<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-03 19:15:48    
د چين د شانګهای ښار په جنوبی برخې کې د جين شان سيمه

cri

ګرانو اوريدونکيو، د جين شان سيمه د چين د شانګهای ښار په جنوب کې پروته ده .خو په تيره موده کې د دغې سيمې د اقتصاد پرمختيايی سرعت د شانګهای ښار له نورو سيمو څخه وروسته پاتی و .په وروستيو کلونو کې د دغې سيمې حالت بدل شوی دی .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته د جين شان سيمې په باب يو څه معلومات وړاندی کړو.

پخوا د دغې سيمې اوسيدونکي په کرهڼيزو چارو بوخت او عايدات يی لږ و .ښاغلی سونګ جی همدغه شان و .هغه خبريال ته وويل چې په کلی کې د خلکو ژوند ورځ په ورځ ښه شوی دی .(اواز.............) زياترو وګړو د پخوانيو کورونو پر ځای نوی پوړيزی ودانی جوړی کړي او په کلی کې ترانسپورتی لارې هوارې شوي دي .هر کلی د زړو کسانو لپاره د ساتيرې ،طبی درملنی او د وجود د غښتلی کولو ځايونه جوړ کړي دي .

دغه بدلونونه د جين شان لپاره يو ستر پرمختګ دي چې پراخوالی يی يوازی پنځه سوه اتيا مربع کيلو متره او نفوس يی ٨ لکه دی .په وروستيو دريو کلونو کې دغې سيمې د کرهڼيز توليد په عمده موخه له ښاری سيمو څخه د صنعتی او ښاری کيدو په لوری لوی ګامونه پورته کړي دي .د سيمه ايز حکومت مسئول ليو ځنګ شيان وويل (اواز...............) تير کال زمونږ د سيمې د صنايعو عمومی ارزښت څه د پاسه ٦١ مليارډ يوانه و او په وروستيو پنځو کلونو کې هر کال په منځنی توګه په سلو کې دری ديرش عشاريه اته زيات شوی دی .د کيمياوی صنعت ،درملونو ،ماشينونو ،الکترونيکو توليداتو ،منسوجاتو ،کاليو او موټرونو او اړوندو پروژو په شمول

صنعتی جوړښت ټاکل شوی دی .نو ولی په لنډه موده کې سيمه ايزو صنايعو دومره چټک پرمختګ کړې دې ؟د دغې مسئلې ځواب بايد د جين شان د کيمياوی صنعت په پرمختګ کې وموندل شی .په ١٩٧٩ کال کې په جين شان کې د شانګهای د نفتی او کيمياوی صنعت شرکت جوړ شو چې په دغه سيمه کې په يوه ډيره ستره صنعتی تصدی وګرځيد.په وروستيو کلونو کې سيمه ايز حکومت په دی ښه پوه شو چې کيمياوی صنعت د جين شان په اقتصادی پرمختګ کې مهم رول لوبوي .نو دغه سيمه ايز حکومت پريکړه وکړه چې کيمياوی صنعت ته لومړی اهميت ور کړي .

له پلان سره سم تر ٢٠١٠ کاله پوری به په جين شان کې د کيمياوی صنعت ٦٠ مربع کليو متره سيمه جوړه شي .اوس سيمه ايز حکومت د کيمياوی توليداتو د ليږدولو او اړوندو خدمتی چارو د أبادی بهير چټکوي .

خو د کيمياوی صنعت پرمختګ په جين شان کې د بدلونونو د رامنځته کيدو يوازنی علت نه دې .په ٢٠٠٣ کال کې سيمه ايز حکومت د الکترونيکی معلوماتو،د ماشينونو د جوړولو ،بيولوژيکی درملونو او نويو توکيو د جوړولو په شمول د زياتو ساحو د پرمختګ لپاره د عصری تکنالوژۍ د صنعتی سيمې په جوړولو پيل وکړ.ددغې سيمې مسئول سون اين ليانګ وويل چې د دغې صنعتی سيمې له جوړولو راهيسی سيمه ايز حکومت د ترانسپورت ،مخابراتو ،د اوبو برابرولو او انرژۍ په شمول د بنسټيزو تاسيساتو د أبادولو لپاره څه دپاسه يو مليارډ يوانه پانګه اچولی او د پانګه اچوونکو لپاره يې غوره خدمتونه برابر کړي دي .تر اوسه پوری له پلان سره سم د دغې سيمې د أبادی په سلو کې ٢٠ برخه تر سره شوې ده .

دا د پاملرنې وړ ده چې د صنايعو د چټک پرمختګ په همدی وخت کې اړوندو

څانګو تر وسی پوری د دايمې پرمختګ لپاره د ککړتيا مخنيوی کوي .د سيمه ايز حکومت مسئول ليو ځنګ شيان وويل (اواز............) له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٥ کاله پوری زمونږ په سيمه کې د چاپيريال ساتلو لپاره دری کلن اجريوی پلان پلی شوې او د هوايی کيفيت د څارنې لپاره يو مرکز جوړ شوی دی .زر هکتاره بيلا بيل ځنګلونه پوښل شوي او ٧ لوی سيندونه پاک شوي دي .

برسيره پر دی جين شان په خپلو امتيازونو سره سيلانی چارو ته پرمختګ ور کړې .د يوې شميرنې له مخې په جين شان کې تير کال د سيلانې عايدات دوه سوه او پنځوس مليون يوانو ته رسيدلی اود منل شويو سيلانيانو شمير له څلور لکه او پنځوس زرو څخه اوښتی و.

په وروستيو کلونو کې د جين شان د بدلونونو په هکله د دغې سيمې خلک دا نظر لري چې دغه ښې پايلې يوازی پيل دی .دوی باور لري چې د پلان په تر سره کولو سره به جين شان په شانګهای او ان په چين کې د پانګه اچوونکو لپاره ښه ځای وګرځي .