د روان کال د جون لسمه نېټه د چين د کلتوری ميراثونو د ساتنې لومړی ورځ وه. په وروستيو ورځو کی د چين حکومت د يو لړ فعاليتونو له لارې وګړو ته د کلتوری ميراثونو د ساتنې په ساحه کی تر لاسه شوی برياليتوبونه او ستونزی ښودلې دی چی په دغه ساحه کی د وګړو پوهاوی لوړ شی.
اوس د چين په دولتی کتابتون کی د لرغونو کتابونو تر ټولو لوی نندارتون د خلکو پر مخ په وړيا توګه پرانستل شوی دی. پر دغه نندارتون سربيره ، د چين د ملی کاليو او ګاڼو، د چين د دوديزو درملونو او د ملی لږکيو د قيمتی لرغونو اثارو په شمول يو شمېر نور نندارتونونه هم پر ځای کيږی. له بېجينګ نه د باندی په نورو سيمو کی هم ډېر مهم فعاليتونه روان دي.
تير کال په ديسمبر کی د چين حکومت اعلان وکړ چې هر کال د جون دوهمه شنبه د چين د کلتوری ميراث ورځ ده. د چين د کلتور وزير سون جيا جنګ په نظر د دغې ورځې ټاکنه ډېر اهميت لری. هغه وويل----( اواز )
د دغې ورځې ټاکنه دری علتونه لری. لومړی کلتور ته پاملرنه ډېره مهمه ده، دوهم دغه کار له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. دريم دغه کار د ټولو وګړو ګډون ته اړتيا لری.
د اړوندو کارپوهانو په نظر، د کورنيو او بهرنيو عاملونو له امله، چين د کلتوری ميراثونو ساتنې ته په درنه سترګه ګوری. په نړيواله ساحه کی کلتوری چاری له ډېرو حياتی چارو څخه دی او د کلتور تبادله د چين د ديپلوماتيکو چارو يوه مهمه برخه ده. په چين کی د اقتصادی او کلتوری ابادی په ترڅ کی د لرغونو اثارو د ساتنې چارو رول ورځ په ورځ زياتيږی او له څو زره کلونو راپاتی شوی کلتوری ميراثونه غنی او ارزښتناکې سرچينی ګرځېدلی دی.
د چين د کلتور وزارت د مشر مرستيال جو هه پينګ وويل حکومتی ارګانونه د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتنې چارو د پياوړتيا لپاره کوشش کوی. هغه وويل--- ( اواز )
مونږ د غير مادی کلتوری ميراثونو د ادارې د پياوړتيا په جوړولو بوخت يو او د بيلا بيلو کچو حکومتونه هڅوو چې د ملی دودونو موزيمونو او يا د غير مادی کلتوری ميراثونو د موزيمونه او د معلوماتو او سندونو د راغونډولو مرکزونه جوړ کړو.
د غير مادی کلتوری ميراثونو د لست له خپرولو سره سم، چين د لرغونو اثارو ساتنه هم پياوړې کړی ده. د يوې شمېرنې له مخې، اوس په چين کی څه نا څه څلور لکه ثابت لرغونی اثار شته. په وروستيو ورځو کی د چين حکومت د مهمو لرغونو اثارو په توګه نور يو زر او اتيا اثار و منل.
په تيرو شلو کلونو کی د چين اقتصاد په پر له پسی توګه د چټک پرمختګ په حال کی و او د ټول هېواد په چوکاټ کی د نويو ښارونو د ابادۍ له امله يو شمېر کلتوری ميراثونه ويجاړ شويدی. د چين د کلتور وزير سون جيا جنګ وويل ------( اواز )
زمونږ په هېواد کی د کلتوری ميراثونو د ساتنې کار لا هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. يوه برخه يی بايد د حکومت د لارښوونې په پياوړتيا او بله برخه يی بايد د کلتوری ميراثونو د ساتنې په اړه د ټولو وګړو د پوهاوی په پياوړتيا سره شی .