<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-27 18:22:21    
١١٤ کلنه ُ سپين سرې سندر غاړې ٌ ما چياو جي

cri

ګرانو اوريدونکو ، دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چه د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی . د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د هه نان ولايت د لو يانګ په ښار د ١١٤ کلنۍ ٌسپين سرې سندر غاړې ٌ ما چياو جي په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

د چين د هه نان ولايت د لو يانګ ښار د يی يانګ په ولسوالی کې يوه مشهوره سپين سرې شته چې عمر يی ١١٤ کاله دی . د دغې بوډۍ د حافظې قوه ډيره غښتلې ده چې لا تر اوسه پوری څه دپاسه سل ولسي سندرې ويلی شي او له دې امله يي د خپلې ولسوالۍ په شا و خوا سيمه کې د سپين سرې سندر غاړې په نامه شهرت موندلی دی .

ما چياو جي د يی يانګ د ولسوالی د بای يانګ علاقه داری د بای يانګ کلی په يوه بی وزلی کورنۍ کی زېږېدلی چې دری لوڼې او يو زوی لری چې مشره لور يی سږ کال ٨٦ کلنه او کشر زوی يی ٦٦ کلن دی . د ما چياو جي په لويه کورنۍ کې دری اويا تنه غړي شته .

که څه هم انا ما چياو جي د کوچنيتوب په موده کې د بی وزلۍ له امله په ښوونځی کې شامله نه شوه ، خو دا ډېره هوښياره او د قوی حافظې درلودونکی ده . نو انا ما لا تر اوسه څه دپاسه سل ولسي سندرې ويلی شي چې ټولې يي له مور څخه زده کړيدي . د ماشومتوب په وخت کې يي يوه سمندره دوه ځله واوريده ،

نو ښه به يی يادوله . د دغو سندرو محتويات ډير په زړه پوری او سالم دی . انا ما په ديرش او يا څلويښت دقيقو کې په مسلسله توګه د دغو سندرو شعرونه ويلی شی .

د ٢٠٠٦ کال له پسرلني اختر وروسته د يی يانګ ولسوالی د ولسي کلتوری ميراثونو د ساتنې ګروپ کارکوونکي د انا ما لخوا د ويل شويو سندرو د ثبتولو لپاره د ما چياو جي کور ته ورغي چه د چين د ولسي کلتور او هنر د وارثې نوم د اخيستلو غوښتنليک د هيواد اړوندې څانګې ته وړاندي کړي .

د انا ما په وينا دې په لومړي سر کې يوازی د ساعت تېری په موخه سندرې ويلې ، خو د شا و خوا کليوال ددې لخوا له ويل شويو سندرو سره مينه لری او يو شمير ځوانانو د هغې سندرې ثبتې کړي چه په پايله کې په کلی کې ددې مينه وال ډېر شوی دي او زيات شمير کليوال يی ځينې سندرې هم ويلی شی .

د روغتيا د ساتلو د لارو چارو د يادونې په ترڅ کې د سپين سرې ما کورنۍ غړو وويل : انا ما ډيره مهربانه ده او ښه خوی لری . که څه هم د کوچنيتوب په وخت کی يی کورنۍ ډېره بی وزلې وه ، خو دې هميشه تر خپلې وسې پوری له نورو لا بی وزلو کسانو سره مرسته کړې او کوي يي . په ١٩٩٩ کال کې د بای يانګ علاقه دارۍ حکومت غوښتل چې يو ښوونځی جوړ کړي . د دغه خبر له اوريدلو وروسته انا ما سل يوانه بسپنه وکړه . که څه هم پيسی کمې دی ، خو دا ددې هيله وه . هغې وويل : مونږ بايد ماشومانو ته د زده کړې ښه زمينه برابره کړو . په عادی ژوند کی انا ما خپلو خوراکونو ته ډيره پاملرنه کوی چې يوازي سبزي خوري او کله کله ورزش کوي ، نو په ناروغی نه اخته کيږی .

د انا ما په وينا ، ددې يو کاکا د يو سل او څلورو کالو په عمر له دنيا څخه لاړ

او ددې کشره خور چه يو سل او دوه کلنه ده ، لا هم ښه ژوند لری . د مرکې د پاي ته رسيدو نه دمخه اناما په خوشحالۍ سره وويل چه اوس مې ژوند ښه شويدی ، په کلي کې د ماشومانو د زده کړې او د کليوالو د ناروغيو د درملنې لګښتونه وړيا دي . دغه راز له روان کال څخه مونږ د هغو کسانو لپاره د حکومت لخوا د جوړې شوي تګلارې څخه ګټې اخلو چه د کار توان نه لری . زما اولادونه زما ډير درناوي کوي . د مرکې په پاي کې انا ما په بي اختياره يوه ولسي سندره وويله چه شعر يي دا دی _ د ښو حاصلاتو په حال کې د وګړو ژوند ښه کيږي ، د ښه اقليم له امله ټولنه کال په کال ارامه کيږي .