د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : په افغانستان کې ائتلافی ځواکونو د جون په ٢٤مه نېټه وويل د دغه هېواد ملی پوځ او ائتلافی ځواکونو په جون ٢٣مه نېټه د افغانستان په جنوب کې په پوځی عملياتو کې ٦٥ تنه ناقانونه وسله وال کسان وژلی دی .
په دغه هېواد کې ائتلافی ځواکونو په خپلی اعلاميه کې ويلی چې دوی د اروزګان ولايت د مرکز تيرين کوت په شمال ختيځ کې د ناقانونه وسله والو کسانو د استوګنې ځای له موندلو وروسته ورسره په يوه سخته جګړه کې ونښتل چې پنځه ساعته يی دوام وکړ .په اعلاميه کې ويل شوی چې په دغه جګړه کې ٤٠ تنه وسله وال کسان وژل شوی دی . په همدې ورځ د افغاسنتان د جنوب د کندهار په ولايت کې ٢٥تنه نور ناقانونه وسله وال کسان وژل شوی دی .