<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-04 19:06:19    
چين د فوټبال د نړيوالو تکړه او غښتلو ټيمونو څخه زده کړې کوي

cri

قدرمنو دستانو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به تاسې يو راپور واوری چې عنوان يې دی چين د فوټبال د نړيوالو تکړه او غښتلو ټيمونو څخه زده کړه کوي ٠

د ٢٠٠٦ کال د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ لوبې په جرمن کې ترسره کيږي ، دغې لوبې چې په هرڅلورو کلونو کې جوړيږي په نړيواله کچه د فوټبال لوبې دي ، که څه هم د چين د فوټبال ټيم په روانو لوبو کې ګډون نه دی کړی ، خو د چين د فوټبال کارکوونکو خپل کوششونه نه دي پرې ايښي ، دوي د روانو لوبو د کتلو ، د اړوندو ټيمونو سره د سيالۍ له ﻻرې د نړيوالو تکړه او غښتلو ټيمونو څخه زده کړې کوي ٠

د چين د فوټبال ټيم په ٢٠٠٢ کال کې د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کې برخه واخيسته، خو په روانو لوبو کې د ګډون لپاره د اسيايي سيمې په ګروپي سيالۍ کې د چين ټيم ماتي وخوړله او په دغو لوبو کې يې د ګډون ونډه له لاسه ورکړه ،خو د نورو تکړه او غښتلو ټيمونو څخه د زده کړو لپاره د چين د فوټبال ټولنې لخواالمان ته يو ځانګړی پلاوي استول شوی دی ،د چين پلاوي په جرمني کې د نړيوالې اتلولۍ زياتې لوبې وکتلې ، د پلاوي غړي او د چين د فوټبال د ټولنې د لوبو د ادارې مرستيال ښاغلي ما چن چيوان وويل ماد لوبو دکتلو له ﻻرې دا احساس کړی چې د چين د فوټبال د چارو د پرمختيا لپاره زمونږ په وړاندې دنده ډېره درنه ده ، هغه وويل ===== اواز ١ ======مونږ روانې زياتې لوبې وليدلې ، د دغو لوبو د کتلو څخه دا څرګنده شوې چې نه يوازي د اروپا او جنوبي امريکا د فوټبال د تکړه او غښتلو ټيمونو سويه هم د لوړيدو په حال کې ده ، بلکې د افريقا د فوټبال چارو هم په

ډېره چټکۍ سره پرمختګ کړی دی ، په ٢٠٠٨ کال کې د بيجينګ د المپيک سپورتي لوبې به د چين د فوټبال ټيم لپاره يو ښه فرصت وي ، مونږ بايد دغه فرصت له ﻻسه ورنه کړواو ډېر زيار وباسو څو چې د نړيوالو تکړه او غښتلو ټيمونو سره د سيالۍ توان پياوړي شي ٠

د روانو لوبو د کتلو په بهير کې د چين د پلاوي غړي هم پر هرې لوبې بحث کوي، دوي وويل هر يو غښتلی ټيم د لوبو لپاره خپل ځانګړتياوې او سبکونه لري او د اوږدې مودې لپاره دوام لري ، ښاغلی ما چن چيوان وويل د جرمني ټيم ځانګړتياقوي بريد دی او د ارجنتاين د ټيم مهارتونه چابک او ظريف ښکاري ،دغه ځانګړتيا او سبک د لسګونو کلونو راهيسي نه دی بدل شوی ، أن په وروستيو کلونو کې راپورته شوي اسيايي ټيمونه لکه د جاپان او کوريا جمهوريت ټيمونه هم خپلې ښکاره ځانګړتياوې لري او په روانو لوبو کې يې په ډېر ښه شان څرګندې کړې دي ،خو برعکس مونږ د چين ټيم ګورو ، د چين د فوټبال ټيم په تيرو کلونو کې خپل دايمي او ثابته ځانګړتيا نه درلوده ، د چين د فوټبال ټولنه بايد د چين د فوټبال د دولتي ټيم لپاره ﻻ ډېر سم او دايمي پرمختيايي پلان جوړکړي ، ښاغلي ما چن چيوان وويل ==== اواز ٢ ====== د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ په روانو لوبو کې د اروپا او امريکا يو شمير دمشرانو او زلميانو ټيمونه يوشان سبکونه او ځانګړتياوې لري ، خوپه چيني ټيمونو کې داسي نه دی ، د لويانو ټيم يو شان دی او د زلميانو او کوچنيانو ټيمونه بيل سبکونه لري ، ښايي چې دا د ټيمونو د استاذانو سره اړيکې لري ، په راتلونکي کې بايد مونږ دغې مسئلې ته پوره پام کې ورکړو او ددې لپاره کوشش وکړو چې د کوچنيانو ، زلميانو او لويانو ټيمونه يو شان سبک ولري ٠

په المان کې د ليدنې کتنې په ترڅ کې د چين د فوټبال پلاوي هم د بيلابيلو هېوادونو د فوټبال دډلو له غړيو او چارواکو سره د نظرياتو تبادله کوي ، د سويس د فوټبال ټيم پخواني اصلي استاد کريستيان ګروس د چين د پلاوي سره د خبروپه ترڅ کې وويل د چين د فوټبال ټيم په ٢٠٠٢ کال کې د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کې ګډون کړی او چټکتيا او ښه مهارت يې څرګندکړی و ،په هغه وخت کې د چين ټيم په اسيا کې يو غښتلی ټيم و ، ښاغلي ګروس زياته کړه چې اوس د جاپان او کوريا جمهوريت د فوټبال زيات لوبغاړي د اروپا د لوړې کچې په ټيمونو کې لوبې کوي چې لامله يې د دوي دمهارتونو سويه په ډېرې چټکۍ سره لوړه شوې ده ، خو برعکس د اروپا په لوړه سويه لرونکو ټيمونو کې د چين د لوبغاړو شمير ډېر کم دی ، نو ځکه د چين د فوټبال لوبغاړي بايد بهرنيو هېوادونو ته ولاړشي ، ښاغلي ګروس وويل ====

اواز ٣ ======ما د تيرو څلورو کالووړاندې د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کې دچين ټيم وليد ، خو د چين اوسنی ټيم د پخواني ټيم په پرتله لږ څه کمزوري دی ، زما په أند بايد ﻻ زيات چيني لوبغاړي د زده کړې لپاره په بهرنيو ټيمونو کې برخه واخلي دا د چين د دولتي ټيم د سويې د لوړتيا لپاره ډېره ګټوره ده ٠

د زده کړو لپاره د چيني پلاوي له استولو څخه پرته د چين دولتي ټيم هم د اوسنې نړيوالې اتلولۍ لوبو د پيل څخه مخکې د سويس او فرانسې د ټيمونو سره دوې لوبې وکړې ، که څه هم په دغو دوو لوبو کې د چين ټيم ماتې وخوړله ، خو د چين ټيم تري زيات شيان زده کړي دي ، د چين د فوټبال د دولتي ټيم اصلي روزونکي جو ګوانګ خو وويل که څه هم د ٢٠٠٦ کال د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کې د چين ټيم يوازي يو کتونکی ټيم دی ، خو دوي به د لوبو د ليدنې څخه ښې تجربې ترلاسه کړي او د کوششونو له ﻻرې به د ٢٠١٠ کال د جنوبي افريقا د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کې برخه واخلي ٠