د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې : د افغانستان په پلازمينه کابل کې د جولای په څلورمه نېټه په پر له پسی توګه دوه چاودنې وشوې چې له امله يی پنځه تنه ټپيان شول .
لومړنی چاودنه د سهار په اوو بجو پيښه شوه او يو موټر چې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت کارکوونکي په کې سپاره وو له لېری نه د کنترول بم له بريد سره مخامخ شو چې له امله يی يو تن کارکوونکی ټپی شو .
بيا د غرمی په دوولسو بجو د افغانستان د ولسمشر د ماڼۍ په شاو خوا کې د يوې سيمنا تر مخه يوه چاودنه وشوه چې له امله يی څلور تنه ټپيان شول .
تر اوسه هېچا د دغو چاودنو پړه پر غاړه نه ده اخيستی .