<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-26 18:09:10    
د چين کمونست ګوند(١)

cri
د چين کمونست ګوند د چين واکمن ګوند دی او د ٢٠٠٦ کال د جولای لومړې نېټه د دغه ګوند د رامنځته کېدو له پنځه اتيايمې کاليزې سره برابره وی. د ١٩١٩ کال په لومړنې نيمايی کې د امريکا، بريتانيا او فرانسې په شمول څو هېوادونو په پاريس کې پرېکړه وکړه چې د چين په شان دونګ ولايت کې د المان ټول امتيازونه جاپان ته ورکړی او په هغه وخت د چين د حکومت استازي دغه پرېکړه ومنله چې په پايله کې يی د دغه کال د می په څلورمه نېټه د بېجينګ د څه دپاسه لسو پوهنتونونو نژدی دری زره زده کونکي د تيان ان من په ډګر کې راغونډ او مظاهره يی وکړه. له دې وروسته د چين په زياتو ښارونو کې په پر له پسی توګه کارګرانو اعتصابونه او مظاهرې وکړې. دغه راز د چين د کارګرو طبقې په سياسی چارو کې برخه واخيستله. د می د څلورمې نېټې غورځنګ د چين د نوي ديموکراتيک انقلاب پيل و، د مارکسيزم، لنينيزم او د چين د کارګرو د غورځنګ ترمنځ يی تړاو ټينګ کړی او د چين د کمونست ګوند د رامنځته کېدو لپاره يی تياری ونيولی. له دغې پېښې وروسته مارکسيزم په چين کې په چټکه توګه خپور شو او د چين يو شمېر روښانفکرانو باور درلود چې مارکسيزم د چين د ژغورلو لپاره يوه ګټوره تيوری ده او پلان يی جوړ کړ چې د چين کمونست ګوند جوړ کړی. د ١٩٢١ کال د جولاس په درويستمه نېټه د چين د کمونست ګوند لومړنی ملی کانګرس په شانګهای ښار کې ترسره شو او له مختلفو ځايونو څخه راغلو دوولسو تنو استازيو او د ښاغلي چنګ دو شيو استازي باو هوی ځنګ او د نړيوال کمونست غورځنګ دوو استازيو پکې برخه اخيستې وه. په دغه کانګرس کې د چين د کمونست ګوند لومړی پروګرام او پرېکړه تصويب او د دغه ګوند د مشرتابه ارګان وټاکل شو. دغه کانګرس د چين د کمونست ګوند د رامنځته کېدو نښه وه. د چين کمونست ګوند د مارکسيزم او لنينيزم د چين د کارګرو له غورځنګ سره د نښلولو په اثر رامنځته شوی دی. د دغه ګوند رامنځته کېدل د چين د خلکو لپاره هيله او رڼا رامنځته کړه. د چين د کمونست ګوند د اوم ملی کانګرس د دغه ګوند لپاره يوه ډېره مهمه غونډه وه. د ١٩٤٥ کال د اپريل له درويشتمې نېټې څخه د جون تر يوولسمې نېټې پوری دغه غونډه د چين د يان ان په ښار کې تر سره شوه او ښاغلي ما ځه دونګ کپې د ائتلافی حکومت په هکله يو سياسی رپوټ خپور کړ او په دغه غونډه کې د تصويب شوی منشور له مخې د ماوځه دونګ مفکوره د چين د کمونست ګوند لاښوونکې مفکوره ګڼل شوه. د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړې نېټه د چين د پلازمېنې بېجينګ د تيان ان من په ډګر کې دری لکه تنه وګړي راغونډ شول او د چين د ولسی جمهوريت د جوړېدو په مراسمو کې يی برخه واخيستله. ولسمشر ماو ځه دونګ ټولو نړيوالو ته اعلان وکړ چې د چين د ولسی جمهوريت مرکزی حکومت په همدې ورځ رامنځته شو. دغه راز د چين په تاريخ کې يوه نوې پاڼه رامنځته شوې.