د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند چونګ چوان د جون په دېرشمه نېټه په بېجينګ کی وويل د چين او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ د يوې ازادی سيمی جوړول به د دوه اړخيزۍ سوداګرۍ د پراخوالي او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوديزې دوستۍ د ژوړتيا لپاره ګټور وی.
دغه خبره ښاغلی چونګ چوان په همدې ورځ په يوه مطبوعاتی غونډه کی وکړه. هغه وويل د دغې سيمې د جوړېدو په اړه خبرې اترې د ٢٠٠٥ کال په اپريل کی پيل او تر اوسه پوری په دريو پړاونو کی تر سره شوی دی.
په وروستيو کلونو کی د چين او پاکستان تر منځ دوه اړخيز اقتصاد او سوداګرۍ ګړندی پرمختګ کړی دی. په ٢٠٠٥ کال کی د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزې سوداګرۍ اندازه له څلور مليارد امريکايی ډالرونه اوښتی چه دا اندازه د ٢٠٠٤ کال د همدې وخت په پرتله په سلو کی څلويښت زياته شوی ده.