<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-04 20:45:55    
* د باسکټبال په لوبه کی د ګولونو ورکولو ماشين _ Clutch

cri

په روم کی د اولمپيک په ١٧ مو سپورتی لوبو کی که څه هم يوګوسلاويا د باسکټبال په پای لوبه کی د ګډون له حق څخه بی برخه وه ، خو د باسکټبال په ميدان کی د دغه هيواد مرکزی فاروارد چی ( Clutch ) نوميږی ، يو ډير ځلانده ستوری بلل کيده . هغه دوه اعشاريه صفرڅلور متره ونه لری او صحت يی ډير ښه دی چی بی له منظمی روزنې څخه يی د يو اعشاريه اته دوه مترو په جګوالی د توپ غورځولو توان درلود . هغه په خپل ورزشی ژوند کی د يوګوسلاويا د ملی سپورتی ډلی د يو غړی په توګه دری ځله د اولمپيک په سپورتی لوبو کی برخه اخيستې چې په ١٩٦٠ او ١٩٦٤کال کی دوه ځله تر ټولو غوره او تکړه لوبغاړی وګڼل شو . دروم په لوبو کی ګډون دده لومړی ځل و . دغه راز د ١٩٦٥ کال د باسکټبال په يوه لوبه کی هغه په بريالی ډول ١٠١ ګولونه کړی ؤ .

*

Dietrich ) ديتريچ _ د المان د غيږ نيوۍ تګړه لوبغاړی

ديتريچ د لويديځ المان يو لوبغاړی دی اوپنځه ځله يی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ګډون وکړ . په ١٩٥٦کال کی يی د ملبورن په لوبو کی د لرغونی غيږ نيوۍ په لوبه کی د سپينو زرو مډال ترلاسه کړ او په تيره بيا د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی يی نه يوازی د أزادې غيږ نيوۍ په لوبه کی دسروزرو مډال ، بلکه د لرغونی غيږ نيوۍ په لوبه کی يی هم يو ځل بيا د سپينو زرو مډال ګټلی ؤ . له دی امله چی ديتريچ د غيږنيوۍ د ٣٠٠٠ مسابقو په ترڅ کی د

مستقيمې ماتې هيڅ هغه ريکارډ نه درلود چی اوږه او شا يی پر مځکی ولګيږی ، نود نړيوالو لخوا د المان د غيږنيوۍ د پاچا په توګه ياد شو .

 د المان د لنډ واټن ځغاستې لومړنی اتل

په روم کی د اولمپيک د سپورتی لوبو د سلو مترو د لنډې ځغاستې په پای لوبه کی د پيل کوونکی لخوا د لومړنی او دوهمې ډزې په پيل کی د المان لوبغاړی خالی دوه ځله خطا وکړه . که خالی په دريم ځل هم خطا کړې وای ، نو په همدی لوبه کی به يی د ګډون حق لغوه شوای وو . خو په دريم ځل چی پيل کوونکی دريمه ډزه وکړه ، خالی له نورو نه مخکی د پيل له ليکې څخه منډه ووهله او په پای کی يی د نيم قدم په غوره والی سره طلايی مډال وګاټه او د اولمپيک د سپورتی لوبو د لنډ واټن ځغاستې په لوبه کی د المان لومړنی اتل وګرځيد .

* دواړه وروڼه د جايزو ورکولو په يو لوژ کی ولاړ وو

د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د خنډونو په وړاندی د أس ځغلولو پای لوبه د ايتاليا د ليمونتو او پيرو دواړو وروڼو ترمنځ ترسره شوه او په پای کی کشر ورور ليمونتو اتل شو او مشر ورور پيرو دوهم ځای ونيوه . دوی دواړه له ١٩٥٦ کال څخه تر ١٩٧٢ کلونو پوری په اوږدو کی د أس ځغلولو لوبو په ميدان کی ډير فعال ښکاريدل . مشر ورور پيرو که څه هم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی دری ځله مډالونه ترلاسه کړل ،خو له طلايی مډال څخه بی برخه شو . کشر ورور ليمونتو د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د طلايی مډال دګټلو خپله هيله پوره کړه .

 د امريکا د لامبووهلو ډله

 د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د لامبووهلو ټولې لوبی غالبأ د امريکا او استراليا د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې . د امريکا ډلې چی د ملبورن په تيرو لوبو کی يی ماتې خوړلې وه ، د اولمپيک په دغو لوبو کی خپل غښتلی توان او غوره مهارت څرګند کړ او ډير ښه موفقيتونه يی ترلاسه کړل . د نارينه وو په اتو لوبو کی امريکا او استراليا په جلا جلا توګه څلور د سرو زرو مډالونه وګټل . د ښځو په اوو لوبو کی امريکا ٥ طلايی مډالونه ترلاسه کړل . په دی توګه بالاخره د امريکا د نارينه وو او ښځو ډلې د لامبو په ١٥ سياليو کی ٩ د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل او د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی يی د لامبو وهلو په لوبو کی د بادار ځای ونيوه .