<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-26 18:54:37    
په بهرنيو هېوادونو کې دبهرنيو تصديو اخيستل د چينې تصديو د پانګونې نوی لارې چارې دې

cri

د چين د لينوو شرکت په بريالی توګه د ای بی ام په نامه شرکت د ځانګړی کمپيوټرونو چارې اخيستی خو د جونګ های يوو په نامه شرکت د امريکا د يونوکل شرکت د اخيستلو په بهير کې برياليتوب نه دی تر لاسه کړی .د دغو عملياتو له امله لازيات خلک د چين تصديو ته پاملرنه کوي .نو ولی د چين تصديو په بهرنيو هېوادونو کې د خپلې پانګونې لپاره ګامونه پورته کړي او د بهرنيو هېوادونو د بازار په وړاندی له څه ستونزو سره مخامخ شوي دي ؟د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به دچين د تصديو د پانګونې د نويو لارو چارو په باب يو څه معلومات تاسو ته وړاندی کړو.

د تېر کال په مې کې د چين د ځانګړيو کمپيوټرونو جوړونکی تصدي يا د لينوو ډلې د ای بی ام د ځانګړيو کمپيوټرونو چارو د اخيستلو لپاره يو مليارده دوه سوه پنځوس مليونه امريکايی ډالره لګولی او دغو چارو له اخيستلو وروسته يی د پلورنې کلنۍ ارزښت ١٣ ملياردو امريکايی ډالرو ته رسيدلی چې له امله يی په نړۍ کې د کمپيوټرونو د توليد دريم لوی شرکت ګرځيدلی دی .د دغو چارو د اخيستلو د يادونې په ترڅ کې د دغه شرکت د عمومی مدير مرستيال ليو شياو لين وويل

(اواز.............) زمونږ شرکت د خپل هېواد د بازار په اړه زيات معلومات لري او نښه يې په خپل هېواد کې مشهوره ده او په بازار کې يې د رانيونکو برخه زياته ده .خو په چين کې د ای بی ام بازار د رانيونکو برخه زمونږ له شرکت څخه کمه ده او دپلورنې شيکه يې په نړۍ کې غښتلی ده خو زمونږ دغه شبکه يوازی په خپل هېواد کې لويه

ده .اوس د دغو دواړو شرکتونو چارو غوره والی سره يو ځای شوي دي .

د چين د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله د چينې تصديو چارو ښه والی موندلی چې نه يوازی يې لازياتې کورنی بازارې برخې نيولې دي .بلکه د بهرنيو تصديود اخيستلو په لار کې يې ګامونه پورته کړی دی .

دچين د سوداګرۍ د وزير مرستيال چن جيان وويل چې د تېر کال له اړوندو شميرنو څخه څرګنده شوی چې په بهرنيو هېوادونو کې د بهرنيو تصديو اخيستل د چين تصديو د پانګونې مهم موخه ګرځيدلی ده .(اواز.............) په ٢٠٠٥ کال کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين مستقيمې پانګونې ٦ مليارډه ٩ سوه مليونه امريکايی ډالرو ته رسيدلی چې دغه شمير د ٢٠٠٤ کال په پرتله په سلو کې ٢٦ زيات شوی او په دی ترڅ کې يې د بهرنيو تصديو د اخيستلو او ور سره د يو ځای کولو له لارې دچين تصديو پانګونې دوه مليارډه دری سوه مليونو امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی .په بهرنيو هېوادونو کې د چين د مستقيمې پانګونې چټک پرمختګ او د بازار موندلو برخې پراخوالی نه يوازی د خپل هېواد پر اقتصادی او ټولنيز پرمختګ اغيزه کړې بلکه په نړۍ کې يې د صنعتی جوړښت د تنظم او د توليدی عواملو د ويش لپاره خدمتونه هم کړي دي .

د معلوماتو له مخې د چين اختراعاتی توان لرونکی تصدۍ مثلأ د جی تی ای ،هوا وی ،های عر ،هايسنس او لينوو شرکتونه په بهرنيو هېوادونو کې د پانګونې او همکارۍ له لاری د نړيوال کيدو ستراتيژې په پلی کولو پيل کوي.

د م م د سوداګرۍ او پرمختګ ادارې د پانګونې مشر خليل خامدانی دا نظر لري

(اواز..............) له ١٩٩٩ کال څخه تر ٢٠٠٥ کاله پوری د چين شرکتونو په بهرنيو

/هېوادونو کې لږ تر لږه د بهرنيو تصديو دوه سوه اوه اويا ځله اخيستی تر سره شوې.تير کال په پرمختلليو هېوادونو کې د چينې تصديو له خوا د دوی د لازياتو تصديو له اخيستلو څخه څرګنده شوې چې په بهرنيو هېوادونو کې دچين د پانګونې عمده موخه له مشهورو نښو ،تکنالوژۍ ،تجهيزاتو او د پرمختلليو هېوادونو له بازارونو سره تړاو لري.

البته په بهرنيو هېوادونو کې د چين تصديو له خوا د بهرنيو تصديو اخيستنه په ځينو وختونو کې له ستونزو سره مخامخ شوی ده .په ٢٠٠٥ کال کې د امريکا دسترو سياسی فشارونو په وړاندی د ځوانګ های يوو په نامه نفتی شرکت د امريکا د يونوکل د نفتو شرکت له اخيستلو څخه لاس واخيست .سږ کال د چين د لينوو شرکت په امريکا کې د خپلو چارو د پراخولو په بهير کې هم له ستونزو سره مخامخ شوي دي .د دغه شرکت د عمومی مدير مرستيال ليو شيا لين وويل چې که څه هم مونږ له زياتو سياسی ستونزو سره مخامخ شوي يو.خو د چين تصدۍ بايد له خپلو هيلو څخه لاس وانه خلي چې په نړيوالو تصديو بدلی شي.