<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-01 18:17:33    
هند د پاکستان ٣٨ تنه بی ګناه بنديان او کب نيوونکی خوشی کړی دی

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخې : د هند د بهرنيو چارو وزارت د جون په دېرشمه نېته اعلان وکړ چې د هند حکومت په همدې ورځ د پاکستان ٣٨ تنه بی ګناه بنديان خوشی کړی چې د بند موده يی پوره شوی ده ، دوی د هند د شمال لويديځ د پنجاب ايالت د واګا له سرحدی سيمی څخه بير ته خپل هېواد ته راستانه شوي دي .

د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا په مطبوعاتی خبر پاڼه کې ويل شوی چې په همدې ورځ پاکستان هم د هند ١٩ تنه بی ګناه بنديان خوشی کړی دی چې د بند موده يی پوره شوی وه . د ټاکلی پلان سره سم د هند نور شل تنه کب نيوونکی بايد په همدې ورځ بير ته خپل هېواد راستانه شي ، خو يی د واګا د سرحدی سيمې د لارې په اوږدو کې د ترافيکی پيښه د رامنځته کيدو له امله خپل هېواد ته د دوی د ستنيدو موده يو څه ځنډيدلې ده .

د مې په پای کې په اسلام أباد کې د کورنيو چارو د وزيرانو د مرستيالانو په کچه د هند او پاکستان حکومتونو تر منځ په خبرو اترو کې پدې سره موافقه شوی وه چې ژر تر ژره به يلا بيلو هېوادونو کې کب نيوونکی او بی ګناه بنديان خوشی کړي .