<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-30 16:56:30    
د چين د دو جيانګ يان د اوبو بند په اړه معلومات

cri

د دو جيان يان د اوبو بند د اوبو لګولو يوه داسی لويه پروژه ده چه څه دپاسه دوه زره او دوه سوه کاله دمخه د چين په تاريخ کی د اوبو لګولو چارو د مشهور متخصص لی بينګ لخوا جوړه شوې ده او تر اوسه پوري په پر له پسی توګه د سيلاونو د مخنيوی او د اوبو لګولو په چارو کي ستر رول لوبوی او د م م د يونسکو سازمان لخوا په نړيوالو کلتوری ميراثونو کی شامله شوېده .

دغه بند د چين په جنوب لوېديځ د سه چوان په کاسه کی پروت دی . سه چوان په لرغونې زمانه کی د شو په نامه يادېده سه چوان په چيني ژبه د څلورو سيندونو معنی لری او تر ټولو لوي سيند پکی د مين جيانګ سيند دی او سرچينه يی د سه چوان د کاسې په شمال لوېديځ کی ده. دغه سيند د نوموړی کاسې د شمال لوېديځی برخی څخه جنوب ختيځ ته بهيږی او د چن دو دښتې ته داخليږی. د دغه سيند په ناوه کی هر کال د دوبی او منی په فصلونو کی سيلاونه راځي او له بارانی فصل وروسته کله کله وچکالي هم رامنځته کيږي .

لارښوونکي ميرمن جاو ون خبريال ته وويل ---(اواز١)

له ميلاد نه مخکي په دوهمه پيړۍ کی ، لی بينګ د شو ولايت د والي په توګه وټاکل شو او د مين جيانګ سيند د اداره کولو دنده يی هم په غاړه واخيستله . د روايت له مخی، لی بينګ د نجومپوهنې او جغرافيا په باب زيات معلومات درلودل او له خپل زوی سره يي د سيلاونو د کنترول په هکله د ځايی خلکو تجربې زده کړی او د بشپړ پلان له جوړېدو وروسته يی له ځايی خلکو سره يو ځای د مين جيانګ پر سيند د دو جيانګ يان د اوبو بند جوړ کړ.

د دو جيانګ يان د اوبو لوي بند په عمده توګه په دريو برخو ويشل شوې چه لومړی برخه يي تقريبا د درو زرو مترو په اوږدوالي د مين جيانګ بېلوونکی بند دی چه ختيځ يي کورنی سيند او لوېديځ يی بهرني سيند ياديږی. دوهمه برخه يی د اوبو د راګرځولو لپاره يوه خوله ده چه اوږدوالی يی اتيا متره او پلنوالي يی شل متره دی او له کورني سيند څخه د اوبو لګولو ويالو ته د اوبو بهير د اندازې د کنترول رول لوبوی.

ميرمن جاو زياته کړه ----(اواز٢)

د دو جيانګ يان د اوبو بند د چينايانو د پوهی څرګندوي دی .د دغه بند د جوړېدو په بهير کی لی بينګ له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو ، خو د خپل عقل او پوهی له لارې يي دغه ستونزې حل کړې .

لي بينګ د سيند په اوبو کي له ډبرو څخه د انسان په بڼه درې جوړی شوی مجسمی ودرولې چې د اوبو سطحه اندازه کړي. دغه کار په نړۍ کي د اوبو د سطحې د اندازه کولو د لومړني دستګاه په توګه هم بلل کيږی .

د دغې پروژې د ستر رول په اړه ميرمن جاو ون وويل---(اواز٣)

د دو جيانګ يان د بند جوړولو وخت د لوی ديوال له جوړولو څخه لس ګونه کاله مخکې و . لوی ديوال په عمده توګه د شمالی قوم د تيری پر ضد جوړ شوی او اوس يی پخوانی رول له لاسه ورکړی دی، خو له دوه زره کلونو راهيسی، د دو جيان يان د اوبو بند لا تر اوسه خپل رول لوبوي او په نړۍ کی د اوبو لګولو په تاريخ کی يو ستر برياليتوب ګڼل کيږي .

د لی بينګ او د هغه زوی د سترو کارنامو د يادونی لپاره، خلکو د دو جيانګ يان د اوبو پر بند يو معبد جوړ کړی او دوي دواړه د خلکو لخوا د اربابانو په شان بلل شوی دی . په نولس سوه څلور اويايم کال کي له سيند څخه د دريو مترو په لوړوالي يوه ډبرينه مجسمه وکيندل شوه او پرې کښل شوي دا د لي بينګ مجسمه ده چه په دوهمه پيړۍ کي حکاکي شوي وه . له دي څخه څرګنديږي چه د وخت خلکو د لي بينګ ډير احترام کاوه .