<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-29 18:02:24    
د سی چوان په ولايت کې د خوندورو خوړو په هکله معلومات

cri

د چين په لويديځ د سی چوان په ولايت کې پر نامتو غرونو سربيره سيلانيان د خوندورو خوړو په هکله هم ډيرې ژورې خاطرې لري . د سی چوان ولايت خواړه د چين د مشهورو خوړو له اتو ډولونو څخه دي او د څه دپاسه دوه زره کلن تاريخ لری . چين ته د سفر په نننې پروګرام کې به تاسو ته د سی چوان ولايت د خوراکونو په هکله څه معلومات درکړو .

د سی چوان د خوراکونو په پخولو کې رنګ ، خوشبويي او خوند ډير مهم ښکاری په تيره بيا پکې دا ځانګړتيا چې په خواړو کې مرچ او فلفل زيات استعماليږي ډير ليدل کيږي . څرنګه چې دغه ولايت په يو ټيټ ځای کې پروت دی او هوا يی لنده ده ، نو ځکه خلک د لندوالی د له منځه وړلو په تکل زيات مرچ خوري . ښاغلی ليو هوای چون په يوه ستوري لرونکی رستورانت کې پخوونکی يا أشپز دی ، هغه خبريال ته د سچوان د خوراکونو په هکله معلومات ورکړل او وئی ويل ___اواز___

د سی چوان خواړه ډير خوندور دي او په کې ډير مرچ او فلفل شته . ويلی شي چې د سی چوان خواړه د چين د اتو ډولونو خوړو په لړ کې لومړی ځای نيسي او زيات خواړه يې نامتو او د خلکو خوښ دی .

تر اوسه پوری په سی چوان کې څه دپاسه څلور زره ډوله خواړه ليدل کيږي . که چيری يو ميز د سی چوان له خوړو څخه ډک وي ، ډولونه به يی يو شان نه وي . د سی چوان د خوراکونو په پخولو کې پخوونکی رنګ ، خوشبويی او خوند ته ډير پام کوي ، په تيره بيا خوند تر نورو ډير مهم ښکاري ، د سی چوان په خوراک کې مالګين ، تريو ، خواږه او تند خوندونه شته ، د دغو خوندونو په وسيله راز راز خوندور خوراکونه

پخيدای شي .

ګرانو دوستانو که چيری تاسی د سی چوان ولايت مرکز چنګ دو ښار ته سفر وکړئ ، بايد د څای ګن شيانګ او د بای دي چنګ په نامه ځينو نامتو رستورانونو ته ولاړ شي او د سی چوان رښتينی خواړه وخورئ ! په حقيقت کې د چين په بيلا بيلو ځايونو کې د سی چوان خوندوره خواړه خوړل کيږي . د بيلګې په توګه د هېواد د پلازمينی بيجينګ په بيلا بيلو ګوټونو کې د سی چوان خواړه رستورانتونه پيدا کيږي . د سی چوان د خوړو پخوونکي هم د بيلا بيلو ځايونو د خلکو له عادت او خوښۍ سره سم د سی چوان د خوراکونو خوند بدلوی . په يوه رستورانت کې د سی چوان د خوړو پخوونکی يا أشپز ښاغلی ليو هوای چون وويل ___اواز___

اوس د چين په بيلا بيلو ښارونو کې د سی چوان خوراکونه د نورو خوړو په پرتله ډير تود بازار لری . د سی چوان د خوراکونو بيلا يبل رستورانتونه خپل ځانګړی سبک لری او له دغو خوړو کې د سی چوان کلتور څرګنديږي . د سی چوان خواړه په بيلا بيلو ځايونو کې ښه بازار لری او د بيلا بيلو ځايونو د خلکو د خوښی سره سم خوندور خواړه برابرولای شي .

لکه څنګه چې ښاغلی ليو هوای چون وويل ، د سی چوان خوراک د چين په بيلا بيلو ښارونو کې ډير خلک راجلبوي . که څه هم په دغه خوراک کې زيات مرچ او فلفل استعماليږي ، خو ډير زيات کسان له دغه ډول خوراک سره مينه لری حتی ځينی خلک غواړی چې هره ورځ دغه خواړه وخوری . د سی چوان د خوراکونو مينه وال ښاغلی جو يی هو وويل ___اواز___

کله چې ما په رستورانت کې د لومړی ځل لپاره د سی چوان خوندور خواړه وخوړل چې په کې ډير زيات مرچ او فلفل استعمال شوی وی ، سمدستی مې د دې خوړو سره مينه

پيدا کړه . له هغه وخت راهيسی زه تل د سی چوان خواړه خورم او زما له نظره د

سی چوان خواړه زما د طبعې سره برابره ده .

د چينايانو د ژوند د سويی په لوړتيا سره د سی چوان د خوړو د غوښتونکيو غوښتنه هم لوړه شوی ، نو د سی چوان خوړو نوی بڼه رامنځته شوی ده . د چوان چوان شيانګ په نامه د سی چوان يو ډول نوی خوراک د بيجينګ د ځوانانو مينه تر لاسه کړيده . دغه خوراک د بانکس سيخونو په وسيله مرخېړيو او کچالو په ګډون سابه او غوښه يو له بل سره تړل کيږي او وروسته په هغه ميسي ديګ کې اچول کيږي چې په کې جوشی اوبه ، د مرچ او فلفل په ګډون زياتی مسالی شته . سابه او غوښه د څو دقيقو له پخولو وروسته خوړل کيږي . زيات شمير ځوانان له دغه ډول خوراک سره ډيره مينه لری .