<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-27 18:31:28    
د چين مشهورلوبغاړی ليو سيانګ يو ځل بيا برياليتوبونه ترلاسه کړل

cri

ګرانو اوريدونکو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به تاسو ته يو راپور وړاندې کړو چې عنوان يې دی د چين مشهور لوبغاړي ليو سيانګ يو ځل بيا برياليتوبونه ترلاسه کړل

د چين مشهور لوبغاړی ليو سيانګ چې د اتن د المپيک دسپورتي لوبو د يو سلو لس مترو په واټن د خنډونو څخه د ځغاستې په سيالۍ کې يې د اتلوالۍ لقب ترلاسه کړ د روان کال د فبروري په مياشت کې په ناڅاپي توګه ټپي شو، د يوې مودې له درملنې او تفريح وروسته هغه بيرته خپله روغتياحاصله کړې او په سياليو کې يې ښه مهارت څرګندکړی چې د يو سلو لسو مترو په واټن له خنډونو څخه د نارينه وو ځغاستې په وروستيو دوو سياليو کې يې بيا د اتلوالي لقب ترلاسه کړی دی ، په ننني پروګرام کې به تاسي دده په باب يو راپور واوری٠

لوبغاړی ليو سيانګ يو زړه ورځوان دی ، هغه هيڅکله ستونزو ته خپل سر نه ټيټوي ، د اتن المپيک په سپورتي لوبو کې د اتلوالۍ لقب د ترلاسه کولو وروسته دده نوم په چټکۍ سره په چين کې خپورشوی او هغه هم په چين کې د مشهورو سپورتي لوبغاړو څخه ګڼل کيږي ، چينايان په تيره بيا چيني ځوانان ډېره مينه وروسره لري ، هغه په نويو سياليو کې د ګډون د تياري پر مهال د روان کال د فبروري په مياشت کې هغه په ناڅاپي توګه ټپي شو اود يوې اوږدې مودې لپاره په سپورتي ډګر کې دده صورت نه ليدل کيده ، حتی هغه مجبور و چې د ٢٠٠٦ کال د اتلاتيک د نړيوالې اتلوالۍ په سيالۍ کې هم ګډون ونه کړي کوم هم چې د روان کال د مارچ په مياشت په مسکو کې ترسره شوه ٠

د اتلاتيک په سپورتي سياليو کې د لوبغاړي ليو سيانګ د نشتوالی له امله د دغو سياليو سره د چينايانو ذوق او شوق هم کم شوی و٠ د مې په مياشت کې د ليوسيانګ مينه والو دازيري ترلاسه کړ چې ليو سيانګ سپورتي ډګر ته بيرته راستون شو، له زخم څخه د روغيدو وروسته لوبغاړي ليوسيانګ خپل ښه سپورتي مهارت ښودلی او په وار سره يې د لويو جايزو د ګټلولپاره د يوسلو لسو مترو په واټن له خنډونو څخه د نارينه وو ځغاستې په دوو لويو سياليو کې اتل شو چې د جاپان په اوساکااو د امريکې د يوګين په ښارونو کې د نړيوال اتلاتيک د ټولنې لخوا جوړې شوې وې، د يادوړ خبره دا وه چې د امريکا د يوګين په ښار کې د چين لوبغاړي ليو سيانګ په سيالۍ کې د فرانسې او امريکا پر دوو مشهورو لوبغاړولاجي دوکوري او الن جونسون باندې بري وموند ، دا لومړی ځل و چې نوموړو دريو مشهورو لوبغاړو په يوه سيالۍ کې د اتلوالۍ لقب ګاټه ، د ليو سيانګ په أند پر خپلو دوو تکړه سيالانو باندې بری موندل د خوښۍ وړ کار و ، خو د ده په أند پر خپل ځان باندې بری موندل ترټولو مهم کار دی ، په هره سيالۍ کې ترټولو لومړی کار د ذهنيت له نظره پر خپل ځان باندې برياليتوب ترلاسه کول دی ، هغه وويل ======= اواز١ ==============

زما سيالان ډېر دي ، مثلاد امريکا ، فرانسې او نورو هېوادونو لوبغاړي په سپورتي لوبو کې زما سيالان دي ، خو زما په نظر زما ډېر لوي سيال زما خپل ځان دی ، زه به کوشش وکړم چې په سيالۍ کې خپل ښه مهارت وښيم ٠

ټولو ته دا خبره معلومه ده چې د لوړې کچې لوبغاړو ترمنځ په سياليوکې د هر لوبغاړي توان ډېر مهم دی ، خو تر دې ډېرمهم کار په ذهنيت او اراده کې د لوبغاړو

ترمنځ سيالي ده، په تيرو څو کلونو کې د نړيوالو لويو سياليو د ازموينووروسته ځوان لوبغاړي ليو سيانګ ورځ په ورځ پوخ شوی دی ، هغه په هره سيالۍ کې چې يا يې ماتې خوړلې او يايې بری موندلی ارامه او شړه سينه ساتلې ده ٠ دا هم په زياتو سياليو کې د ليو سيانګ لخوا د ښه مهارت د څرګندولو يو مهم عامل دی ،

د ډايف ، پنګ پانګ او بدمينتون په پرتله اتلاتيک په سپورتي لوبو کې د چين يو غوره سپورت نه دی ، د اتلاتيک په نړيوالو لوبو کې د چين لوبغاړي دومره مشهور هم نه دي ، د چين ځوان لوبغاړي ليوسيانګ د اتن المپيک په سپورتي لوبو کې خپل غوره مهارت ښودلی او د اتلاتيک په سپورتي لوبو کې يې د چين لپاره يو د سرو زرو مډال ترلاسه کړی دی ، له دې څخه نه يوازي نړيوالې سپورتي دايرې د چين د اتلاتيک سپورتي مهارت ته نوې کتنه وکړه بلکې لوبغاړي ليو سيانګ د خپل ځان درناوي او ستاينه ترلاسه کړې ده ، د امريکا مشهور لوبغاړي الين جونسون پخوا د يوسلو لسو مترو په واټن له خنډونو څخه د نارينه ووځغاستې په لوبو کې دايمي اتل و او د څلورو ځلو لپاره يې د نړيوالې اتلوالۍ لقب ترلاسه کړي و ، ځوان لوبغاړي ليو سيانګ تل د ده درناوي کوي ، د وختونو په تيريدو سره د اتن المپيک د سپورتي لوبو څخه د تيرکال د اتلاتيک د نړيوال اتلوالۍ او د روان کال د اتلاتيک د سپورتي ټولنې د لويې جايزې د ګټلو تر سيالۍ پوري د چين ځوان لوبغاړي ليو سيانګ په زياتو سياليو کې څو څو ځله پر مشهور لوبغاړي الين جونسون باندې بری موندلی دی ، د دغه چينايي لوبغاړي د يادونې په مهال لوبغاړي الين جونسون وويل ======= اواز٢ =========== د ليو سيانګ په باب څه وايم ، هوکي هغه په سيالۍ کې ډېره چټکه منډه وهي ، ليو سيانګ لکه يو نوی ستوری ورو ورو خپل سرپورته کوي ،

په راتلونکې يوه موده کې به ليو سيانګ په ځينو نړيوالو سپورتي لوبو کې ګډون وکړي او په مداومه توګه به د مشهورو لوبغاړولکه لاجي دوکوري او الين جونسون سره سيالي وکړي ،خو د ليو سيانګ په أند په ٢٠٠٨ کال کې د بيجينګ المپيک په سپورتي لوبو کې بری موندل يو ډېر مهم کار دی ، د چين د اتلاتيک د سپورتي ټيم عمومي روزونکي ښاغلي فنګ شو يونګ د ليو سيانګ پر راتلونکي پوره باور لري ، هغه وويل ====== اواز٣ ======= زه باور لرم چې په سپورتي لوبو کې ليو سيانګ ستر پټ ځواک لري ، خو هغه په زياتو برخوکې خپل ځان پياوړی کولای شي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځايه پاي ته ورسيد ارام او خوشاله اوسۍ ٠