<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-04 19:05:33    
د روغتيا ساتلو لپاره د يو جي په نامه د يوګا مرکز جوړونکې ين يان

cri

ګرانو اوريدونکو ، دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چه د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی . د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يو جي په نامه د يوګا په وسيله د روغتيا د ساتلو مرکز جوړونګي ين يان په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

په تېرو څو کلونو کې يوګا د روغتيا د ساتلو د يوې لوبې په توګه ګام په ګام په بېجينګ کې مروج شويدی . له دې امله چه د مېرمن ين يان په مشرۍ د يو جي په نامه د يوګا مرکز د هيواد په بېلا بېلو مجلو او اعلانونو کې د يوګا لوبې په هکله زيات تبليغات خپاره کړي ، ډير شهرت يی موندلی او د بيجينګ د خلکو په ژوند کې د روغتيا د ساتلو يوه نښه ګرځيدلې ده .

کله چې درې کاله دمخه د يو جي په نامه د يوګا لومړنی مرکز په بېجينګ کې جوړ شو ، د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې يی په لسګونه فرعی او د يوګا لوبې په اړه يی پنځه سوه تنه ښوونکي روزلي دي . اوس د دغه مرکز مقر د بېجينګ ښار په ختيځ د چياو يانګ په ښکلي باغ کې دی چې په شاوخوا کې زيات شمير بهرني سفارتونه او سوداګريز سازمانونه شته . د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولی خلک له يوګا سره مينه لری ، ميرمن ين يان خبريال ته وويل : ( اواز )

اوس په چين کې خلک دا نظر لری چې د کارونو برياليتوب په ژوند کې

يوازنی موخه نه ده او د روغتيا او خوشحالۍ ساتنه تر ټولو مهمه ده . نو له دی

امله يوګا د روغتيا ساتلو د يوې لوبې په توګه د خلکو په ژوند کې رامنځته شويده . د روغتيا ساتلو له نورو لوبو سره د يو ګا يو لوي توپير دا دی چې د بدني روغتيا د پياوړتيا نه پرته لوبغاړو ته روحي تعديل او ښه والی هم رسوی . نن ورځ هر څوک د کار او صحت له زياتو فشارونو او ننګونو سره مخامخ دی ، نو د يوګا لوبه د دغه شان د فشارونو او ننګونو د کمښت لپاره ډيره ګټوره ده .

ميرمن ين يان د تېری پېړۍ په شپږمه لسيزه کې په بېجينګ کې زېږېدلی او د خپلې ودې په بهير کې له کومې ستونزې سره نه ده مخامخ شوې . هغه د بېجينګ پوهنتون د فرانسی ژبې له څانګې څخه فارغ شوه او ورپسې يي د فرانسی په پلازمينه پاريس کې د فلم د داکتری علمی درجه تر لاسه کړه ، د دې تر څنګ يی په پاريس کې واده وکړ او د يوې لور مور شوه . په پاريس کې د MBA له تر لاسه کولو وروسته يی د يوې مشهورې مجلی د مسئول مديرې دنده په غاړه واخيسته . خو په کارونو کې د بوختوالي له امله يی خپلې کورنۍ ته زياته پاملرنه ونه کړه او د نهه ديرش کلنۍ په عمر يي له خپلی وظيفې نه استعفا وکړه .

له دې وروسته ميرمن ين يان هند ته ولاړه . هغې وويل : ( اواز)

هند يو لرغونی هېواد دی او د هند له کلتور سره ډېره مينه لرم . زما په نظر دغه کلتور د نورو ملتونو په کلتورونو باندي ډېره ژوره اغيزه اچولی ده .هند ته د سفر په موده کې ين يان د يوګا په اړه يو شمير معلومات تر لاسه کړل . د دې په اند په پيل کې يوګا بدن ته د کړاوو او رنجونو رسولو يوه سخته لوبه ده ، خو د يوګا د مشهور ښوونکی مو هان د مرستی له لارې يی له يو ګا څخه خوشحالی وحامله کړه او له ژوند څخه يي خوند بيا تر لاسه کړ. د دې ترڅنګ له هند څخه د ليدنی نه وروسته د ميرمن ين يان روحيه نوره هم تازه او روښانه شوه . هغې وويل : ( اواز )

د هند لرغوني کلتور زما د ژوند د رويې په بدلون کې ګټور رول لوبولی دی ځکه د هند له کلتور څخه مې داسې ګټې تر لاسه کړيدي چې د ژوند ارزښت کوم او ډير قيمتي شي يي څه دي .

له هند څخه بېرته خپل هيواد ته له راستنيدو وروسته ميرمن ين يان خپل ښوونکی مو هان ته بيجينګ ته د راتګ بلنه ورکړه چه په پايله کې يي د دوستانو د مرستو په رڼا کې د يو جي په نامه يو مرکز جوړ کړ څو چه د يو ګا له لوبې څخه اخيستل شوي خوشحالی نورو زياتو مينوالو ته ورسوي . ددې ترڅنګ يی په هند کې د خپلې ليدنې سره سم يو کتاب هم چاپ کړی دی .

ميرمن ين يان له خبريال سره د مرکې په پای کې وويل چی د دغه مرکز اداره کول د مجلې د مسئول مديرې د دندې پرتله لا زيات ګران کار دی ، خو دا به په أرام زړه خپل کارونه تر سره کړي او خپلو دوو لوڼو ته به لا زياته مينه ورکړي . که څه هم د ميرمن ين عمر له څلويښتو کلونو څخه اوښتی ، خو ددې بڼه او اندامونه لا هم د نجلۍ په شان دي ، هغې وويل چه د ژوند له اصليت سره ښه پيژندنه او له خوشحإليو څخه د ډکو احساساتو ساتنه د هر چا د داخلي او بهرنۍ ښکلا د درلودلو لامل دی .