د سين هوااژانس د خبر له مخې : د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کوندوليزه رايس د جون په ٢٧او ٢٨مه نېټه پاکستان ته سفر وکړ او د سفر په ترڅ کې يی د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خورشيد قهوری سره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزی په ګډون د ځينو مسئلو په هکله خبرې اترې وکړې .
له خبرو اترو وروسته په ګډه مطبوعاتی غونډه کې قصوری وويل پاکستان به د ده هېواد او افغانستان تر منځ پولی او نژدی سيمی ته نور لس زره تنه سرتيری وروليږدوي چې د طالبانو د وسله والو کسانو او د القاعدی سازمان د پاتی ځواکونو له خوا په سرحدی سيمو کې د ترهګرۍ د فعاليتونو مخه ونيسي .وزيرې رايس وويل امريکا له ترهګرۍ سره د مبارزی په برخه کې د پاکستان د حکومت کوښښونه مني ، خو د طالبانو د وسله والو کسانو او د القاعدی سازمان د پاتی قواوو د له منځه وړلو لپاره پاکستان ، افغانستان او امريکا بايد ګډ فعاليتونه تر سره کړي .