<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-06 18:59:50    
د بيجينګ رنګارنګ کوڅې

cri

په بيجينګ کې لويې او تنګې کوڅې د وينو د رګونو په شان پرتې دي او يو له بل سره تړاو لری ، دا د بيجينګ ښار د ودانيو يوه ځانګړتيا ده . که چيری بهرنی سيلانيان غواړی چې د بيجينګ عنعنوی کلتور او د ژوند دود او دستور احساس کړي ، بايد له نژدی څخه کوڅې وګورئ !

ويل کيږي چې د کوڅو جوړول په ديارلسمه پيړۍ کې د يوان سلسلې د پلازمينی په توګه د بيجينګ له ټاکلو وروسته رامنځته شول او په هغه وخت کې د چين واکمني د مغولی قوم تر لاس لاندي وه . کوڅه په مغولی ژبه کې د هو تونګ تلفظ کيږي چې معنا يی څاه ده . له هغه وخته په سل ګونو کلونه تير شوي او اوس کوڅې يوازي د چين په شمالی ښارونو کې د تنګې لارې معني لری . په بيجينګ کې زيات شمېر کوڅې له ختيځ څخه تر لويديځ پوری پرتې دی او پلنوالی يی له نهو مترو څخه کم دی . پخوا د کوڅو په دواړو خواوو کې هغه کورونه ليدل کيدل چې ساختماني شکل به يی مستطيل ډوله او په منځ کې يو انګړ وه او شاوخوا کوټې يی د اوسيدو لپاره وې . ___اواز____

ګرانو دوستانو ، همدااوس مو د بيجينګ په کوڅو کې د شيانو د ګرځندو پلورونکو غږونه واوريدل . پخوا د بيجينګ په کوڅو کې دغه غږونه هره ورځ اوريدل کيدل . په هغه وخت کې اوسيدونکو په کوڅو کې د ژوند د اړتياوړ شيان اخيستلی شوای او پلورونکو به د دوی کورونو ته ورليږل . ويلای شو چې کوڅی نه يوازی د بيجينګ د ښاريانو لپاره د تګ را تګ لاری دی ، بلکی د دود او دستور موزيم هم دی .

په بيجينګ کې کوڅې ډيرې دی . که څه هم په کوڅو کې ودانۍ يو شان دی ، خو

هره کوڅه ځانګړی کيسه لری . د دود او دستورونو کارپوه لی مينګ ده وويل د بيلا بيلو کوڅو نومونه د دغو کوڅو د اوسيدونکو د ژوند نښې وې او ځيني نومونه هم د خلکو د نيکو هيلو څرګندوی و . هغه وويل ___اواز___

د بای هوا سن چو نومي يوه کوڅه چې د زياتو ګلونو ځای معنا لری ، ډيره ښکلی ده . د ځينو کوڅو نومونه له دې امله چې پخوا نامتو شخصيتونه پکې اوسيدلی وو ، د دوي په نومونو ونومول شوی . خو ځينو ته يي د شيانو ، کسبونو او ساختماني شکلونو سره سم نومونه ورکول شويدی ، د بيلګې په توګه د بانس کوڅه ، د چپق کوڅه او داسي نور.

اوس کوڅې د بيجينګ د کلتور يوه هنداره ده او د ځانګړتياوو له مخې د بيلا بيلو ځايونو سيلانيان راجلبوي . د چين يو هنرمند ښاغلی کوانګ هان چې د کوڅو د انځورولو له امله نامتو دی ، که څه هم هغه د چين په جنوب کې زيږيدلی ، خو د بيجينګ له کوڅو سره ډيره مينه لری . هغه خبريال ته وويل ____اواز____

د بيجينګ کوڅی پخپله يو هنر دی چه د سل ګونو کلونو تاريخي نښه ده . نن ورځ کوڅی يو سپين ږيري ته ورته دي او د وخت په تيريدو سره يي خپلې ځانګړتياوې لاهم ساتلي دي .

په وروستيو کلونو کې د بيجينګ د ښاری أبادی په پرمختګ سره په دغه ښار کې لوړ پوړيزې ودانۍ جوړي شوي او د کوڅو شمېر يي د کميدو په حال کې دی . د بيجينګ ښاروالی د ځينو ځانګړو کوڅو د ساتنې لپاره زيات اړين تدبيرونه نيولی دی . د بيجينګ د دوديزو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د بيجينګ د سيلانۍ اداری کو څو ته د سفر پروګرام پرانستی چې سيلانيان د درې عرابې لرونکي

ګاډۍ په وسيله د بيجينګ د کوڅو سيل کولای شي .

د المان يو سيلانی چې ګونتير وين نوميږی ، وويل سيلانيان د دغه ډول پروګرام له لارې نه يوازی له نژدې نه د کوڅو بڼه ، بلکې د اوسيدونکو ژوندهم ليدلاي شي . هغه وويل ___اواز___

په هند کې می دا شان ګاډۍ ليدلې وه چې په تنګو کوڅو کې د حرکت لپاره ډيره مساعده ده ځکه چې د کوڅو هر ګوټ ته رسيدلای شي او ټکسي موټر دغو ځايونو ته نه شی ننوتلی . کوڅی د بيجينک يوه ځانګړتيا ده ، د لوړو ودانيو او سوداګريزو سيمو په پرتله د بيجينګ له کوڅو سره ډيره مينه لرم .