<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-05 18:06:39    
د بهرنيانو په سترګو کې د چين د کمونست ګوند غړي

cri

په چين کې په ژوره توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په پلي کولو سره مخ په زياتيدونکي بهرنيان يا د کار او يا د زده کړو له پاره چين ته راغلي دي ٠ بر سيره پر دي د چين د فوټبال په لوبو کې ګډون کونکي ورزشکارن او په چين کې سيلانيان هم مخ په زياتيدو دي ٠ دوي په چين کې د کار او ژوند په بهير کې له زياتو عادي چينايانو سره نژدي اړيکې لري چه پکې د چين د کمونست ګوند غړي هم زيات دي ٠ نو د پاملرنې وړ خبره دا ده چه د بهرنيانو په سترګو کې د چين د کمونست ګوند غړي څرنګه دي ؟ د تيرې پيړۍ په دريمه لسيزه کې يو امريکايي خبريال ايدګار سنو د چين د شمال لويديځ د يان ان په سيمه کې د يوې اوږدې مودې له پاره د چين د کمونست ګوند له غړو سره ژوند وکړ او په هغه وخت کې يي يو کتاب وليکه چه نوم يي دي د سرو ستورو تر وړانګو لاندې چين ٠ په دي کتاب کې ليکل شوي چه د کمونست ګوندغړيتوب د زرګونو زرګونو ځوانانو هيله ده ٠ دوي هيڅ راز د سختو حالتونو او مرګونو په وړاندې خپل سر نه ټيټوي ٠

له هغه وخت څخه تر اوسه پوري څه د پاسه اويا کلونو تير شوي دي ٠ يو امريکايي چه بيل ميليوسکي نوميږي او په بيجينګ کې د انترنيت په يو شرکت کې کار کوي ، خبريال ته وويل چه په دغه شرکت کې د ده ډير ملګري د کمونست ګوند غړي دي ، دوي په کارونو کې ډير کوشش کوي او له ستونزو څخه هيڅ نه ويريږي ٠ هغه وويل چه زمونږ په شرکت کې د کمونست ګوند ډير غړي ځوانان دي او له دوي څخه زياتره برخه يي تا زه له پوهنتونونو څخه فارغ شوي او تخصصې کچه يي ډيره لوړه ده ٠ زه ډيره خوشحاله يم چه له دوي سره يو ځاي کار کوم ٠ دري څلويښت کلن ښاغلي بيل په چين کې څه د پاسه لس کاله کار کړي دي ٠ هغه وويل چه په امريکا کې هيڅ دغسي ګوند نه شته چه د چين د کمونست ګون په شان د ډوډۍ خوړلو ، اوسيدو او ژوند په برخو کې يي دومره زياتو خلکو ته اسانتياوي برابرې کړي دي ٠ په بيجينګ کې يوه در ويشت کلنه فرانسوي پيغله چه ايلينا دارک نوميږي ، د ځبري رسنيو په څانګه کې يي يو کال کار کړي دي ، د چين د کمونست ګوند د غړو په هکله يي د خپلې خاطرې د يادولو په ترڅ کې وويل زما په أند په کارونو کې د کمونست ګوند غړي پيژندل کيږي ، ځکه دوي ټول په خپلو کارونو کې ډيره جدي رويه غوره لري او کوشش کوي ٠ هغې وويل چه زه تل د شپې له خوا کار کوم ، د کار په وخت کې يوه ملګرې ما ته ډيره پاملرنه کوي او په خپلو کارونو کې ډير کوشش کوي ، هغه تل له ما څخه پوښتنه کوي چه په بيجينګ کې په کارونو او ژوند کې کومې ستونزې لري او که نه ؟ وروسته زه په دي پوه شوم چه هغه د کمونست ګوند يوه غړې ده ٠ هغه نه يوازي ما ته بلکې نورو ټولو ملګرو ته هم پاملرنه کوي ٠ تر هغه نه وروسته زه پوه شوم چه زما په شاوخوا کې دغسي د کمونست ګوند غړي ډير زيات دي ٠ زلمي سوبو له منګوليا جمهوريت څخه راغلي او اوس په بيجينګ کې د چين د خلکو په پوهنتون کې د ديپلوماسۍ د فوق ليسانس درجې د لاس ته راوړلو په زده کولو بوخت دي ، هغه په چين کې پنځه کاله تير کړي دي ٠ په دغو پنځو کلونو کې هغه د کمونست ګوند له ډيرو غړو سره اړيکې ټينګې کړي چه پکې دده ټولګيوال ، ښوونکي او دوستان شامل دي ٠ په لومړيو وختونو کې سوبو دي ته پم نه وو چه دوي کوم کسان دي ، خو د وخت په تيريدو سره هغه ورو ورو دا معلومات تر لاسه کړي چه عمومأ د کمونست ګوند غړي ټول نورو ته ډيره پاملرنه کوي او تل تر وسي پوري له نورو سره مرسته کوي ٠ هغه وويل کله چه تازه چين ته راغلم ، له دي امله چه چيني ژبه مي ضعيفه وه ، نو د زده کړو په وخت کې له زياتو ستونزو سره مخامخ وم ، خو په هغه وخت کې زما هغو ملګرو چه د کمونست ګوند غړي وو ، له ما سره ډيرې مرستې وکړې او تشويق يي کړم ٠ هغه وويل مثلا هر ځل به د چيني ژبې د تيورۍ د ليکلو په وخت کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ وم ، په داسي حال کې دوي په ډيره سړه سينه ما ته لارښوونې کولې او مرستې يي راته برابرې کړي دي ٠ د دوي په مرستو سره هر وار زما تخصصي تيوري ټول په ښه ډوله بشپړه شوې ده ٠ لکه د ياد شويو بهرنيانو په شان په چين کې ډير هغه بهرنيان چه په چين کې کار او ژوند کوي ، ټول دا احساس لري چه د چين د کمونست ګوند غړو دوي ته ژورې خاطره پري ايښې دي ٠