<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-02 18:06:15    
119او د اور وژلو ورځ

cri

نن ورځ د زياتو هيوادونو په لويو ښارونو او يا ځنګلونو کي هر کال سخت اور لګيږي او د سر و مال زيات تاوانونه يي رارسيږي ، نو په وخت اوروژونکي څانګې ته د اور لګيدو خبر ورکول د تاوانونو د کميدو اړين تدبير دی .

يو يو نهه په چين کي د اور سوزيدو د خطر د خبرتيا تيلفوني لمبر دی او د نوامبر نهمه ورځ په چين کي د اور وژلو ورځ هم ده . په بيلا بيلو هيوادونو کي دغه لمبرونه بيل دي ، په روسيه کي صفر يو ، په امريکا کي نهه يو يو ، په انګلستان کي نه نه نه چه د چين په هانکانګ او مکاو کي هم دغه لمبر استعماليږي ، په فرانسه کي يو اته ، په ايتاليه کي يو يو درې ، په سويزرلند کي يو يو اته ، په دنمارک کي صفر صفر صفر ........ خو ډير ساده لمبر په فلپين کي دی چه خلک د اورسوزيدو د خطر د خبر ورکولو دپاره يوازي صفر دايل کوي ، اوروژونکي عمله به ژر رارسيږي . مګر د کاناډا په اوتاو کي دغه لمبر ډير پيچلی دی او دا دی اته اوه دوه يو دوه يو دوه . د متخصصانو په نظر يو يو نه ډير ښه لمبر دی . جاپان د نورو هيوادونو نه مخکي لومړي په نولس سوه اوه ويشتم کال کي دغه لمبر استعمال کړ چه د بيړني مرستې د غوښتلو لمبر هم دی . د جاپان د ګټورو تجربو لمخې په چين کي په نولس سوه دوه اتيايم کال کي دغه لمبر استعماليده او په يو نويم کال کي د نوامبر نهمه نيټه د اور وژلو د ورځې په نامه وټاکله شوه .

په پولند ، هنګري ، اطريش ، سويزرلند ، د المان د باواري په ايالت او د انګلستان او ايتاليې په ځينو سيمو کي د مې څلورمه نيټه د اور وژلو د ورځې په نامه ياديږي . په همدي ورځ د لرغوني روم په زمانه کي پوځي مشر فلوليان د مسيحې دين د تبليغ

له امله ووژل شو، ورپسې دده مړی د پولند د کلاکوف ښار په يوه کليسا کي ښخ شو او د پنځلس سوه اته ويشتم کال د اپريل په څليرويشتمه نيټه هلته اور ولګيده او د نوموړی ښار زياتره ودانۍ ويجاړې شوې ، خو کليسا يي په ښه شان سره وساتله

شوه . نو د خلکو په قول فلوليان له اور څخه ددې کليسا په ژغورلو کي ګډون وکړ . له دي نه وروسته د شپاړسمې پيړۍ د وروستيو کلونو راهيسې فلوليان د اور وژلو د نښې په توګه وګرزيده او دده عکس هم د اور وژلو په بيرغ او نشان باندي ليدل کيږي او دده د وژلو ورځ هم د اوروژونکو د جشن په توګه وپيژندل شوه .

په ځينو لويديځو هيوادونو کي د اګست دوه ويشتمه ورځ د اوروژولو د ورځې په نامه ټاکل شويده .لرغوني روم د نړۍ د کلتوري سرچينو څخه شميرل کيږي او ډول ډول ودانۍ ډير شهرت لري . خو د قبل الميلاد نه دمخه په دري سوه نويم کال ، په ميلادي څلور شپيتم او اتيايم کال کي د اور لګيدو درې پيښې وشوې او زيات تاوانونه رارسيدل . نو ددې ښار خلکو د فورګان په نامه د اور رب جوړ کړ او هر کال د اګست دوه ويشتمه نيټه په اور کي د کبانو او نورو شيانو د غورځولو د مراسمو په جوړولو سره له فورګان څخه د اور له مصيبت څخه د ژغورلو غوښتنه کوي .

د يادونې وړ معلومات دا دي چه په اروپا کي لومړني اوروژونکي عمله په پنځلس سوه اتلسم کال کي په المان کي جوړه شوه . وروسته تر هغه چه په اتلس سوه لسم کال کي په پاريس کي د اطريش په سفارت باندي اور ولګيده ، ناپيلون په دوهم کال کي په پاريس کي د اور وژلو لومړني يونټ جوړ کړ او په اتلس سوه پنځه پنځوس کال کي د اور وژونکي د سر کلاه د پنځو اتياوو کلونو دپاره په دي يونټ کي استعماليده . دغه راز په اتلس سوه اته اتيايم کي په همدي يونټ کي د تلګراف په ځاي د لومړي ځل دپاره تليفون نصب شو او په نولس سوه دوه ديرشم کال کي يو اته د اور د خطر د خبرورکولو د تليفون د لمبر په توګه وپيژندل شو .