<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-25 16:33:50    
د څای چين له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د تايوان د مشهورې سندرغاړې څای چين له خوا ويل شوی يو لړ ولسی سندری وړاندی کړی٠ لومړی به مونږ په ګډه د چين د مشهور موسيقی جوړونکی وانګ لو بين له خوا جوړه شوی د شمال لويديځ چين يوه خوندوره سندره واورو چی نوم ئی دی ليری ځای٠

( سندره ١ )

د چين د تايوان مشهوره سندرغاړی څای چين د تېری پيړۍ د ٧٠ لسيزی له پای راهيسې د يوې سندرې له امله مشهوره ده چی نوم يی دی ستاسی پوستوالی٠ له دی وروسته هغې د خپل ځانګړی غږ له لاری د بېلا بېلو عمرونو خلک راجلب کړي ٠ له ٢٠ کلونو راهيسی، څای چين په وار سره څه د پاسه ٤٠ البومونه خپاره کړی او څو ځله يې د ډول ډول موسيقۍ په ټاکنه کی جايزی ترلاسه کړی دی٠

په ٢٠٠٤ کال کی څای چين خپل ٤٢م البوم خپور کړ چی نوم يی د سپوږمۍ تر سپينی وړانګې لاندی دی٠ دغه البوم يو ولسی البوم دی، هغی د چين له څه د پاسه ٢٠٠ ولسی سندری څخه ١٣ سندری په دغه البوم کی د شاملولو لپاره غوره کړې٠ د ليری ځای، ياسمين او د کانګ دينګ عشقی سندری په ګډون يی د چين د نامتو ولسی سندرې د موسيقۍ له بيا جوړولو وروسته اورېدونکو ته وړاندی کړی٠ اوس به مونږ په ګډه د څای چين له خوا يوه بله ويل شوی ولسی سندره واورو چی نوم يی دی د سپوږمۍ تر سپينی وړانګې لاندی ٠

( سندره ٢)

د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د څای چين له خوا د ويل شوی د ګوانګ شی ولايت يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی ستن او تار دی٠

( سندره ٣)

ګرانو اوريدونکو ، د دغې خوندورې سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسېږی٠روغ او خوشحاله اوسئ٠