د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزيوې رائيس د جون په اته ويشتمه نېټه افغانستان ته ورسيده او له ولسمشر حامد کرزی سره يی خبرې اترې وکړې. له خبرو اترو وروسته رائيس وويل امريکا به په پر له پسی توګه د ترهګرۍ پر ضد د افغانستان د مقابلې ملاتړ وکړي.
رائيس وويل امريکا په افغانستان کی په وروستيو ورځو کی د زور زياتيو فعاليتونو ته ډېره توجه کوی او په دغه هېواد کی به د امريکا پوځ د ترهګرۍ پر ضد له مقابلې څخه لاس وانه خلی او له دغه هېواد څخه به و نه وځی. نوموړی دا هم وويل که څه هم اوس په افغانستان کی د زور زياتيو فعاليتونه زيات شوی دي، خو د ديموکراسی بهير په پر له پسی توګه پرمختګ مومی.
حامد کرزی وويل د افغانستان حکومت به تر خپلی وسی پوری د ترهګرۍ، د مخدره موادو قاچاق او فساد پر ضد مقابله وکړي.