<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-05 17:46:55    
د چين د چينهاي _ تبت اوسپنيزه لاره په کار لويدلې ده

cri

د چين د چينهاي _ تبت اوسپنيزه لاره د جولاي د مياشتې په لومړی ورځ په رسمي توګه په کار لويدلې ده .

دغه اوسپنيزه لاره د چينهاي _ تبت په لوړه کې چه د نړۍ د بام په نامه ياديږي ، د سمندر له سطحې څخه د څلورو زرو مترو په لوړوالي کې جوړه شوې او طبيعی چاپيريال يي ډير ستونزمن دی چه درې په څلورمه برخه يي غرني سيمې او صحراوې دي . همدغه لاره په نړۍ کې داسي لومړني اوږده اوسپنيزه لاره ده چه د سمندر په لوړه سطحه کې غزيدلې ده ، نو ددغې لارې د جوړولو په بهير کې درې ستونزې يعني يخ وهلي خاورې ، په لوړه کې د اکسيجن کمښت او سخت طبيعي چاپيريال موجودې دي ، په تيره بيا يخ وهلي خاوري . د معلوماتو له مخې يخ وهلی خاوره په ژمي کې د يخ په شان کلکه ده او د تودوخي درجې د ټيټوالي سره سم يي حجم زيات او پړسيږي . په يخ وهلو خاورو باندي غزول شوي بسترونه او فولادي پټلۍ هم پړسيږي ، خو د دوبی په فصل کې يي بيا سيخيږي چه په پايله کې د اورګاډۍ تګ راتګ ته خطرونه رسيږي . د چينهاي _ تبت اوسپنيزې لارې د يو سل او يوولس کيلومترو په اوږدوالي پټلۍ په داسي يخ وهلو خاورو باندي غزيدلي دي چه ياد شوي ستونزې د چين د کارپوهانو له خوا له منځه وړل شويدي . برسيره پردې د چينګ شوي سيند دپاسه د يوولسو کيلومترو په اوږدوالي يو لوي پل هم په يخ وهلې سيمې باندي د بسترونو په ځاي جوړ شويدی چه د دغو پلونو عمومي اوږدوالی يو سل شپږ پنځوس کيلومترو ته رسيدلی دی .

دغه راز د يخ وهلو بسترونو په دواړو خواوو کې داسي اوسپنيز ستنې درول شويدي

چه جګوالی يي اوه متره او قطر يي پنځلس سانتي متره دی . د دغو ميلونو يا ستنو ځانګړي رول د خاورو له ژوروالي څخه د خاورو سطحې ته د تودوخي ليږدول دي څو چه يخ وهلی خاورې د زياتو کلونو لپاره ښې يخې شي نوموړي اوسپنيزه لاره چه يو زر يو سل او دوه څلويښت کيلومتره اوږدوالی لري ، نيمه برخه يي په يخ وهلو خاورو باندي جوړه شويده .

د دغې لارې د جوړولو دوهمه ستونزه د اکسيجن کمښت دی . څرنګه چه په سلو کې پنځه اتيا برخه لارې د سمندر له سطحې څخه د څلورو زرو مترو په لوړوالي کي پرتې دي او د کلني منځني تودوخې درجه يي له صفر څخه ټيټه ښکاري ، نو په هوا کې د اکسيجن اندازه يوازې په دښت کې د اکسيجن له اندازې څخه نيمه برخه نيسي .په لوړه کې يخنی ، د اکسيجن کمښت او د شګو توفان د انسان ژوند ته لومړني لوي ګواښ دی . خو په داسي خراب طبيعي چاپيريال کې د نوموړي اوسپنيزې لارې د جوړولو په بهير کې هيڅ کارګر نه دی مړ شوی چه د بهرنيو او کورنيو ډاکترانو په اند دا د لوړې د طب لپاره يو اعجاز ګڼل کيږي . د بيلګې په توګه د فونګ هو غرني تونل د جوړولو په وخت کې د اوسپنيزې لارې څانګې د اکسيجن توليدولو درې لوي مرکزونه جوړ کړيدي چه هر ساعت دوه څلويښت مکعب متره اکسيجن توليدوي ، توليد شوي اکسيجن د فولادي نلونو له لارې د تونل پروژې ته ليږدول کيږي . د معلوماتو له مخې د اوسپنيزې لارې په اوږدو کې د اکسيجن توليدولو اولس مرکزونه جوړ شوي چه څلويښت زره کارګرانو هره ورځ د دوو ساعتونو لپاراکسيجن تنفس کولی شواي . برسيره پردې د اوسپنيزې لارې په اوږدو کې يو سل او پنځلس په لومړنې کچه ، درويشت په دوهمه کچه او شپږ په دريمه کچه روغتونونه

جوړ شويدي په بله ژبه د لسو کيلومترو په واټن يو روغتون شته چه هر بيړني ناروغ نيم ساعت وروسته تر مثبتې درملنې لاندي راوستلی شي .

د چينګهاي _ تبت اوسپنيزې لارې د جوړولو په بهير کې دريمه ستونزه د وحشي ژويو او طبيعي چاپيريال ښه ساتنه ده ځکه چه دغه لاره د دوو لويو طبيعي سيمو څخه تيريږي او دغې سيمې د تبتي غرنيو پسونو او غرڅو په شمول د وحشي ژويو د اوسيدو ځايونه دي . د اوسپنيزې لارې د أبادۍ د مشر هوانګ دي فو په وينا يو لړ اړين تدبير دا دی چه د وحشي ژويو د عادي ژوند ، کډوالي او تکثير د عادتونو سره سم له اوسپنيزې لارې څخه د تيريدو ځانګړې لارې جوړې شويدي .د بيلګې په توګه هر کال په پسرلي او دوبي کې له جنوب څخه شمال ته د تبتي پسونو او نورو وحشي ژويو د کډوالۍلپاره ډيرې لارې جوړې شويدي چه يوازي د دوو لويو پلونو تر لاندي درې زره خولې برابرې شوي او يو وار اته سوه تبتي پيسونه ورڅخه تير شويدي

د چمنونو او جهيلونو په شمول د طبيعي چاپيريال ساتنه هم د دغې اوسپنيزې لارې د أبادۍ په بهير کې يو مهم کار دی چه د اوسپنيزې لارې په اوږدو کې د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتلو لپاره ډير ګټور دی .