<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-28 17:29:26    
د مينې او مهربانۍ څخه يو ډک زده کوونکی هونګ جان خوي

cri

قدرمنو دوستانو په چين کې زياتې زړه راپارونکي کيسې اوريدل کيږي ، د مينې او مهربانۍ څخه د ډک زړه زده کوونکي هونګ جان خوي په باب کيسه له دغو کيسو څخه يوه ده ،

زده کوونکی هونګ جان خوي اوس د چين د خونان ولايت د خواي خواپوهنځي يومعمولي زده کوونکی دی ،په دې وروستيو وختونو کې دده په اړه کيسه په ټول چين کې خپره شوې ، په تيره بيا د ده اودده د خور په اړوند کيسه د چين په ځوانانو کې د تاوده ټکي په توګه ياديږي ٠ اوس مونږ ددوي په اړه کيسه تاسو ته وړاندې کوو٠

په ١٩٨٢ کال کې هونګ جان خوي د چين د خه نان ولايت د هونګ جوانګ په نامه کلي کې زيږيدلی و ، د دوولس کلنۍ مخکې هونګ جان خوي د نورو هلکانو په شان په نيکمرغۍ سره ژوندکاوه ، که څه هم د ده کورني شتمنه نه وه ، خو په کور کې پلار ، مور ، کشر ورور او خور سره يوځای په هوساينې سره شپې ورځې تيرولې ،خو١٩٩٤ کال د اګيست په يوه ورځ د هونګ جان خوي کشره خور په يوه ناڅاپه پيښه کې مړه شوه ٠

د ١٩٩٤ کال په پاي کې د هونګ جان خوي پلار له کوره بهر يو نوی زيږول شوي ماشومه کور ته راوړه ، دا يوه غورځول شوې ماشومه وه او ورسره يو کاغذ و او ورباندې ليکل شوي چې داماشومه د ١٩٩٤ کال د اګيست په اتلسمه نېټه وزيږيدله او پري نوم نه دی ښودل شوی ، که څوک په مهربانۍ سره دا ماشومه ومني لور به يې شي ٠

د هونګ جان خوي کورنۍ هم يوه بيوزلې او ژوند يې دومره ښه نه و او دومره پيسې يې نه درلودې چې دا ماشومه وروزي ، د شپې په مهال مور هونګ جان خوي ته وويل چې زويه ، ته دا ماشومه کوم شتمن کورته يوسه چې ويې روزي ، کوچني هونګ جان خوي مجبورو چې ماشومه په خپله غيږي کې ونيسي او له کوره ووت، خو له نيمې لارې هغه بيرته خپل کور ته راغی او په ژړا سره يې خپل پلار و مور ته وويل دا ماشومه زما د کشرې خور په شان ده ، تاسی هغه نه غواړي ، زه به يې وروزم ٠ ده پر دې ماشومې باندې د هونګ څن څن نوم کيښود، د هونګ جان خوي پلار اصلا يو عصبي ناروغ و او مور يې د بيوزلۍ او غربت له امله له کورڅخه ووته او پته يې معلومه نه شوه ، په کور کې يوازې پلار، کشرورور ، ماشومه او دی پاتي وو ، ديارلس کلن هونګ جان خوي مجبور و چې دکورنۍ د خاوند دنده په غاړه واخلي ،

په ٢٠٠٢ کال کې د هونګ جان خوي کشر ورور هم د کار لپاره له کورڅخه ولاړاو پلار يې بيا ناروغه شو، کوچني هونګ جان خوي به له يوې خوا په منځني ښوونځي کې درس لوست او له بلې خوابه يې د پلار د درملنې او د کشرې خور هونګ څن څن د روزنې لپاره کوشش کاوه ، دی په ښوونځي کې يو ښه زده کوونکی و او د ٢٠٠٣ کال د جولاي په مياشت کې د رسمي ازموينې له لارې د خونان ولايت د خوای خوا په نامه د يوه پوهنځي لخوا ومنل شو او هغه ته د لوړې زده کړې د سرته رسولو لپاره فرصت برابرشو، خو د غربت او بيوزلۍ له امله پنځه زره يوانه د زده کړې لګښت د هونګ جان خوي په هکله يوه لويه ستونزه وه ،په دوبنۍ رخصتۍ کې هغه په يوه فابريکه کې يو کار پيداکړ او دکار له لارې يې يوزر پنځه سوه يوانه پيسې ترلاسه کړې ، خو دغو پيسو د زده کړو له لګښت سره ډېر واټن درلود ، د زده کړې د لګښت د پوره کولو لپاره هغه د پوهنځي په چوکاټ کې ځيني وړوکي توکي پلورلي وو،کله چي دده او د ده دکشرې خور هونګ څن څن په اړونده کسيه يې په دغه پوهنځي کې خپره شوه ، د پوهنځي زده کوونکوپه درناوي ورته وکتل او د پوهنځي چارواکو يې هم د ده د زده کړې لګښت معاف کړ، ورپسي هونګ جان خوي د پوهنځي له چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې کشرې خور ته يې يوه کوټه ورکړي ترڅو دی وکولای شي چې له هغې څارنه وکړي ، د پوهنځي چارواکو دده غوښتنه ومنله ، هونګ جان خوي له خپل کور څخه کشره خورراوستله او د زده کړې لپاره يې د پوهنځي په شاوخوا يو لومړي ښوونځي وګمارله ، نو له هغه وخته راهيسي هونګ جان خوي په پوهنځي کې زده کړه کوي او خور يې په لومړي ښوونځي کې درس لولي ، د ٢٠٠٥ کال د جولاي په مياشت دوبني رخصتۍ کې هونګ جان خوي بيرته خپل کور ته ولاړ او ويې ليدل چې پلار يې بيرته خپله روغتيا حاصله کړې او مور يې هم بيرته کور ته راغلې ، ټوله کورنۍ خوشاله شوه ، هونګ جان خوي وويل ستونزمنې شپې ورځې تيرې شوې ، زه له خپل سخت تيروخت څخه په دې پوه شوم چې که يو کس د ستونزو په وړاندې خپل سر ټيټ نه کړي او په ټينګه ملا ودريږي ، نو هغه به خامخاټولې ستونزې له منځه يوسي ، زه اراده لرم چې خپله کشره خور له ځان سره لويه کړم او په راتلونکي کې به هغه هم په پوهنتون کې شامله کړم ٠