<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-24 14:48:40    
په اقتصادی پرمختګ کې د چين د جيانګ سو ولايت کلي

cri

چين يو لوی هېواد دی خو په کليوالو سيمو کې يې اقتصادی پرمختګ د ښارونو په پرتله وروسته پاتی دی .د چين حکومت د دغه حالت د بدلولو لپاره پلان لري چې په راتلونکيو پنځو کلونو کې په کليوالو سيمو کې د أبادی ګام څټک کړي .په وروستيو ورځو کی خبريال د چين د جيانګ سو په ولايت کې د مرکو په ترڅ کې دغه معلومات راټول کړي چې هلته بزګرانو د اقتصادی سيمو د جوړولو او د ښار ګوټيو د أبادی د چټکتيا له لاری خپلو کليوالو سيمو ته پرمختګ ور کړی دی .

د چين د جيانګ سو ولايت د شمالی برخې د ګوان نان ولسوالی د چين غوره پنبه توليدونکی اډه او د دولت په کچه ايکولوژيکی نمونوی ولسوالی ده خو سيمه ايز اقتصادی پرمختګ يی لام ورو دی .يو سيمه ايز چارواکی سون مينګ خبريال ته وويل دوديزو افکارو پر سيمه ايز اقتصادی پرمختګ منفی اغيزه کړې چې سيمه ايزو خلکو به کرنې ته په درنه سترګه او سوداګرۍ ته په سپکه سترګه کتل .په دغه ولسوالی کې غنی سرچينې موجودې دي ،نو سيمه ايز حکومت پريکړه وکړه چې د ګوان سيند د ليږد راليږد د غوره شرايطو او د انسانی سرچينې د زياتوالی په أتکا ځانګړی اقتصادی سيمه جوړه کړي .

د دغې اقتصادی سيمې د جوړولو له امله ګڼ شمير تصدۍ او پانګونې راجلب شوي او سيمه ايز اقتصادی پرمختګ او د خلکو د ژوند سويه يی لوړه شوې ده .په همدی وخت کې د دغې ولسوالی خلکو دوديز افکار هم بدل شوی دی .د دغې ولسوالی په کليوالو سيمو کې زيات بزګران دا عادت لري چې د اړتيا په وخت کې په فابريکو کې مزدوری کوي .

د څو کلونو له ابادی او سمسورتيا وروسته د ګوان نان ولسوالی په کليوالو سيمو کې اقتصاد د لازيات پرمختګ کړی دی .

د ګوان نان ولسوالی اقتصادی پرمختګ يوازی د جيانګ سو ولايت په پرمختګ کې يوه نښه ده .د جيانګ سو ولايت د هېواد په ختيځ کې پروت دی او د چين د کليوالو سميو د پرمختګ تر ټولو يوه ښه سيمه ده او پکی جغرافيايی شرايط او ترانسپورتی چارې ښې او سيندونه او بندرونه يې هم زيات دی .نو د سيمه ايزو سرچينو او د کار د قوت په کارولو سره د شرکتونو او پانګونو راجلبول د دغه ولايت په اقتصادی پرمختګ کې مهمې لارې چارې دې .

د جيانګ سو ولايت د سو جو صنعتی سيمه د چين او سينګاپور له لاسليک شوی تړون سره سم د همکارۍ يوه نړيواله پروژه ده .د دغې سيمې د ادارې د مسئول مرستيال ياو ون لی خبريال ته وويل دوی د دغې صنعتی سيمې د جوړولو په همدی وخت کې د شاوخوا ښارګوټيو د تصديو د اقتصادی جوړښت د تنظيم لارښوونه کړې چې په کليوالو سيمو کې لازياته سمسورتيا ومومي .

هغې زياته کړه په سلوکې ٩٠ بزګرانو په نويو کورونو کې اوسيږي .سيمه ايز حکومت زړو کسانو ته پيسی ور کوي ،د استخدام لپاره يې ځوان بزګران روزلی دی او په همدی وخت کې يې دوی ته د ژوند او ټولنيز ضمانت په شمول زياتو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي دي .هر کال د ماليې اداره له بی وزلو سره د مرستې پيسی هم ور کوي چې په پايله کې د دوی د ژوند اساسی اړتياوی پوره شوي دي .برسيره پر دی خبريال دا معلومات هم تر لاسه کړي چې د سوجو د صنعتی سيمې ادارې څانګې د سيمه ايزو بزګرانو لپاره د استخدام لازيات فرصت برابر کړي او د بزګرانو د پانګونې لپاره يې هڅې کړي دي .د جيانګ سو ولايت په جنوب کې د هوا سی کلی د يوه شرکت جوړولو له لاری ډير بډای او شتمن شوي دي .

اوس د هوا سی په کلی کې يولوی عمومی شرکت جوړ شوی چې پکی ٩ کوچنی شرکتونه او ٦٠ تصدۍ شاملې دي او د پلورنې ارزښت يې څه د پاسه ٣٠ مليارډه يوانو ته رسيدلی دی .

د چين د جيانګ سو ولايت په کليوالو سيمو کې د زياتو پخوانيو زراعتی ځمکو او فارمونو پر ځای اقتصادی سيمې يا صنعتی سيمې جوړې شوي دي چې په نتيجه کې د بزګرانو پخوانی عادتونه بدل او نوی ژوند يې پيل شوی دی .