<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-01 17:15:01    
د شان دونګ ولايت د شو ګوانګ ښار د جيانګ شی ولايت له جی ان ولسوالی سره د عصری کرنی د ساينس او تکنو لوژۍ مرکز د جوړولو مرسته کوی .

cri

د ٢٠٠٦ کال د پسرلی په پای کې ، زمونږ خبريال د جيانګ شی ولايت د جی ان ولسوالی د يونګ هه په علاقه دارۍ کی د جين يوان په نامه د عصری کرنی د ساينس او تکنولوژۍ له مرکز څخه ليدنه وکړه . د دغه مرکز د سبو روزلو په پلاستيکی څپرو کی ډېر تازه او ښکلي سابه کرل شوی دی . د شي جيا کلۍ بزګر شي شين فونګ خبريال ته وويل : تېر کال ما په څه دپاسه صفر اعشاريه ديارلس هکتارو مځکو کی پلاستيکی څپرې جوړې کړي او د سبو روزنی له چارو مې څه دپاسه اوه زره يوانه خالص عايدات تر لاسه کړل . روان کال زما د پلاستيکی څپرو پراخوالی صفر اعشاريه څلويښت هکتارو ته رسيدلی او زه باور لرم چې د خپل کوښښ له لارې به لا ښه عايدات تر لاسه کړم .

له٢٠٠٠ کال څخه د شان دونګ ولايت د شو ګوانګ ښار د جي ان ولسوالی په يونګ هه علاقه دارۍ کې د جين يوان د عصری کرنی د ساينس او تکنولوژۍ مرکز له جوړولو سره په مرستو پيل وکړ. تر اوسه پوری په دغه مرکز کې د بېلا بېلو ډولونو سبو د کرلو لپاره يو سل او پنځه شپيته پلاستيکی څپرې جوړې شوې او پکی د سبو د کرنی ځمکو مساحت ديارلس هکتارو ته او د اوبو مساحت يی شپږ اعشاريه شپږ هکتارو ته رسيږی او د دې تر څنګ د شلو مکعب مترو په ظرفيت د متيان ګازو دوه لويی زېرمی جوړې کړې . په دغه مرکز کې د سبو د پلاستيکی څپرو

پر بنسټ د ميتان ګازو د توليد له لارې د اکولوژيکی کرنی اغيزناک سيستم ګام په ګام تر سره کيږی .

د شو ګوانګ ښار په چين کې د سبو د روزلو يوه ډيره لويه توليدی اډه ده . د جي ان ولسوالی پخوا د پلاستيکی څپرو له لارې د سبو د روزلو تاريخ نه درلود . نو له دې ولسوالی سره د مرستې ورکولو لپاره د دغه مرکز د جوړولو پروژه د ٢٠٠٠ کال د سپتمبر په مياشت کی پيل شوه . په تېرو شپږو کلونو کې د شو ګوانګ ښار دغې پروژې ته د فولادی چوکاټونو او پلاستيکی پردو په ګډون د څه دپاسه يو ميليون او پنځه لکه يوانو په بيه مالونه برابر کړيدی . د شو ګوانګ ښار د وړيا مرستې پر بنا د جی ان په وسلوالی کې د سبو د روزنی ډېرې څپري جوړې شوې .

د يونګ هه علاقه دارۍ مرستيال وويل : د شو ګوانګ ښار نه يوازی مونږ ته د مالونو مرسته راکړی ، بلکی تخنيکی مرسته يی هم راسره کړي ده . يانګ ماو جي ، يانګ وي شان او جانګ له شون دری تنه تخنيکی کار پوهان د شو ګوانګ ښار له خوا د تخنيکی مرستې لپاره دغه علاقه دارۍ ته لېږل شوی دی چې د دوی د لارښوونې له لارې د ځايی بزګرانو تر ـځ په جګ څپرو کې د سبو د روزلو تخنيک خپور شوی او د دوی په کوښښونو سره په دغه علاقه دارۍ کی د سبو د روزلو جګو څپرو چټک پرمختګ کړی دی .

د شو ګوانګ د کرنی کار پوه جانګ له شون وويل : زه هيله لرم چې لا زيات بزګران به د سبو د روزلو له جګو څپرو څخه په ګټه شتمن شی . د شتمنۍ لپاره له بزګرانو سره د مرستې په موخه د شو ګوانګ ښار حکومت او اړوند ارګانونه د دغه مرکز جوړولو ته ډېره پاملرنه کوی . له يوی شمېرنې سره سم ، اوس د جي ان ولسوالی د دغه مرکز د جوړولو لپاره څه دپاسه دوه مليونه او دوه لکه يوانه برابر

کړي او د ٢٠٠٢ کال په می کی يی دغه مرکز د جينګ ګانګ شان د کرنی د ساينس او تکنولوژۍ د باغ د يوی مهمې نمونوی سيمې په توګه ټاکلی دی .