د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې مشر جيا چينګ لين د جون په ٢٣ نيټه په بيجينګ کی وويل ، روان کال د چين او پاکستان ترمنځ د سياسی اړيکيو د ټينګيدو له ٥٥ کاليزی سره برابر دی ، په دی هکله چين غواړی له دی فرصت څخه په استفادی سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيکی همکاری اړيکی نورې هم نژدی کړی .
ښاغلی جيا چينګ لين دغه څرګندونی د پاکستان د بشري پرمختيا د ملی کميټې له مشر نسيم اشرف سره د کتنی پر وخت وکړې .
د چين د ځلاندو چارو د ټولنی په بلنه نوموړی پاکستانی ميلمه د جون په ٢٣ نيټه بيجينګ ته راورسيد او چين ته يی په خپل يوه اونيز دوستانه سفر پيل وکړ .
د چين د ځلاندو چارو ټولنه د بی وزلۍ د له منځه وړلو په موخه د غير دولتی اقتصادی شخصيتونو په ګډون يو سازمان دی .