<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-25 16:36:10    
د تکامل څوکه- موږک

cri

موږک د انسانانو نه دېرش مليونه کاله دمخه تکامل کړيدی او په خپل ځان باندي د انسانانو د پېژندنې د لارښوونې له امله ځينو عالمانو د نوبيل جايزې اخيستي دي، دغه راز موږک هم د انسانانو لپاره د سرطان د له منځه وړلو لپاره خدمتونه سر ته رسولی دی٠

د عالمانو په اند په نړۍ کی پرته د انسان او انسان غوندي ميمون نه موږک د نورو ژويو په نسبت ډېر هوښيار دی او په همدی سبب لا تر اوسه پوري موږکان له نړۍ څخه له منځه نه دی تللی ٠ موږک نه يوازی د کميت او ډولونه له نظره د نورو

تی لرونکو ژويو نه زيات دی، بلکی د تی لرونکو ژويو د تکامل په سر کی راځی٠

نن ورځ په نړۍ کی د دېرشو ميلياردو په شمول دوه نيم زره ډوله موږکان شته چی دغه شمېر د انسانانو د شمېر نه پنځه چنده زيات دی٠ د ژويو د تکامل په نظر موږک د انسان نه مخکی دی ځکه چی انسان يوازی دوه دری مليونه کاله تاريخ لري، خو موږک لږ تر لږه څلويښت يا پنځوس مليونه کاله تاريخ لري٠ دوی په هر ځای کی يعنی د استوايی نه تر دوو قطبونو پوري ژوند کولي شي حتي د يونان د ويکولا په تودی چينی کی چی د تودوخي درجه يی نوی درجو ته رسيږی، د تودوخی په ضد يو ډول موږک هم لامبو وهلي شي٠ د موږک د تکثير طاقت ډېر قوي دی او هر کال عمومأ له اوو ځلو نه تر لسو ځلو پوري خپل نسل تکثيروي او په هر ځل له څلورو نه تر شپږو پوري حتي شل بچي زيږوي، دوه دري مياشتې وروسته کوچنی موږکان هم د تکثيرمودې ته رسيداي شي٠ د اټکل له مخی ، يوه موږکه په خپل ټول عمر کی دری زره اولادونه زيږوي٠ که مونږ زيات شمېر موږکان ووژنو، نو موږکان به خپل تکثير نور هم چټک کړي٠

موږکان انسانانو ته ډېر سخت خطرونه او تاوانونه رسوي، مثﻵ هر کال موږکان دوه سوه مليارده کيلو ګرامه غله جات خوري او د طاعون او تيفوس په شمول شل ډوله ساري ناروغۍ خپروي چی په تېرو زمانو کی د دغو ناروغيو په اثر په زرګونه مليونه تنه انسانان مړه شويدي٠ خو بايد دی ته اشاره وکړي شي چی موږکانو په بېلا بېلو چارو کی خپل ستر خدمتونه هم ترسره کړيدي٠ د مثال په توګه په کيهان باندي د انسانانو د تسخير، د نويو درملونو د څيړنې او جوړونې او حتي د نظامي استخباراتو او سرحدې پلټنې په ساحو کي موږکانو ته ډېره اړتيا لري، نن ورځ پوهان د موږکانو په استعمالولو سره د ايدز د ناروغۍ د علاج په څيړنې بوخت دي٠