<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-03 17:04:06    
د چين کمونست ګوند(٢)

cri
د چين د ولسی جمهوريت له جوړېدو وروسته کمونست ګوند د چين په ټول هېواد کې واکمن ګوند ګرځېدلی دی او د نوي قدرت د جوړېدو او بشپړېدو دنده يی پر غاړه واخيستله. د چين د کمونست ګوند مختلفو ارګانونو او ملی پوځونو د نوي هېواد د جوړېدو په ترڅ کې په صادقانه توګه خلکو ته د خدمتونو د تر سره کولو روحيه، د زيار او زړه ورې مبارزې سبک او جدی انضباط څرګند کړی او د چين د خلکو ډيرې ستاينې يی تر لاسه کړي دي. د چين مرکزی حکومت په جدی توګه په خپلو کارونو بوخت و چې له امله يی د چين خلک په زيات شوق او زوق سره له جګړې وروسته د خپل وطن د بيا ابادۍ لپاره کوښښ وکړ او ډول ډول سياسی، اقتصادی، کلتوری او پوځی ارګانونه يی بشپړ کړل. له بهر څخه يی زيات شمېر مشهور چينايی کارپوهانو بېرته خپل وطن ته راستانه کړل او د بيا ابادۍ په کارونو کې يی برخه واخيستله، د مثال په توګه لی سی ګوانګ، هو لو ګنګ او لو شه.
د چين د کمونست ګوند د ګډ پروګرام له مخې، د ١٩٥٠ کال له ژمي څخه د ١٩٥٣ کال تر پسرلي پوری په چين کې د ځمکو د لرونکو حقونو اصلاحات او د نوي ديپلوماسۍ اصلاحات تر سره شول او د چين ملی اقتصاد تر يوې اندازې پورې اعاده شوی دی. نو د پلانونو له مخې، د اقتصادی ابادۍ د تر سره کولو لپاره زمينه برابره شوې ده. د ١٩٥٣ کال د جون په مياشت کې د چين د کمونست ګوند د مرکزی
کمېټې سياسی بيورو په رسمی توګه په انتقالی دوره کې د چين د کمونست ګوند پر عمومی کړنلارې بحث وکړ او ټاکله، کوم چې د چين د ولسی جمهوريت له جوړېدو څخه د سوسياليستی اصلاحاتو تر بشپړېدو پوری يوه انتقالی دوره ګڼل کيده. په دغه انتقالی دوره کې د چين د کمونست ګوند عمومی کړنلاره او دنده دا ده چې ګام په ګام خپل سوسياليستی هېواد صنعتی کړی او په هېواد کې کرنيزې، لاسی او صنعتی او اقتصادی چارې سوسياليستی شی.
د ١٩٨٢ کال د سپتمبر له لومړې نېټې څخه تر يوولسمې نېټې پوری د چين د کمونست ګوند د دوولسمې دورې ملی کانګرس په بېجينګ کې تر سره شو. ښاغلي دنګ شياو پينګ د پرانيستلو په مراسمو کې په چين کې د ځانګړی سوسياليستی ټولنې د ابادۍ په هکله خپله مفکوره څرګنده کړه، کوم چې په نوې دوره کې د اصلاحاتو او ورخلاصون او د معاصرې ابادۍ لارښوونکې مفکوره ګڼل کيږی. په دغه کانګرس کې ومنل شوه چې د چين د اقتصادی ابادۍ عمومی موخه دا ده چې له ١٩٨١ کال څخه د شلمې پېړۍ تر پايه پوری په شلو کلونو کې د هېواد صنعتی او کرنيز عمومی ارزښت دوه ځله زيات شی. د ٢٠٠٠ کال د اکتوبر له نهمې نېټې څخه تر يوولسمې نېټې پوری د ګوند د پنځلسمې دورې کانګرس پنځمه عمومی غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. په دغه عمومی غونډه کې د ملی اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د لسم پنځه کلن پلان په هکله د چين د کمونست ګوند وړانديز تصويب شوی دی. د لسم پنځه کلن پلان د جوړېدو او د ملی اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د تر سره کولو لپاره دغه کانګرس د پرمختګ په سرليک، د اصلاحاتو او ورخلاصو او د پوهې او تکنولوژۍ د پرمختګ په بهيرکې قوې بللی دی.