<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-30 16:36:21    
تکړه يووخت ژباړونکی لو جيا شيانګ

cri

ښاغلی لوجياشيانګ د چين د بهرنيو چارو د ساحې يو مشهور او تکړه ژباړونکی دی او په په وار سره يی د بهرنيو هېوادونو، نړيوالو سازمانونو او لويو نړيوالو شرکتونو د څه دپاسه دوه سوو مشرانو لپاره په يووخت د ژباړونکی دندې ترسره کړې٠

لو جيا شيانګ په ١٩٤٦ کال کښی د چين په جنوب لويديځ کښی د ګوانګ سی د جوانګ قوم د خپلواکې سيمې په يو غرنی کلی کښی وزيږيده، د ماشوم توب او هلکتوب په موده کښی يې له خپل پلار او مور سره بی وزلی ژوند درلود او و يې غوښتل چې د زده کړو له لارې خپل ژوند بدل کړی٠ نو په ښوونځی کښی يې د زده کړې لپاره سخت کوښښونه کول او تل د چينی ژبه پوهنې د درس بيلګه او د ښوونځی د زده کوونکو د ټولنې مشر ؤ ، خو د منځنی ښوونځی په لومړی پړاو کښی د انګلسی ژبې نمرې يې ښې نه وې ٠ يوه شپه د ده په ښوونځی کښی مستند فلم << صدراعظم جوينلای څوارلسو أسيايی او أفريقايی هېوادونو ته سفرونه وکړل >> وښودل شو٠ په دغه فلم کښی د چين د پخوانی صدراعظم جوينلای ادبونو، د بهرنيو هېوادونو ښکلی منظرو او دودونو او د صدراعظم جوينلای د ژباړونکی وتليو کارونو لو جيا شيانګ ته ژور خاطرات رامنځ ته کړل٠ هغه د دی فلم له نندارې وروسته فکر وکړ چې که زه انګلسی ژبه ښه زده کړم او په راتلونکی وخت کښی د يو ژباړونکی په توګه د خپل هېواد له مشرانو سره بېلا بېلو هېوادونو ته سفرونه وکړم ، دا به څومره نيکمرغه کار وی ٠

خو د ګوښه او بی وزلی غرنی کلی دغه زده کوونکی د خپل هېواد معياری ملی ژبه هم نشوه ويلای ، نو أيا روانه انګلسی ژبه به وويلای شی ؟ خو لو جيا شيانګ خپله هيله له لاسه ور نه کړه٠ هغه د انګلسی ژبې له ښوونکی څخه پوښتنه وکړه چې زما تلفظ سم دی که نه ؟ ښوونکی په ځواب کښی وويل چې هو ، سم دی او ستا اواز او اهنګ هم ښه دی چې د انګلسی ژبې د زده کړې لپاره مساعد دی٠

د ښوونکی خبرو په قوی توګه لو جيا شيانګ وهڅاوه او د ده اراده يی لا ټينګه کړه٠ نو هغه په منځنی ښوونځی کښی د انګلسی ژبې زده کولو لپاره ډير سخت کوښښونه وکړل او په ١٩٦٥ کال کښی د کانکور امتحان له لاری د بيجينګ د بهرنيو ژبو په پوهنځی کښی شامل شو او د انګليسی ژبې په څانګه کښی يې د مشهور پروفسير سيو ګوه جانګ تر لارښوونې لاندی يې د بريتانيې او امريکا مشهوره اوږده ادبی اثار ولوستل ٠

د ١٩٧٣ کال په مارچ کښی لو جيا شيانګ د چين د پوست او تيليکوم د وزارت د نړيوالو اړيکو په اداره کښی د ژباړونکی دنده په غاړه واخيستله او د همدی کال په اګيست کښی يې د چين د حکومت د پوست او تيليکوم د پلاوی د يو غړی په توګه په هسپانيا کښی د ملګرو ملتونو د تيليکوم د نړيوالې ټولنې په لسم کانګرس کښی ګډون درلود چه دا بهر ته د لوجيا شيانګ لومړی سفر او د زده کړو د مهال د هيلو د ترسره کولو په لاره کښی د ده لومړی ګام و٠ که څه هم د بهرنيو چارو په لوړ پوړو چارو کښی د ده لومړی ځل ګډون و، خو هغه د ژباړونکی په توګه په ډير ښه شان سره خپله دنده ترسره کړه٠

له هغه نه لږه موده وروسته ښاغلی لو جيا شيانګ د چين د حکومتی پلاوی د غړی په توګه په ژنيوا کښی په يوه بله نړيواله غونډه کښی برخه واخيستله٠ په دغه غونډه کښی هغه نه يوازی ژباړونکی ، بلکه د پلاوی د غړی په توګه د چين د ولسی جمهوريت په استازيتوب وينا وکړه او د خپل هېواد د ګټو د ساتلو لپاره يې له متقابل طرف سره شديدې مباحثې وکړې ٠

څرنګه چې ښاغلی لو جيا شيانګ د انګلسی ژبې د لغتونو پر اصلی معنی ښه پوهيږی په سمه توګه له هغو څخه استفاده کولای شی ، نو له اړوندو هېوادونو سره د خبرواترو په بهير کښی د متقابل طرف د خبرو پر رښتينی مقصد پوهيږی او ورسره ښه مقابله کولای شی چې په نتيجه کښی يی زيات خنډونه او ستونزې ليری کړې او د چين لپاره يی برياليتوبونه ترلاسه کړيدی ٠

لو جيا شيانګ چې د ترجمې توان يې ډير لوړ شوی، په ١٩٩٠ کال کښی د چين د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په امريکا کښی د چين د سفارت د دوهمې درجې منشی په توګه کمارل شو٠ په هغه وخت کښی زياتو امريکائيانو د چين په مقابل کښی ناوړه تفاهم او حتی دښمنی درلودله ٠ نو ځکه لو جيا شيانګ د امريکا بېلا بېلو ځايونو ته ولاړ چې په پراخه توګه يې د امريکائيانو له بېلا بېلو ټولنو سره اړيکی پيدا کړل او دوی ته يې د خپل هېواد نظريې او دريځ بيان کړ٠ د ده د کوښښونو له امله زياتو امريکائيانو ګام په ګام د چين په اړوند خپل نظر بدل کړيدی ٠

د ١٩٩٧ کال د می په مياشت کښی د ملګرو ملتونو سرمنشی کوفی انان د چين د دولت د دوخت رئيس جيانګ ځه مين په بلنه چين ته سفر وکړاو په پای کښی يې يوه مطبوعاتی غونډه جوړه کړه ٠ ښاغلی لو جيا شيانګ د کوفی انان لپاره د يووخت ژباړونکی دنده په غاړه واخيسته٠ سرمنشی کوفی انان د وينا متن نه درلود او او محتويات يې ډير پراخ وو٠ نو د ده د وينا ترجمه ډيره مشکله وه٠ خو ښاغلی لو جيا شيانګ په ډير ښه او سمه توګه دغه دنده ترسره کړه او سرمنشی کوفی انان د ده ډيره ستاينه وکړه٠ له هغه وخت راهيسی لو جيا شيانګ په وار سره په څه دپاسه دوه سوو لويو نړيوالو غونډو کښی د زياتو هېوادونو، نړيوالو سازمانونو او لويو نړيوالو شرکتونو د مشرانو لپاره د يووخت ژباړونکی دندې اجراء کړې او د زياتو نړيوالو سازمانونو ډير زيات سندونه يې ترجمه کړيدی ٠