<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-26 18:28:16    
د وروموچی د ماښامی بازار د يو دکان ښځينه خاونده

cri

د چين د لويديځې سيمې د يوې مشهورې سيلانی سيمې په توګه اوس شينجيانګ ورځ په ورځ زيات چينی او بهرنی سيلانيان راجلبوی٠ په دغه سيمه کښی سيلانيان نه يوازی پراخې صحراوې ، ښکلی او افسانوی منظرې او د زياتو قومونو ځانګړی دودونه ليدلای شی، بلکه د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خوندور خوراکونه هم خوړلای شی ٠

د شينجيانګ د وروموچی په ښار کښی د ٌ وو يی شينګ ګوانګ ٌ په نامه چې معنی يی د می د لومړنی ورځې د ستورو رڼا ده، يو ماښامی بازار شته چې پکښی د شينجيانګ د بېلا بېلو ځايونو او مختلفو قومونو ځانګړی خوندور خوراکونه راغونډيږی او ډير زيات چينی او بهرنی سيلانيان راجلبوی٠دغه ماښامی بازار په شينجيانګ کښی يو تر ټولو لوی ماښامی بازار دی او څه دپاسه پنځه سوه غرفې او دکانونه لری چه هره شپه څه نا څه شل زره تنه مشتريان هلته ورځی٠ په دغو غرفو او دکانونو کښی د ميرمن وانګ جی هوا دکان ډير شهرت لری٠

ميرمن وانګ جی هوا چه څلويښت کلنه ده، په ١٩٩٢ کال کښی بی کاره شوه او د ٌ وو يی شينګ ګوانګ ٌ په ماښامی بازار کښی يې د کبابونو په پلورلو پيل وکړ٠ هغې د هغه وخت د حالت د يادولو په بهير کښی وويل چې ٌ زه د کبابونو پلورلو په پيل کښی پر دی پوه نشومه چه د کومو کبابونو پلورل ښه وی، نو ما يوازی ساده کبابونه پلورل٠ په لومړی ورځ کښی می يوازی د يو متر په اوږدوالی او د دېرشو سانتی مترو په پلنوالی د کبابونو پخولو يو لند تنور چمتو کړ ٠ ٌ

په لومړی شپه کښی ميرمن وانګ جی هوا هيڅ ګټه نه وه ترلاسه کړې ، خو زيان يې هم نه و ليدلی٠ په دوهمه شپه هم همداسی وه ٠ خو په دريمه شپه کښی هغې د پسونو له ينو څخه زيات کبابونه پاخه او خرڅ کړل چې يو څه ګټې يې حاصله کړې٠ هغه ډيره خوشحاله وه او په ماښامی بازار کښی يې د کبابونو د پلورلو په هکله خپله اراده ټينګه کړه٠

وروسته له هغه ميرمن وانګ جی هوا د کبابونو د ډولونو زياتولواو د ډول ډول غوره مسالو د څيړلو لپاره کوششونه وکړل٠ په نتيجه کښی هغې د پسونو له ينو څخه ډيرخوندور کبابونه پاخه کړی چې د پلورلو اندازه يې کال په کال زياته شوېده٠ نو ځکه يې ٌ د پسونو د ينو د کبابونو پخولو او پلورلو د لوی لاس لرونکې ٌ لقب ترلاسه کړيدی ٠ اوس د هغې پخوانی غرفه په يو دکان بدله شوېده ٠

څرنګه چه د وانګ جی هوا لخوا پاخه شويو کبابونو ډير شهرت پيدا کړی، نو زيات مشتريان يی هم راجلب کړيدی٠ حتی ځينی اخيستونکی د هغې د خوندورو کبابونو د خوړلو لپاره په ځانګړی توګه له هغو ځايونو څخه چه له وروموچی څخه په لس ګونو کيلومتره ليری دی ماښامی بازار ته راځی ٠ ښاغلی سون سين لی خبريال ته وويل چې ٌ نن زما د يوه دوست د زيږيدنې ورځ ده، مونږ سره يوځای د خوندورو ځانګړو خوراکونو د خوړلو لپاره دغه ماښامی بازار ته راغلی يو، ځکه چه د لويو رستورانونو خوراکونه زمونږ نه خوښيږی ٠ اووه اته کلونه کيږی چه د ميرمن هوانګ جی هوا په دکان کښی د پسونو له ينو څخه پاخه شوی کبابونه خورو٠ ځکه چه دغه کبابونه ځانګړيتوب او ښه خوند لری ٠ ٌ

د دوستانو په وړانديز ميرمن وانګ جی هوا د ١٩٩٨ کال په پای کښی د پسونو له ينو څخه د پاخه شويو کبابونو لپاره د حق الانحصار غوښتنليک وړاندی کړی او د ١٩٩٩ کال په مارچ کښی يې د حق الانحصار تصديق ليک ترلاسه کړيدی٠ دا چې ځانګړی خوراک حق الانحصار ترلاسه کړی ، په شينجيانګ کښی بی ساری خبره ده ٠

اوس ميرمن وانګ جی هوا نه يوازی د خپلو کوښښونو له لاری ځان بډای کړی ، بلکه د څو تنو بی کار شويو کارګرو او ځوانو بی کارانو لپاره يی د کار فرصت برابر کړيدی٠ د ويغوری قوم يو تن ځوان محمد علی خبريال ته وويل چې ٌ څه دپاسه لس کلونه کيږی چه زه د ميرمن وانګ جی هوا په دکان کښی کار کوم٠ هغه د ژوند او کار له پلوه مونږ ته ډيره پاملرنه کوی٠ د کبابونو پخولو په برخه کښی زما مهارت هم ګام په ګام ښه شويدی٠ ډير خوشحاله يم چه ميرمن وانګ جی هوا په پوره توګه د پسونو له ينو څخه د کبابونو د پخولو چارې ما ته رازده کړېدي٠ زه غواړم چه د غې غوره لارې ته دوام او لا ښه والی ورکړم ٠ ٌ

بډای شوی وانګ جی هوا د شاوخوا ځايونو بی وزلی کسان ندی هير کړی او کله نا کله له بی کسو سپين ږيرو او سپين سرو او معيوبينو سره مادی مرستې کوی٠ هغې وويل چه له نورو سره مرسته زما د ژوند يوه برخه ده ٠

ګرانو دوستانو ، اوس له تاسو څخه يوه پوښتنه کوو چه هره شپه څومره اخيستونکی د وروموچی ٌ د وو يی شينګ ګوانګ ٌ ماښامی بازار ته ځی ؟ هيله ده چه تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړی ٠ مننه !