د سين هوااژانس د خبر له مخې : په افغانستان کې ائتلافی ځواکونو د جون په ٢٥مه نېټه وويل دوی او دولتی پوځ د جون په ٢٤مه نېټه د طالبانو له وسله والو کسانو سره د دغه هېواد په جنوب د قندهار په ولايت کې سخته جګړه وکړه او د طالبانو ٤٥ تنه وسله وال کسان يې ووژل . د ائتلافی ځواکونو څخه هم دوه تنه سرتيری په جګړه کې وژل شوی دی .
په افغانستان ائتلافی ځواکونو په مطبوعاتی خبرپاڼه کې وويل د روانې مياشتی په ٢٤مه نېټه جګړې څلوره ساعتونو ته دوام درلود .
د می له دوهمی لسيزی راهيسی په افغانستان کې د ائتلافی ځواکونو او دولتی پوځ څه دپاسه يوولس زره سرتيری د دغه هېواد په جنوب کې په پوځی عملياتوبوخت دي . د روانې مياشتی په ١٥مه نېټه ائتلافی ځواکونو او دولتی پوځ د قندهار په ګډون په څلورو ولايتونو کې د پوځی عملياتونو دوهم پړاو پيل کړي . د افغانستان د ملی دفاع وزارت د شمېرنی سره سم د دوهم پړاو په عملياتو کې تر اوسه پوری د طالبانو نژدی دوه سوه تنه وسله وال کسان وژل شوی دی .