<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-07 18:25:56    
دوست مهمند وايي اوس کولاي شي چې تر ډيره حده په چيني ژبه خپلې ستونزې حل کړي:

cri

درنو اوريدونكو اسلام عليكم هيله چې بشپړه روغتيا مو په برخه وي،دا دى نن يو ځل بيا د بهرنيان په چين كې د برخې د خپريدو وار رارسيدلى،پدې اونۍ كې ددې برخې چلونكي خوشحال تايب په بيجينګ كې له يوتن ميشت افغان سره مركه كړې او يو راپور يې پرې چمتو كړى دا چې دا افغان څوك ،په څه چارو اخته ؟او په چين كې له ژوند كولو او كار وبار څخه تر كومه راضي دى؟ په همدې برابر شوي راپور كې به يې واوروو.

درنو اوريدونکو په سلامونو مو ستايم ،هيله چې د ژوند پر ټولو ناخواولو مو برياوې حاصلې کړي وي، عزتمندو پدې اونۍ کې مو له يو تن افغان سره چې د شاوخوا اوو کلونو راهيسې په چين کې په سوداګريزو چارو اخته دي مرکه کړې، دغه شخص دوست محمد مهمند نوميـږي،کله چې د نوموړي د کار دفتر ته ورغلو نو په ورين تندي يې زموږ هرکلي وکړ،او ډير خوشحاله شو،ژر يې د افغاني دود سره سم چاي او ميوه راوړه،موږ هم پدې وخت کې ورڅخه د مرکې کولو غوښتنه وکړه چې زموږ دې غوښتنې ته يې هم په ورين تندي د منلو ځواب راکړ، دی وايي چې په چين کې له خپل کار او ژوند څخه تر ډيره راضي دی او د کار کولو ښه زمينه ورته برابره ده پرته له کاري ساحې په نورو برخو کې هم تر ډيره هر څه ورته د منلو وړ دي

((دلته ټول مسئلې د منلو وړ دي،په ټولنيزه او هم په مذهبي برخه کې چاته کوم ممانعت نشته،امنيت او مصئونيت په بشپړه توګه شته،د سوداکرۍ لپاره ډيره ښه زمينه برابره ده،هر څوک کولاي شي چې دلته راشي او خپلې سوداګريزې چارې پر مخ يوسي،او د چين د دولت لخوا ددې کار لپاره ډير ښه او لازم امکانات هم برابر شوي دي،چې له دغو امکاناتو څخه ټول کولای شي ګټه واخلي، زه د چين هيواد راتلونکې ته ډير هيله من يم،په تيره بيا د چين سوداګري چې هر کال تر بله ډيره او زياته وي.))

دا معلومه خبره ده كله چې يو څوك له خپل هيواد څخه بل هيواد يا سيمې ته ولاړ شي نو له يو لړ ستونزو سره مخ كيږي د بيلګې په ډول په فرهنګي ټولنيزو او نورو ګڼو برخو كې يو شمير توپيرونه موجود وي ،نو انسان ته يو څه وخت په كار وي چې له دا شان دودونو او كړنو سره ځان بلد كړي،د ښاغلي مهمند په وينا چين يو ډير لوى هيواد دى چې بيا د دې هيواد په بيلابيلو برخو كې هم ګڼ شمير توپيرونه ليدل كيږي:

((په رښتيا هم چې د چين د لويديځ،ختيځ ،شمال او سهيل تر منځ په فرهنګي او ټولنيزو چارو او حتي په خوراكونو كې هم توپيرونه شته،چې دا په لمړي وخت كې زما لپاره لويه ستونزه وه،خو د سوداګرۍ په برخه كې بايد ووايم چې دلته دولت ځواكمن،حاكم،او اقتصادي مسالو ته ډيره پاملرنه كوي،چې ورځ په ورځ يې پدې برخه كې آسانتياوې او سهولتونه زياتيږي او راتلونكې ته يې ډير خوشبينه ياستو.))

يو څه چې په چين كې هر بهرنى په لمړي سر كې ورسره مخامخ كيږي هغه د خوراكونو بدلون او بيلابيل ډولونه دي،په دې معني چې د چين هر سيمه ځانكړي او بيلابيل ډولونه خواړه لري، د ښاغلي مهمند په آند د چين د شينګجيانګ د سيمې د خلكو خواړه تر ډيره افغاني خوراكونو ته ورته دي،او افغانان پرته له كومې نابلدۍ له دغو خوراكونو څخه ګټۀ اخلي،خو د چين د مركزي سيمو د خوړو په هكله وايي چې دا هم تر ډيره ګټور ، مزه لرونكي او با انرژي خواړه دي،او دى ورو ورو له ډير ډول چينايي خوراكونو سره بلد شوي دى ښاغلي دوست محمد مهمند پدې هكله وويل:

((په چين كې د سبزيو ساحه ډيره پراخه ده، د چين د مركزي ساحو يعنې د پيكينګ د شاوخوا سيمو خوراكونه ډير خوندور دي او زما هم ډير خوښيږي،او كله چې رسټورانټ ته ځو نو تل د مركزي سيمو خوراكونه غواړو ،او خورو يې.))

كله چې يو څوك بل هيواد ته ولاړ شي نو لمړى شى چې هر نوى تللى كس يې غواړي هغه د همغه هيواد يا سيمې د ژبې زده كول دي،خو دا خبره بيا د نورو هيوادونو په پرتله په چين كې زيات توپير لري،ځكه د چين ژبې ليك دود ډير ګران دى او زياتره بهرنيان نشي كولاى چې ژر تر ژره چيني ليك دود وليكي او يا هم ولوستلاى شي، خو بيا خبرې كول يې دومره ډير ګران ندي،او د وخت په تيريدو سره بهرنيان كولاى شي چې پر چيني ژبې خبرې وكړي،ښاغلى مهمند وايي زه هم كله چې په لمړي سر كې چين ته راغلم نو دا هيله راسره وه چې چيني ژبه زده كړم،ده وويل اوس د خپلې چيني ژبې له زده كړې څخه راضي دى او خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بيولى، او اړوندې ستونزې پرې ليري كولاي شي.

ښاغلى دوست محمد مهمند له اوو كلونو راهيسې په چين كې په سوداګريزو چارو اخته دى او وايي چې دلته له خپل كار او ژوند څخه تر ډيره حده راضي دى،او غواړي چې په چين كې لاهم خپلو چارو ته دوام وركړي ځكه دده په آند د كار لازمې او مناسبې زمينې ورته برابرې دي:

(( د اسلامي عقيدې پر بنسټ نصيب او قسمت او آب و دانه،موږ په چين كې د دواملرونكي كار هوډ لرو ،او داسې كوم لامل نه وينو چې خپل كار په چين كې محدود كړو،او انشالله تر هغه وخته چې دا امكانات موجود وي نو خپلو چارو ته به دوام وركوم.

درنو او محترمو اوريدونكود بهرنيان په چين كې ننى برخې لپاره وخت همدومره وه،كه تاسو ددغې برخې په اړه سالم نظرونه، وړانديزنه او نيوكې لرۍ نو موږ ته يې د خپلو ليكونو په وسيلې سره راوليږۍ مو تل ستاسو ددا شان ليكونو لاره څاروو.

ښاد او سوكاله اوسۍ.