د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې،د افغانستان ملی پوځ او په افغانستان کی ايتلافی ځواکونو د جون په پنځه ويشتمه نېټه سهار د دغه هېواد د کندهار په ولايت کی په يو پوځی فعاليت کی اته څلويښت تنه طالبان ووژل .
د دغه هېواد د جنوبې سيمې د پوځی فعاليت په مسؤل جنرال رحمت الله روفی وويل ايتلافی پوځ د کندهار ولايت د پانجوايی په سيمه کی له طالبانو سره د څلورو ساعتو لپاره شديده جګړه وکړه چې پکی يی اته څلويښت تنه طالبان ووژل او ډېری وسلې يی تر لاسه کړې.