<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-02 18:02:04    
د تبت قوم سندرغاړی يادونګ له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د تبت قوم د سندرغاړی يادونګ په غږ يو لړ ولسی سندری وړاندی کړی٠

( سندره ١)

ګرانو اوريدونکو،تاسو همدا اوس د يادونګ په غږ د تبت قوم ولسی سندره واورېده چی نوم يی دی د تبت په واورو پوښل شويو غرونو ته ښه راغلاست٠ يادونګ د چين د تبت قوم يو مشهور سندرغاړی دی چی د جنوب لويديځ چين د سيچوان ولايت د کانګ با په سيمی کی زېږېدلی دی٠ په دغه سيمه کی ښکلی غرونه او منظری شته ٠ د چين د تبت قوم هم په دغه سيمه کی ژوند کوی٠ يادونک د ١٨ په عمر د ګيتار او ساکسفون په ګډون د موسيقی د ألو زده کړه وکړه ، وروسته هغه د سيچوان ولايت په مرکز چنګ دو کی يو سندرغاړی شو٠ په ١٩٩٥ کال کی هغه د چين د موسيقی په تليويزيونی سيالی کی طلايی جايزه ترلاسه کړه او پر اورېدونکو او نندارچينو ډېر ګران دی٠ اوس به مونږ په ګډه د يادونګ په غږ د تبت قوم يوه بله ولسی سندره واورو چی نوم يی دی ديوال جوړيږی٠

( سندره ٢)

د چين د تبت په سيمه کی د يادونګ سندری ډېری مشهوری دی ، هغه د لوړې سطحی د سندرو پاچا په توګه ټاکل شوی٠ اوس به مونږ په ګډه د شينجيانګ يوه مشهوره سندره واورو چی نوم يی دی ښکلی اواګولی٠

( سندره ٣)

ګرانو اوريدونکو ، د يادونګ خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ستاسو د برياليتوب په هيله٠