<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-28 17:24:07    
بطری موټر

cri

د انرژۍ د کمښت او د چاپيريال د ساتنې له امله نن ور ځ د چين په ښارونو کې عمومي بسونه د تيلو په ځاي بطری کاروي . له دې امله چه په دې وروستيو ورځو کې د پطرول بيه يو وار بيا اوچته شوې ، د شمال ختيځ چين د شن يانګ يو ښاروال چه جانګ ړوي نوميږي او شخصی موټر لری ، خبريال ته وويل له وروستيو څو مياشتو راهيسې د پطرول بيه په پر له پسې ډول لوړه شوې ده ، نو هره مياشت زما لګښت زياتيږي ، خو له بلې خوا د تيلو د سوځيدو له امله چاپيريال ته هم ککړتيا رسيږي ،ښه به دا وي چه موټر تيل نه استعمال نه کړي . د ښاغلي جانګ دغه نيت خوشی نيت نه دی ځکه د تيلو په ځاي بطري موټرونه تر استفادې لاندي راغلي دي. د تيري پيړۍ په نهمه لسيزه کې د بطري موټر څيړنه پيل شوه او اوس د چين لخوا جوړ شوي ډول ډول بطري موټرونه کارول کيږي . د معلوماتو له مخې دغه موټرونه په دريو ډولونو ويشل کيږي لومړي بالکل د بطري په وسيله ، دوهم هم په بطري او هم په تيلو او دريم د هيدروجين لخوا د توليد شوي بريښنا په وسيله حرکت کولی شي . د بيجينګ د انجنيرۍ پوهنتون استاذې أغلې هان که چه د بطري موټر د څيړنې او جوړونې په کارونو کې برخه لری ، خبريال ته وويل هغه عمومی بس چه ددې د پوهنتون لخوا د څيړنې له لارې جوړ شوی دی ، پخواني عمومي بس ته ورته دی او يوازني توپير يي دا دی چه بطري کاروي او دغه ډول بطري چارج کيږي او د يو ځل چارج نه وروسته بطري موټر له يو سلو پنځوسو څخه تر دريو سوو کيلومترو پورې لاره وهلي شي . خبريال د عمومي بس د دريدو په ډګر کې وليدل چه له لسو نه زيات بطري

موټرونه قطار په قطار دريدلي دي . د بس د چلونکي په وينا دغه ډول بطري بس ښه کيفيت لری او د خوځيدو په مهال ډير أرام او صاف دی او د حرکت په بهير کې دننه په بس کې د تيلو بوي هم نشته .

اوس دغه ډول بطري بسونه د بيجينګ نه پرته په نورو ښارونو کې هم په کار لويدلي دي او د ښار د چاپيريال د ښه والي لپاره ډير ګټور دي .خو لويه نيمګړتيا يي دا ده چه د حرکت سرعت چټک نه دی . پوښتنه دا ده چه هغه موټر توليديداي شي چه سرعت يي هم چټک دی او تيل و نه کاروي ؟ ځواب يي هو دی ، دغه ډو ل ياد شوي موټر دويم موټر دی چه هم په بطري او هم په تيلو حرکت کوي يعني دوه مخانيکي نظامونه لری ، يو يي د تيلو د کارولو انجن دی او بل يي بطرۍ .

دلته پوښتنه دا ده چه د دوو مخانيکي نظامونو کارول چلونکي ته ستونزی نه رامنځته کوي ؟ د چين د دونګ فونګ د موټر توليدولو شرکت يو شمير دغه ډول موټر توليدکړيدی . د دغه شرکت چاروواکي شه يون وويل چه د دوو نظامونو کارول موټروان ته هيڅ تکليف نه رسوي ځکه د مخانيکي نظامونو د بدلولو په وخت کې چلونکي هيڅ احساس نه لری يوازني توپير يي دا دی چه د موټر د حرکت په بهير کې د مخانيکي نظامونو د څارنې او کنترول لپاره يوه پرده نصبه شويده ، نو د چلولو لارې چارې ډيرې اسانه دي .

د شه يونګ په وينا دغه ډول موټر عمومأ په اتوماتيک ډول چلول کيږي . د موټر د چټک پرمختګ په وخت کې په موټر کې د تيل انجن او الکترونيکي موتور په يووخت کارول کيږي چه سرعت به يي نور چټک شي او کله يي چه سرعت ورو وی ،

موټر يوازي په الکترونيکي موتور حرکت کوي او چاپيريال ته هيڅ ککړتيا نه رسوي چه دغه ډول موټر د ښار په ګڼه ګوڼه لاره ُډير مساعد دی .

خو د کارپوهانو په اند د ياد شوي موټر کارول چاپيريال ته د موټر لخوا د رامنځته شوي ککړتيا په پوره توګه نشي له منځه وړلی . که څه هم بطري موټر د حرکت په وخت کې کمه ککړتيا رامنځته کوي ، خو لا تر اوسه دا لاره لا په ښه توګه نده پيدا شوې چه استعمال شوي بطري څنګه بيا استعماليږي. نو د چين ساينسپوهان او کارپوهان په دې هڅه کې دي چه په موټر کې نور نوي د سونګ مواد کارول شي . اوس ډير ښه د سوانګ مواد هيدروجن دی . د معلوماتو له مخې بطری ددغې تکنولوژۍ کلي ده يعني د بطري له لارې هيدروژن په بريښنا بدل شي .

په راتلونکي وخت کې به د اړوندې تکنولوژۍ د نوښت سره سم په چين کې بطري موټرونه مروج شي . د ټاکل شوي پلان له مخې په دوه زره اتم کال د اولمپيک د سپورتي لوبو په موده کې به په بيجينګ کې ټول عمومي بسونه د تيل پر

ځاي بطري وکاروي .