<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-05 18:11:25    
لا زيات چينی ځوانان هيله لری چې د چين په کمونست ګوند کې شامل شي

cri

د جولای لومړې نېټه د چين د کمونست ګوند د جوړولو د ٨٥ کاليزی د يادونې له ورځی سره مصادفه وه . اوس د چين په پوهنتونونو او پوهنځيو کې لا زيات ځوانان هيله لری چې د چين په لوی او ستر کمونست ګوند کې شامل شي .

د جولای په مياشت کې د چين په بيلا بيلو پوهنتونونو کې زده کوونکی د تعليمی کال د ازموينی لپاره په تيارې بوخت دي . په دې ترڅ کې د چينګ هوا پوهنتون يو زده کوونکی جو ګو بين چې په کمونست ګوند کې د شامليدو لپاره کوښښ کوي ، هميشه هغه ډول فلم ګوری چې د وطن سره د مينی له روحيی څخه ډک دی . هغه د ازموينی د چمتو کولو په ترڅ کې هغه فلم وليد چې نوم يی دی زه غواړی د هېواد لپاره خپل ځان وقف وکړم او پکې خلکو ته د مصنوعی سپوږمی د څيړوونکو په هکله زړه رپونکی کيسه ويل شوی ده . جو ګو بين وويل دغه فلم يو ډېر ښه فلم دی او زموند په راتلونکی د ټاکنې لپاره رښتنی اهميت لری .

زده کوونکی وانګ جيان ژونګ چې روان کال ٢١ کلن دی ، په جګ منځنی ښوونځی کې د زده کړو په وخت کې په کمونست ګوند کې د شامليدو غوښتن ليک وړاندی کړی او له دوو کلونو مخکې په رسمی توګه د کمونست ګوند يو غړی ګرځيدلی دی . څرنګه چې د ده نيکه او پلار دواړه کمونستان دي ، نو له کوچنيوالی څخه يی په کمونست ګوند کې د شامليدو هيله درلود . له لوييدو وروسته هغه له کمونست ګوند او هېواد سره د مينی له امله نورې غوښتنی وکړې چې په کمونست ګوند کې شامل شي .

د بيجينګ پوهنتون د زده کوونکو د ټولنې مشر لياو وانګ هم د کمونست ګوند يو

غړی دی ، هغه وويل په کمونست ګوند کې شامليدل د غوره او وتلو کسانو په ډله کې ګډون کول دی او دوی به د هېواد او ملت د سمسورتيا او غښتليتوب لپاره هڅی وکړي . هغه وويل په کمونست ګوند کې د شامليدو لپاره د زده کوونکو نظريې بيلا بيلې دي . د ځينو زده کوونکو په اند کمونست ګوند يوه پرمختللی ډله ده او په کې ګډون کول د ځان د پرمختګ لپاره ګټور دی ، ځينی زده کوونکی دا نطر لری چې د کمونست ګوند کې شامليدل يو ډول وياړ دی ، د ځينو زده کوونکو په نظر د کمونست ګوند تر لارښوونی لاندې به چين سمسور شي او په کې شامليدل د خپلې هيلې د سر ته رسولو لپاره يوه ښه لاره وی .

په زده کوونکو کې د کمونست ګوند غړی په ځوانانو کې ډير غوره او وتلی کسان دی او دوی به د هېواد پر راتلونکی باندی ښه اغيزه ولري . نو له دې لحاظه د کمونست ګوند ځوان غړی به د هېواد د ستره أبادی دنده په غاړه واخلي .

د پخوا په پرتله اوسنی کمونست ګوند ځوان غړی په فعاله توګه سترې او مهمې مسئلې تر نظر لاندی نيسي او د حل و فصل لاره يې پيدا کوي . کمونست ګوند ځوانان غړی نه يوازی تيوريکی نظريی لری بلکی د اوږدې مودې د ټولنيزو کارونو له لاری د چين د کمونست ګوند په هکله پيژندنه زياتوی . د ګوند ځينو ځوانو غړو د بيجينګ روغتونونو ته له ډاکترانو سره مرسته کړی ، ځينو يی د فقيد ولسمشر ماو ځه دونګ د يادګينې په تالار کې د نظم د ساتنې کار کړي او ځينو يی د سره صليب ټولنې په فعاليتونو کې ګډون کړی دی . دوی د دغو کارونو په پيل کې د ځان د تمرين لپاره په دغو فعاليتونو کې برخه واخيستله او په پايله کې يې له نورو کسانو سره د مرستو له برابرولو څخه خوښی پيدا کړی او خلکو ته د خدمت موخې په هکله يې نوې پيژندنه کړې ده چې د کمونست ګوند له خوا وړاندی شوی دی .