<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-28 17:19:31    
بايد پريږدي چه له نشه يي توکيوڅخه خلاص شوي کسان بيرته ټولنې ته لاړ شي

cri

هر کال د جون شپږ ويشتمه نيټه د نشه يي توکيو د مخنيوي د نړيوالې ورځې سره برابره ده ٠ ټولو ته معلومه ده چه نشه يي توکيي د ټولنې او انسانانو له پاره سخت زيانمن دي ٠ د نشه يي توکيو د عادت د پريښودل له شيطان سره يوه سخته مبارزه ګڼل کيږي ٠ د چين په جنوب لويديځه سيمه کې د يون نان ولايت د کون مين په ښار کې پر نشه يي توکيو د روږديو کسانو د عادت د اجباري پريښودلو يو مرکز شته چه په چين کې يو لوي مرکز ګڼل کيږي ٠ دغه مرکز د ١٩٨٩ کال په دسمبر کې جوړ شوي دي ٠ هر کال څه د نشه يي توکليو څه د پاسه شپږ زره روږدي کسان مني چه کسان بيا په دريو برخو ويشل کيږي چه ځيني يي د نشه يي توکيو په څکلو روږدي دي ، تر اجباري پريښودلو او علاج لاندې دي ، ځيني يي د بيا رغونې تر ساتنې لاندې او ځيني يي په خپله خوښه د اعتياد د پريښودلو تر علاج او روزنې لاندي دي ٠

د څه د پاسه لسو کلونو د کوششونو او پرمختګ له لارې د کون مينک په دغه مرکز کې د نشه يي توکيو د پري کولو په هکله دري مرحله ايز اغزمن علاجونه تر سره شوي يعني د درملو ، د تصور ذهن او د کارولو له پلوه پر نشه يي توکيو روږديتوب له منځه يوسي چه د نړيوالې ټولنې له خوا يي پيژندنه شوې ده ٠

د کون مين د نوموړي مرکز مهمه موخه دا ده چه د نشه يي توکيو له اعتياد څخه بچ شوي کسان د کارولو مهارت هم تر لاسه کړي چه په ټولنه کې ژوند وکولي شي ٠ لنډه دا چه د مرکز کار بيرته ټولنې ته د نوموړو کسانو د راتګ له پاره تياري نيول دي ٠ د دغه مرکز د مشر مرستيال نيو ځان ګوان وويل چه په دي مرکز کې تر علاج لاندې ډير کسان ځانګړي مهارت لري ، مثلا ځيني سندرې او نڅا کولي شي ، ځيني د کرلو ، کرنيزې روزنې او نورو برخو کې ډيره تکړه دي ٠ د دغو حالتونو سره سم دغه مرکز بيلا بيل مهارت لرونکي کسان راغونډ کړي او دوي يي تر مسلکي روزنې لاندې نيولي دي چه له دې لارې په ټولنه کې د مهارتونو په واسطه کار و کولي شي ٠

اوس په ټولنه کې د زياتو خلکو په منځ کې د نشه يي توکيو په هکله د اړوندو معلوماتو د کمښت له امله د نوموړو کسانو په پرتله د تبعض حالت لا هم موجود دي چه له امله يي د هغو کسانو له پاره چه تازه د نشه يي توکيو له عادت څخه خلاص شوي ، په زړه کې د ځان ټيټ ګڼلو احساسات لا سخت شوي دي ٠ د دغه حالت د مخنيوي له پاره دغه مرکز په ځانګړي ډول د نوموړو کسانو او د دوي د خپلوانو ترمنځ د اړيکو او خبرو له پاره يو لوي سالون هم جوړ کړ او د اوسيدونکي سيمې د کميټې په همکارۍ يي د نوموړو کسانو له خپلوانو سره اړيکې ټينګې کړي چه له دي لارې به په تولڼه کې د دوي په وړاندي د رامنځته کيدونکو احتمالي ستونزو د ليري کولو له پاره له دوي سره مرستې وکړي ٠ پيغلې وانګ چه پخوا په دي مرکز کې د نشه يي توکيو د اعتياد د پريښودلو علاج او روزنه منلي وه ، خبريال ته وويل چه پخوا ما نشه يي توکي څکول ، نو خپلوانو او ګاونډيانو ټولو به ما ته په سپکه سترګه وکتل ، خو په دغه مرکز کې له علاج او روزنې وروسته او په ټولنه کې د کارکولو له پيل راهيسي ما له زياتو خلکو څخه پاملرنه تر لاسه کړې ده ٠ نه يوازي زما د کورني غړي بلکي ډير دوستان ټول غواړي چه له ما سره خبرې وکړي ، دوي ما ته ډيره پاملرنه کوي چه له امله يي د ژوند په وړاندي زما باور هم پياوړي شوي دي ٠ له ١٩٨٩ کال تر اوسه پوري د کون مين په دغه مرکز کې څه د پاسه اويا زره تنه روږدي کسان منل شوي چه له دوي څخه ډير لوړ عمر درلودونکي يي نهه شپيته کلن دي او ډير وړوکي يي يوازي يوولس کلن دي ٠ اوس يي زياترې برخې د علاج او روزنې وروسته په بريالي توګه د نشه يي توکيو د څکولو له اعتياد څخه ځان ليري کړي او په ټولنه کې په کارونو لګيا دي ٠ د کون مين ښار د جين بي په اوسيدونکي سيمه کې يو ويښتان جوړونکي دکان شته دکاندارې پيغله جيان پخوا د کون مين په نوموړي مرکز کې تر علاج او روزنې لاندې وه ، اوس هغې يو ثابت کار لري ٠ هغې خبريال ته وويل په خپله بايد خپله لاره ووهي ٠ پخوا زما له پاره هيځ دغسي عادي ژوند نه و ، اوس زما ژوند ډير ښه دي ، زړه مي روښانه او په ژوند کې مي باور هم مخ په پياوړي کيدو دي ٠