د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د افغانستان ملی پوځ د جون په اوه ويشتمه نېټه وويل ملی ځواکونو د جون په شپږويشتمه نېټه د دغه هېواد په جنوب کی له وسلوالو طالبانو سره څو جګړې وکړې چې شل تنه طالبان پکی ووژل شول.
د افغانستان په جنوب کی د پوځی عملياتو مسئول جنرال روفی وويل طالبانو د جون په شپږويشتمه نېټه د زابل په ولايت کی د ملی پوځ پر يو کاروان بريد وکړ چی پکی دوه تنه حکومتی سرتيری مړه شوی . له دې وروسته ملی پوځ په دغه سيمه کی پوځی عمليات وکړل چی په پايله کی يی يولس تنه طالبان ووژل.
بله جګړه د هلمند په ولايت کی رامنځته شوی چی پکی اته تنه طالبان او دوه حکومتی سرتيری مړه شوی دی.
د جون په شپږويشتمه نېټه طالبانو د غزنی په ولايت کی د ملی پوځ پر يو موټر بريد وکړ چی پدی بريد کی هم يو تن طالب وژل شوی دی.