د چين د شينجيانګ په سيمه کښی د ويغوری قوم يو ډول ځانګړی لرغونی هنر ٌ مقامونه ٌ شته چې دغه هنر له سندرو ، نڅاوو او موزيکونو څخه جوړ شوی او د چينی ملت يوه کلتوری مرغلره ګڼل کيږی٠
د ٢٠٠٥ کال د نوامبر په ٢٥ نېټه << د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم هنر ٌ مقامونه ٌ >> د ملګرو ملتونو د يونسکو سازمان لخوا ٌ د انسانانو د شفاهی او غيرمادی ميراثو نمونوی اثار ٌ په توګه ټاکلی شوی دی٠ کله چې دا زيری راورسيد ، د شيجيانګ کلتوری او هنری څانګې او د ويغوری قوم د بېلا بېلو اوسيدونکو هېوادوالوسيمې چې د ٌ مقامونو ٌ هنر پکښی نسل په نسل پاتی شوی ، د خوشحالۍ په حال کښی وې او خلکو په خوښۍ سره خوله په خوله دغه نيکمرغه خبر يو بل ته رساوه ٠ د يادونې وړ خبره دا ده چې د چين مرکزی حکومت د خپل هېواد د ملی لږکيو د کلتورونو او هنرونو ساتنې ته ډيره پاملرنه کوی او د انسانانو د شفاهی او غيرمادی ميراثو په نمونوی أثارو کښی د ويغوری قوم د هنر ٌ مقامونه ٌ د شاملولو په هکله يې د شينجيانګ له غوښتنې څخه ډير ملاتړ وکړ٠ د چين د مرکزی حکومت او د کلتور وزارت په ملاتړ او مرسته د شينجيانګ سيمې نوموړی غوښتنه برياليتوب ته ورسيده٠ د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې ولسی حکومت د دغه بری د نمانځنې مباحثوی غونډه جوړه کړه او په هغې کښی ټولو ګډون کوونکو د مرکزی حکومت له دوستانه پاملرنې او د کلتور وزارت له ملاتړ او مرستې څخه د زړه له کومی مننه وکړه ٠ د چين ځينو مشرانو او د کلتور د وزارت چارواکيو په نوموړی غونډه کښی غوښتنه وکړه چه د خپل هېواد د کلتوری ميراثونو ساتلو او د بېلا بېلو قومونو غوره کلتورونو او هنرونو ته د ژوند او پراختيا ورکولو لپاره کوښښونه وشی٠
د شينجيانګ خلک د انسانانو د شفاهی او غير مادی ميراثونو په نمونوی أثارو کښی د ويغوری قوم د هنر ٌ مقامونو ٌ د شاملولو په هکله د خپلې غوښتنې له بريالی کيدو وروسته ګام په ګام د غوښتنليک د ژمنې له مخی د دغه هنر د ساتلو پلان پلی کوی او د ميراث په توګه د هغه اخيستلو او نسل په نسل ليږدولو لپاره هڅې کوی ٠
د ويغوری قوم د هنر ٌ مقامونه ٌ دغه نړيوال غيرمادی کلتوری ميراث د ساتلو لپاره د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د ولسی حکومت تر لارښوونې لاندی په سالم ډول يو لړ کارونه پيل شويدی ٠
ٌ د شينجيانګ د ويغوری قوم د مقامونو د هنر په هکله نړيواله علمی مباحثوی غونډه ٌ به د روان کال په سپتمبر کښی د چين د کلتور د وزارت او د شينجيانګ سيمې د ولسی حکومت لخوا په وروموچۍ کښی جوړه شی ٠
د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د دوديزو هنرونو د ښودلو لپاره به د روان کال له اګيست څخه تر سپتمبر پوری په وروموچۍ کښی ٌ د شينجيانګ د لومړی دورې ولسی هنری فيستوال ٌ ترسره شی ٠
په راتلونکی سپتمبر کښی به ٌ د شينجيانګ د غيرمادی کلتوری ميراثونو د ساتنې د برياليتوبونو نندارتون ٌ په وروموچی کښی جوړ شی ٠
د ويغوری قوم د هنر ٌ مقامونه ٌ د نسل په نسل د ساتلو او خپرولو لپاره په دولتی درجه د شينجيانګ د هنری انستيټيوټ لومړی مهم څيړونکی پروګرام << د ويغوری سندرو او نڅاوو څيړنه >> په سالـمه توګه روانه ده٠ د ٢٠٠٥ کال د می په مياشت کښی د دغه څيړونکی پروګرام له پيل راهيسی د دريو پړاوونو په ويشلو سره پراخ تحقيقات او څيړنې ترسره شويدی٠ څيړونکو په يو سل او پنځلسو ورځو کښی د ديرش زرو کيلومترو لارو په وهلو سره د شينجيانګ دری ديرشو ولسواليو ته لاړل چه له څه دپاسه سلو تنو ولسی هنرماندانو سره يی مرکې کړې ، د سی دی ) CD (او وی سی دی ( VCD ) زيات کيسټونه يی ثبت او زيات ارزښتناک مدرکونه يی پيدا کړيدی ٠
د شينجيانګ په هغو سيمو کښی چې د ويغوری مقامونو هنر پکښی خپريږی ، د ميراث په توګه د دغه اصلی هنر د اخيستلو او پراخولو د اتو يا لسو مرکزونو د جوړولو په هکله پلان د پلی کيدو په حال کښی دی او د ځينو مرکزونو د جوړولو پروژې به ژر بشپړې شی٠ دغه مرکزونه به د مقامونو د هنرمندانو د روزلو زانګووی ، د مقامونو د هنر د ساتنې د برياليتوبونو نندارتونونه او د دغه اصلی هنر د نمايش تياترونه به په خوځيدو سره وګرځی او د خلکو په منځ کښی به د مقامونو د هنر د خپرولو لپاره مهم رول ولوبوی ٠
له څه دپاسه يو کال راهيسی د شينجيانګ د مقامونو د هنری پلاوی د تمرينونو په سالون کښی د لوی هنری نمايش << د مقامونو هنر پسرلی >> به تمرينونه ژر پای ته ورسيږی او نندارچيانو ته به وښودل شی ٠ په دغو نندارو کښی د ويغوری مقامونو د هنر عمده اثارو << دولس مقامونه >> ، << د قومول مقام >> ، << د تورپان مقام >> او << د داو لانګ مقام >> پارچې شاملې دی٠