼم، ځكه لدې لارې څخه د چيني بازار په اړه ډير ژر څه زده کولاى شو،په ځانګړې توګه په هغه ځاي کې چې د بيو ستر بدلون پکې تر سترګو کيږي،دي وايي زياتره هغه کسان چې د سړک پر سر توکي پلوري کله چې له کوم بهرني سره مخامخ شي نو داسې هيله لري چې خپل توکي په يو څه لوړه بيه پرې وپلوري ،چې بيا پدې برخه کې زياتره ميرمنې او هغه کسان چې دچيني خلکو د ځانګړتياوو په هکله معلومات لري ژر پوهيږي چې له پلورونکي سره څه ډول چلند وکړي،

پدې هكله د هسپانيې اوسيدونكې جيسوس كيوسادا وايي ،د جامو پلورولو په كوچنۍ هټۍ كې مې له شل په سلو كې كموالي يا تخفيف څخه پرته جامې ندي پيرلي او تل چنه هم وهم،ځكه زه دا يو ناقانونه كار نه بولم، لمړى زه د توكيو د اخيستلو پر مهال له ډيرو شاوخوا هټيو او د هغو له خاوندانو څخه د بيو په اړه پوښتنې كوم، او بيا هغه پيرم جيسوس وايي كه تاسو د هسپانيې په يوه ماركيټ كې توكي پېرۍ نو له پلورونكي سره چنه وهلاى شۍ،خو هغوى هم دا تجربه لري چې له لمړي سر څخه د خپلو توكيو لپاره لوړې بيې وټاكي، كه اخيستونكى پوره تجربه ولري نو يوه مناسبه بيه به د خپلې اړتيا وړ توكي لپاره وټاكي،او که نو هغه وخت دی چې د چا خبره د پلورونکي ميره شي،او هر لوړه بيه يې چې د خپل توکي لپاره ټاکلي وي پر اخيستونکي يې پلوري، ده زياتوي اوس زه داسې فكر كوم چې په چين كې مې تجربه ډيره شوې او كله چې خپل هيواد ته ولاړه شم په ښه توګه كولاي شم چې په مناسبه توګه توكي وپيرم.

+++

د ډوډی خوړلو په اړه:

په هر هيواد کې دهغه هيواد ځينې ځانګړي خوراکونه موجود وي،دبيلګې په توګه په يو شمير هيوادنو کې سمندري خواړه ډير رواج لري خو بيا په يو شمير نورو کې سبزيو يا سبو ته ډيره پاملرنه کيږي، په يو شمير نورو کې بيا خلک غوړين او ترخه خوراکونه خوښوي، په چين کې خو بيا د چا خبره په سلګونو ډوله بيلابيل خواړه تر سترګو کيږي،ځينې کسان په خپلو کورونو کې پخلی کوي او ځينې نورو بيا ځان د رستورانتونو له خوراکونو سره عادت کړی،چې هغه هم په بيلابيلو کچو او بيو سره دي،يعنې له ډېرې ټېټې بيې يعنې دوه دريو يوانو څخه پيل بيا تر سلګونو او زرګونو پورې رسيږي،

ځينې هغه کسان چې په چين کې د ژوند د ځانګړتياوو سره غواړي ځان بلد کړي وايي دوي کله په کور دننه او کله هم له کور بهرخواړه خوري ،د استراليا اوسيدونکی ريک فريکيو هارسن وايي په دې برخه کې د چين او ددوي د هيواد تر منځ زيات توپيرونه شته هغه دا چې په چين کې د يو ډول خوراک تر څنګ ګڼې سبزی هم خوړل کيږي او په ډير لږ وخت کې به وګورې چې د هوټل کارکوونکو دخوړو د ميز سر له لويو او کوچنيو لوښو څخه ډک کړی وي او ډول ډول خواړه يې د خپل مشتري مخې ته ايښي وي،دي وايي په رستورانت کې ورته د غذا خوړل يو څه نا آرامه کوونکي دي،ځکه چې چينايان د ډوډۍ خوړلوپه وخت کې له يو ډول خاصو لرګيو چې په چيني ژبه ورته کواېزه وايي کار اخلي او دی بيا دا کوايزه په ښه توګه نشي استعمالولي،او وايي زياتره وخت کله چې هوټل ته ځي نو وريجې او وريو ته ورته خواړه ورڅخه پاتې کيږي،خو دی هيله لري چې په چين کې د ژوند کولو په موده کې دا کارونه زده کړي،

د خبرو اترو په وخت كې چينايان په ډيرې خوږه ژبه خبرې او د خپل مطلب حل كوي، تل دخپلو دوستانو له حالتونو ځان خبروي او په مناسب وخت كې ورسره د مرستې لاس اوږدوي ، پاول كينډل وايي :چينايان تل د پوښتنې كولو په وخت كې پرته له كومې ريا كارۍ او چل وله، له مقابل لوري څخه د هر څه په اړه پوښتنه کوي،د بيلګې په ډول كه چيرې كوم چينايي غواړي چې د كوم دوست د اقتصادي حالت څخه خبر شي نو پرته له كومې انديښنې ورڅخه پوښتنه كوي، تېر كال دې تنخواه يا معاش څنګه وه، او يا هم اوسنى معاش د ژوند د اړتياوو لپاره بسنه كوي كه نه؟ يا هم وايي چې خپلې ميرمنې ته دې غوږولۍ يا د سروزرو ګوته په څو واخيسته،كه په لويديځه نړۍ كې څوك دا شان پوښتنه وكړي نو مقابل لورى ښايي بې خوده شي،او كه نه خامخا به ډير بې خوند عكس العمل له ځانه وښيي،چې پدې ځاي كې د چينايانو چلند ، مينه او محبت په څرګند ډول معلوميږي چې له يو بل سره يې لري، پاول کينډل زياتوي چينايي اوسيدنکي به خپله خوږه ژبه اړوند دوست ووايي (دوشاو چين)،پاول وايي كله چې خپل هيواد ته ولاړ شم غواړم دغه شان عمل چې زموږ په هيواد كې ورته پردى ويل كيږي تر سره او پخپل ځان عملي كړم.