<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-08 16:53:54    
د چين د هی لونګ جيانګ ولايت د دوديزې کرنې پر پرمختيا سربيره نه پرته د نورو لارو چارو لټون کوي

cri

د هی لونګ جيانګ ولايت د مو دان جيانګ ښار د چين د شمال ختيځې برخې يوه زړه صنعتی اډه ده او په وروستيو کلونو کې يی د دوديزې کرنې پر پرمختيا سربيره د نورو لارو چارو لټون هم پيل کړي چې د دغه ښار په شاوخوا کې د نويو کليو له أبادی څخه زياتې تجربې تر لاسه شوي دي .

د مو دان جيانګ ښاروال لو بينګ وويل چې له ٢٠٠١ کال دمخه د دغه ښار بزګرانو يوازی د غلودانو له کرلو پيسی تر لاسه کړې او د هر تن په سر يې کلني عايدات دوه زره او پنځه سوه يوانو ته ورسيدلی ، خو دغه اندازه په تيرو اتو کلونو کې نه ده زياته شوی . په وروستيو کلونو کې د دغه ښار حکومت د دغه حالت د بدلون لپاره د غلودانو د توليدې اندازې د ثابتولو تر څنګ داسی تګلاره ټاکلې چې د دوديزې کرنې پر پرمختيا سربيره د نورو لارو چارو لټون کوي او دغه راز د ميوو ،سبو او د مرخيړيو کرلو او مال ساتنې په شمول څلورو چارو ته اهميت ور کوي .تر اوسه پوری د دغو څلورو چارو له لارې تر لاسه شوی ګټې د دغه ښار د عمومی کرنيزو کټو دوه په دريمه برخه نيولی دې .تير کال د دغه ښار د بزګرانو د هر تن په سر عايدات څلور زره او پنځه اتيا يوانو ته زيات شوی ده .د سږ کال د کارګر له نړيوالی ورځې مخکې د دغه ولايت د ګوندی کميټې منشی چيان يون لو له دغه ښار څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل چې ښار بايد د نويو کليو د سمسورتيا په بهير کې د مشرتابه رول ولوبوي .

خبريال د دغه ښار د دونګ نينګ ولسوالی د سويانګ ښارګوټې د سوی سی کلی په

هغو ځمکو کې بزګر وانګ ګوی های وليده چې تور مرخيړي پکې کرل کيږي .هغه خبريال ته وويل چې په تېره موده کې يې په 0.06 هکتاره ځمکو کې د غلودانو د کرلو له لاری يوازی دوه دری سوه يوانه پيسی تر لاسه کولی خو په وروستيو کلونو کې د تورو مرخيړيو د روزلو له لاری يې کلنی عايدات يی لس زره يوانو ته رسيدلی او د تير کال عايدات يی پنځوس زرو يوانو ته رسيدلی وو .

د معلوماتو له مخې دغه ښار په سلو کې ٦٠ په ځنګلونو پوښل شوي دي او غوره چاپيريال او ځانګړی اقليم يې د تورو مرخيړيو د کرلو لپاره ښه زمينه برابروي .اوس يوازی د دغه ښار د دونګ نينګ په ولسوالی کې د توليد شويو تورو مرخيړيو اندازې د هېواد د عمومی اندازې په سلو کې يو په شپږمه برخه نيولی ده چې له امله يی د دغې ولسوالی د هر بزګر عايدات دوه زره يوانه زيات شوی دی .

د مودان ځيانګ ښار روسيې ته نژدی دی او د ٣٠١ په نامه لوی سړک له دغه ښاره تيريږي .نو ښاروالۍ يی د سيمه ايزو ځانګړتياوو په کارولو سره د دغه سړک په اوږدو کې د کرهڼيزو چارو يوه اقتصادی او سوداګريزه سيمه جوړه کړی ده .اوس د چانګ چون هاو يو ،د چاو يوان شينګ فا ،وان دا شان په شمول زياتې تصدۍ او د سوی يانګ د تورو مرخيړيو لوی بازار د دغه سړک په دواړوغاړو کې جوړ شوي دي چې دا د دغه ښار په شاوخوا کې د نويو کليو د أبادی په بهير کې يوه نوی منظره ده .

د يوې شميرنې له مخې د دغه سړک په اوږدو کې د سبوکرلو اته ځانګړی اډې او ٣٧ ځانګړی کلي أباد شوي دي .

سره بيره پر دی په نورو هېوادونو کې د چينايی بزګرانو د استخدام له لاری دغه ښار اقتصاد پرمختګ کړی دی.په تېرو پنځو کلونو کې د دغه ښار د لين کو

ولسوالی حکومت د نوموړي ولسوالۍ په سلو کې ٦٠ برخه چې شمير يې ٧٥٠ زرو تنو ته رسيږي د مزدورۍ لپاره نورو هېوادونو ته ليږلي او شپږ سوه مليون يوانه ګټې يي تر لاسه کړې په بله ژبه د هر بزګر کلني عايدات يو زر او اوه سوه يوانه زيات شويدي .