د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د پاکستان د بلوچستان ايالت يو وياند د جولای په ٥ نيټه وويل ، په دی وروستيو ورځو کی د پاکستان امنيتی ځواکونو د ترلاسه شويو استخباراتې معلوماتوله مخی د دغه ايالت د درابوګتی په سيمه کی له ناڅاپی عملياتو څخه کار واخيست چی په ترڅ کی يی ٢٥ تنه وسله وال شکمن کسان ووژل شول .
په پاکستان د اسوشيتيد پريس خبری اژانس د نوموړی وياند له قوله ويلی چی د يو خبر له مخی د دغی سيمې په يو کمپ کی يو شمير وسله وال عناصرد هغی دسيسې په جوړونه بوخت وو چې د طبيعی ګازو پر ځايی تاسيساتو باندی بريد وکړی . نو د پاکستان امنيتی ځواکونو پر دغی سيمی باندی ناڅاپه بريد وکړ .