<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-30 16:32:11    
د بشپړې روغتيا ساتلو لپاره بايد د سګريټ څکولو عادت پرښودل شی

cri

ګرانو اوريدونکيو ، السلام عليکم ! له يو لړ علمی څيړنو سره سم د تمباکو او سګريټونو له سوځيدو څخه څه د پاسه ٤ زره ډوله ضررناک موادرامنځ ته کيږی او ښايی د سرطان ، زړه ، وينو رګونو او هډوکيو د ناروغيو سبب وګرځی . نن سبا هر کال په ټوله نړۍ کی نژدی ٥ مليون تنه د هغو ناروغيو له امله مری چی له تمباکو او سګريټو سره تړاو لری . نو له دی امله د سګريټو په څکولو زيات شمير اخته کسان که څه هم د خپل دغه عادت د پريښودلو نيت لری ، خو په حقيقت کی يوازی لږ شمير خلکو په بريالی ډول د سګريټ څکولو عادت پريښی دی . د پروګرام په دی کړۍ کی به له تاسو سره د سګريټ څکولو عادت د پريښودلو په اړه څه وغږيږو .

اوس په نړۍکی ټول يو مليارد او سل مليون وګړی د سګريټ په څکولو اخته دي چی نيمه برخه يی د دغه ناوړه عادت د پريښودلو هيله لری . نو د دغو کسانو لپاره تر ټولو مهمه خبره څه ده ؟ د چين د ناروغيو د کنترول او مخنيوۍ مرکز مرستيال او د عامې روغتيا مشهورې کارپوهې ميرمن يانګ ګونګ هوان په دی هکله وويل ،

هر څوک چی د سګريټ څکولو د عادت پريښودل غواړی ، لومړی بايد ټينګه اراده او هوډ ولری او په همدی وخت کی دغه هوډ د خپلی کورنی د غړيو او نورو ملګرو د ملاتړ په چارو بدل کړی . دغه راز که په ټوله ټولنه کی ددوی د موخی ترسره کولو لپاره ګټوره فضا رامنځ ته کيږی ، نو هغه به په أسانه

توګه دغه ناوړه عادت پريږدی . البته په سګريټ څکولو اخته کسان هم بايد د ځينو درملونو په مرسته هم دغه عادت پريښودلی شی . نو ويل کيږی چی هوډ ، چاپيريال او درملنه د سګريټ څکولو عادت پريښودلو لپاره ډير مهم دي .

لکه څنګه چی ميرمن يانګ ګونګ هوان وويل چی هوډ ، چاپيريال او درملنه د سګريټ څکولو عادت د پريښودلو لپاره د کلی ارزښت لری . دغه کسان چی د سګريټ څکولو عادت لری ، لومړی بايد په دی ښه پوه شی چی دغه عادت نه يوازی روغتيا ته ډير زيان رسوی ، بلکه د مدنيت پر خلاف يو ډول ناوړه کړه وړه هم ګڼل کيږی . د بيجينګ يو ښاری چی لی ګوی جن نوميږی ، زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کی وويل ،

زه بوډی شوی يم او د سګريټ څکول زما روغتيا ته هيڅ ګټه نه لری . هر کله چی ټوخيږم ، نوخراشکې می تور وی .

د اړوندو علمی ازموينو له لاری دا ثابته شوی چی د سګريټ څکول نه يوازی روغتيا ته هيڅ ګټه نه لری ، بلکه ډير زيان رسوی . که څه هم ځينی کسان ښايی د سګريټ څکولو د عادت له پريښودلو وروسته په يوه لنډه موده کی څه تکليف او ستونزی احساس کړی ، خو په هيڅ شان به د ناجوړتيا سبب نه شی .

که څوک د سګريټ څکولو د عادت پريښودلو ټينګه اراده او هوډ ولری ، نو دی هدف ته د رسيدو لپاره يو ګټور چاپيريال خورا مهم دی او په دی بهير کی نه يوازی ټولنه ، بلکی د کورنی غړي او شاوخوا ملګری هم بايد ورسره مرسته وکړي ، په ځانګړی ډول د ټولنی د لوی چاپيريال ښه والی د سګريټ څکولو د عادت پريښودلو لپاره ډير مهم ارزښت لری .

نن سبا په نړۍ کی څه د پاسه يو سل او نوی ( ١٩٠) هيوادونو د تمباکو د کنترول

بنسټيز تړون منلی او په خبری رسنيو کی د تمباکو په اړه د اعلانونو خپريدو ته

اجازه نه ورکوی ، دغه راز بيلا بيلو هيوادونو د تمباکو او سګريټو د بنديز په اړه يی زيات قوانين او قاعدې هم اعلان کړی او د تمباکو او سګريټو پرضد يو ګټور لوی چاپيريال رامنځ ته کيږی .

د ټولنې له لوی چاپيريال څخه پرته ، د سګريټ څکولو د عادت پريښودلو په ګټه يو کوچينی چاپيريال هم په کار دی . په بله ژبه بايد د خپلی کورنی له نورو غړيو ، ګاونديانو او ملګرو څخه ملاتړ ترلاسه کړی ، او ښه به دا وی چی له هغو نورو ملګرو سره په ګډه د سګريټ څکولو د عادت پريښودلو پلان پلی کړي چی د سګريټ څکولو عادت د پريښودلو هيله لری .

دغه شان د سګريټ پر څکولو اخته کسان هم بايد د اړوندو درملونو په مرسته خپل پلان ترسره کړی او ځکه چی دغه کسان په عمومی توګه له سګريټ څخه له ډډه کولو وروسته د ناکرارۍ او ناارامۍ احساس کوی ، زړه يی سوړ او خپه وی او سر يی درد کوی .

تر اوسه پوری په بازار کی هغو کسانو ته چی د سګريټ څکولو عادت د پريښودلو هيله لری ، دری ډوله درمل برابريږی چی يو يی ژاوله ده ، بل يی د سګريټ پر ځای د لږ نيکوتين لرونکی ګولی او دريم د ويلبوترين په نامه يو ډول نوی درمل دی چی رول يی له نيکوتين لرونکی درملو سره دومره توپير نه لری .

د يادونې وړ خبره دا ده چی که چا په تيرو شپږو مياشتو کی د سګريټ له څکولو څخه ډډه کړی وی ، نو بايد دغه برياليتوب وساتی او له بيا سګريټ څکولو څخه ځان وساتی .

ميرمن لو شيو شيا يوه ښوونکی ده او ديرش کاله دمخه يی د سګريټ په

څکولو پيل وکړ . په ٢٠٠٤ کال کی هغی د دغه ناوړه عادت د پريښودلو لپاره په خپلو هلوځلو پيل وکړ ، خو يو کال وروسته يی بيا له سګريټ سره ځان تړلی دی . اوس هره ورځ لږ تر لږه څلورو دانوسګريتو ته اړتيا لری . په دی اړه هغی وويل ، د سګريټ څکول زما د ژوند يوازنی نيمګړتيا ده .

د يوی شميرنی له مخی ، عمومأ د هغو کسانو لپاره چی د سګريټ څکولو د عادت پريښودلو په هڅه کی دي ، هر تن په منځنی توګه له اوه ځله تجربو وروسته په پوره توګه له سګريټ څخه ځان ساتلای شی . نو له دی امله دغه کسان بايد خپلی موخې ته د رسيدو لپاره خپله ټينګه اراده او هوډ وساتی .