<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-07 19:18:38    
د لوی ديوال ساتونکی جانګ هه شان

cri

هره ورځ سهار په څلورو بجو ٥٠ کلن بزګر جانګ هه شان خپل کلی ته نژدی د ١٥ کيلومترو په اوږدوالی له لوی ديوال څخه کتنه کوی.

جانګ هه شان د هه بې ولايت د فو نينګ ښار د ځي يو په کلی کې اوسېږي او د سږ کال په پيل کې د دغه ځای د لرغونيو اثارو د ادارې له خوا د لوی ديوال ساتونکی په توګه وټاکل شو.له دې مخکی هغه د خپل کور پر مخ لوی ديوال د ٢٠ کلونو لپاره ساتلی و.

د جانګ هه شان کور د لوی ديوال په لمن کې پروت دی اود ماشومتوب په وخت کې يې د لوی ديوال په سيمه کې لوبی کول ډېر ښېدل.

په ١٩٧٨ کال کې يوه ورځ جانګ هه شان د فو نينګ کلتور او هنر د مجلې له چلوونکی تانګ تاو سره د لوی ديوال په لمن کې يو کتيبه پيدا کړه چې د لوی ديوال د ابادولو په اړه څه مهم معلومات پرې حکاکی شوی وو. دغه معلومات د لوی ديوال د تاريخ د څېړنې لپاره ډېر ګټور و. خو د خواشينۍ وړ خبره دا ده چې له څو کلونو وروسته دغه کتيبه ماته شوه.

دغې پيښې پر جانګ هه شان باندی ډېره اغېزه وکړه دی. ده وويل که چيری د دغه شان ناوړه کړو وړو مخه ونه نيول شي، نو وروسته به هرومرو زمونږ ماشومان يوازی له کتابونو او عکسونو څخه د لوی ديوال په اړه معلومات تر لاسه کوی. نو له دغې پيښې وروسته جانګ هه شان د لوی ديوال په اړه زيات لرغونی شيان او سندونه راټول کړيدی.

لوی ديوال ته د زيان رسولو د مخنيوی لپاره جانګ هه شان هره ورځ په غرونو کې لس ګونه کيلومتره لار وهي.دی هيچا ته اجازه نه ورکوی چې په هيڅ ډول لوی ديوال ته زيان ورسوي. ده وويل په پيل کې کليوالو د ده د دغه عمل ملاتړ نه کاوه او ځينو خلکو له ده څخه پوښتل چې لوی ديوال ستاسی کور دی؟ د داسو پښتنو پر مخ هم جانګ هه شان د ديوال له ساتنې څخه لاس نه دی اخيستی.

اوس جانګ هه شان د چين د لوی ديوال د ټولنې غړی دی.په ٢٠٠١ کال کې د دغې ټولنې په کليزه غونډه کې ٣٠٠ تنو پوهانو د جانګ د شاملېدو په اړه بحث وکړ . د زياتو غړو په نظر جانګ پوه نه دی او يوازی يو بزګر دی. خو د ټولنې سرمنشی دونګ ياو وويل که چيری د لوی ديوال شاو خاو يو مليون تنه بزګران لوی ديوال وساتي، نو زمونږ لوی ديوال به ښه شي. په پای کې د دغې ټولنې ټولو غړو د جانګ له عمل سره مينه وموندله او جانګ هه شان د لومړنی بزګر په توګه د چين د لوی ديوال ټولنې له خوا ومنل شو.

تر اوسه پوری د لوی ديوال په اړه ٢٠ کيسې د جانګ هه شان له خوا لټول شوی ، تنظيم شوی او ليکل شوی دی. په ٢٠٠١ کال کې د چين هوانګ داو ښار حکومت د سياحت د اقتصاد د پرمختګ لپاره د خلکو د نظريو او وړانديزونوغوښتنه وکړه. جانګ هه شان ښاروال ته يو پيغام ورکړ چې پکې يې غوښتنه کړې وه چې د شمال د غرونو په سيمه کې د لوی ديوال په اړه د سياحت چاری پرمختګ لپاره کار واخيستل شي.دغه وړانديز وروسته بيا د چين هوانګ داو په ورځپاڼه کې خپور شو.

د چين د لوی ديوال په ټولنه کې له ګډون وروسته د جانګ هه شان کور ته د خبريالانو، عکاسانو او سياحانو په شمول ډېر خلک تګ را تګ کوی او دوی ټول له

لوی ديوال سره مينه لری.اوس د جانګ کور په يو ميلمستون او پخپله جانګ هه شان د سيلانۍ په يو لارښوونکی بدل شوی دی.