د نوی زيلاند د اتلتيک لوبغاړی سنيل که څه هم په ١٩٦٠ کال کی د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ګډون په وخت کی يوازی يوويشت کلن ؤ،خو د يوې دقيقې ٤٦ ثانيو ٣ وخت سره د اته سوه مترو ځغاستې په لوبه کی په برياليتوب سره يی نوم د نړيوالو ترمنځ مشهور شو . په ١٩٦٢ کال کی د نوی زيلاند په Christchurch ښار کی لوبغاړی سنيل په همدغه لوبه کی د ١ دقيقه او ٤٤ ثانيو دری په برياليتوب سره هغه ريکارډ مات کړ چی د بلجيم د لوبغاړی (Moens ) مونس لخوا د ٦ کلونو لپاره ساتل شوی و او موفقيت يی يوه دقيقه ٤٥ ثانيی ٧ و . نو له دی امله سنيل د اته سوه مترو ځغاستی په اړه د نوی نړيوال ريکارډ لومړی لوبغاړی شو او د نوی زيلاند د ( Christchurch ) ښار يو لوی سړک دده په نامه نومول شوی دی .
* بريتانوی اتل ( Thompson ) تامپسن
د سپټمبر په مياشت کی د روم هوا ګرمه او لنده وه چی دا د اوږد واټن ځغاسته کی لوبغاړو ته يوه ستره ازموينه او ننګونه ګڼل کيږی . بريتانوی لوبغاړی تامپسن د دغه ډول ستونزی د لری کولو په موخه په رسمی مسابقه کی له ګډون مخکی د حمام په توده او لنده کوټه کی پر تمرينونو ټينګار کاوه . نو له دی امله يی په روم کی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د نارينه د ٥٠ مترو په تلو او پنجو سره د تګ په لوبه کی خپل ځانګړی توان څرګند کړ او د سويدن
له لوبغاړی ( yanlun ) يانلون نه مخکی شو او يو طلايی مډال يی وګاټه . لوبغاړی يانلون په ١٩٤٨ کال کی د لندن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د دغی لوبی اتل و .
* يوګوسلاويا د فوټبال طلايی مډال تر لاسه کړ
د ١٩٤٨کال نه تر ١٩٥٦ کاله پوری يعنی د لندن د اولمپيک له سپورتی لوبو څخه د ملبورن تر لوبو پوری که څه هم يوګوسلاويا د فوټبال هرې پای لوبې رسيدلی وه ، خو يو طلايی مډال يی هم نه و ګټلی . په ١٩٤٨ کال کی د لندن په لوبو کی دوی له سويدن وروسته دوهم ځای ونيوه او په ١٩٥٢ او ١٩٥٦ کال کی د هلسينکی او ملبورن په دوو لوبو کی هم په جلا جلا توګه د هنګری او شوروی اتحاد لخوا مات شو او يوازی دوهم ځای يی ونيوه . خو د روم په دغو لوبو کی يوګوسلاويا يو ځل بيا خپل توان او ځواک ښکاره کړ او له دنمارک سره پای لوبه د يو په مقابل کی په دريو ګولونو سره د يوګوسلاويا په ګټه پای ته ورسيده او يوګوسلاويا بالاخره د فوټبال طلايی مډال ترلاسه کړ .
* يو طلايی مډال په سيند کی وغورځول شو
له روم څخه امريکا ته له بيرته ستنيدو وروسته يوه ورځ دسوک وهلو تورپوستی اتل محمد علی او ملګری يی له باران څخه د ځان ساتلو په موخه يو رستورانت ته ننوتل او د يوه ميز ترڅنګ کيښناستل . خو په دی وخت کی يوه سپين پوستی کوربنه ددوی خوا ته راغله او په قهر سره يی وويل : دلته مونږ ستاسو خدمت نه کوو . ښاغلی علی سمدلاسه له خپلی غاړې
ځلاند طلايی مډال راوايست او په ادبانه ډول يی وويل : پيغلی ! زه د اولمپيک د سپورتی لوبو اتل علی يم . خو د دغه رستورانت څښتن په لوړ اواز سره چيغی وهلی : ته څوک يی ؟ ته له ما سره هيڅ تړاو نه لری ، مونږ تورپوستانو ته کوم خدمت نه کوو . ښاغلی علی په رښتينی توګه په قهر شو او پر نژادی توپير د احتجاج څرګندولو لپاره يی خپل طلايی مډال د اوهايو په سيند کی وغورځاوه .